له کلونو راهيسې يو ستر ارمان تخڼولم ،چې کله به د خپل وران شوي ټاټوبي اوغرني هېواد ديدن را په برخه شي . په هره توگه دا ورځ راغله او د خپل هېواد د ليدو شرايط راته برابر شول .
دروان ٢٠٠٨ ع کال داگست پر ١٢ سهار وختي د پېښور له څوکنو څخه د حاجي کيمپ اډې ته وخوځېدم. اډې ته ،چې ورسېدم؛ فلاينگ کوچ ډک و ، خو يوازې د يو کس ځاى په کې و ،چې زما په ورتگ د ناستو خلکو تشه ډکه شوه . په گاډي کې مې له پېښور څخه د تورخم پر لوري حرکت وکړ.
د خيبر اېجنسۍ په سيمه کې مې د څو تېرو ورځو د بارانونو له لامله گڼ شمېر وران شوي پلونه او نړېدلي کورونه وليدل. داورگاډي پټلۍ په ډېرو برخو کې ځوړندې وې . د خيبر دره په رښتيا هم، چې اوس د افغانانو د تگ راتگ لار وه ؛ د پښتنو کورونه، بازارونه، ښوونځي اودېرې يو خوا او بل خوا جوړې شوې وې .
کله ،چې گاډى تورخم ته ورسېد له تورخم څخه لږ مخکې د لارې د بندېدو پر لامل گڼ شمېر واړه موټر او ټېلر ودرېدل . زمونږ موټر هم ور ورسېد او ور پسې ودرېد. له لږ ځنډ وروسته په گاډي کې ناست خلک وپوهېدل ، چې لار ژر نه خلاصيږي ؛ نو له هغو کسانو سره، چې پېټي،ماشومان او ښځينه نه ول، له موټره کوز شول .
ما سره هم ، چې څه نه ول ، له موټره کښته شوم. يو لاروى مې مل شواو هغه د افغانستان د تورخم ښارگوټى را وښود. د تورخم د لويې ور نخښې پر لوري مې گامونه چټک کړل. په لاره کې مې قتيل زوى ته د گرځند پر ليکه وويل ، چې خپل يون مې د کابل پر لوري پيل کړى او اوس په تورخم کې يم. هغه وويل ، چې يوازې يې که د چا په ملتيا روان يې . ماورته وويل ، چې څوک را سره مل نشته . قتيل زوى د ښه او بريالي سفر په غوښتنه الله په اماني راسره وکړه.
ور نخښې ته ،چې ورسېدم ؛ نو د چپ لوري پر لار مې گامونه پورته کړل . پام مې شو، چې له دې لوري لارويان د ښي لوري پر لار افغانستان ته اوښتل؛ نو زه هم بېرته را وگرځېدم او د ښي لوري پر لار له ور نخښې په داسې حال کې تېر شوم، چې پاکستانيو څارونکيو ته مې دمخامخ ليدنې پر ځاى خپلې مخې ته ليرې ليرې ليدل او گړندي گامونه غوره وگڼل. دا؛ ځکه، چې غږ راباندې ونه شي او يا کومه ډالۍ ونه غواړي . په دې وخت کې راته خپل تره مولوي عبدالرحمان ټېلېفون وکړ ، چې چرته ورسېدې ؟ما ځواب ور کړ، چې اوس په تورخم کې يم . راته يې وويل : که تذکره جوړوې؛ نو د ولادت تاريخ دې سم وليکه( هغه تاريخ وليکه ،چې له لېسې څخه د شهادت نامې د تر لاسه کولو لپاره دې ادارې ته ور کړى دى. له ماڅخه هېروه ،چې لېسې ته ما کومه نېټه سپارلې وه. اړ شوم ؛ لېسې ته مې ټېلېفون وکړ او، چې له هغې خوا مې ْغږ واورېد؛ نو هغه مې خپل ټولگيوال فضل هادي و ، د جوړ په خير وروسته مې ورنه د سرمعلم صاحب او يا مدير صاحب پوښتنه وکړه، خو هغه وويل ، چې اوس وختي دى او څوک په اداره کې نشته. ما ورته وويل : سمه ده. په دې نيت مې ور سره د الله په امان وويل، چې ځه بيا به ورته له افغانستان څخه ټېلېفون وکړم .
د تورخم دورنخښې له اوښتو وروسته مې سترگې په غرنيو ودانيو ولگېدې، خو نېغ د موټرو اډې ته ورسېدم. موټروانانو چغې وهلې ،چې کابل- پل محمود خان، کابل - فلاينگ کوچ ، کابل -کرولا، کابل- ټوډي .... نو زه هم ورنږدې شوم. کابل - فلاينگ کوچ دوه - درې کسانو ته تم و، له لږ ځنډ وروسته هغه هم پوره شول. گاډى له دعا کولو وروسته د کابل پر لوري روان شو .
موټر ډېر ښه او د خلکو په طبعه روان و، خو ما د لارې مل نه درلود؛ خوا وشا ، ليرې – نژدې سيمو ته مې ډېر وکتل . کله به خوب راغى او کله به ويښ وم، خو له جلال اباد څخه را دېخوا يو ځاى کې يو دم موټر بريک شو؛ سخت ټکان وارخطا کړم ، چې خدايه خير دا څه چل شو. سر مې راپورته کړ؛ د امريکايي ځواکونو موټر مې وليدل ، چې له مخامخ لوري را روان دي. شاته ، چې مې وکتل زمونږ له لوري تلونکي ټول موټر يو د بل پسې ودرېدل ، چې دوى تېر شي.
په هره توگه گاډى مو روان شو. له څه ناڅه واټن وهلو وروسته را باندې دسترگو باڼه راپرېوتل او ويده شوم ؛ ځکه ، چې په يوڅنگ کې مې يوبغلانى هلک او په بل څنگ کې مې يو ترکمن سپين ږيرى ناست ول ، چې له سپين ږيري سره مې څه نا څه د زړه خواله کوله ، خو دواړه په دې سيمه کې نا بلد ول . ؛ ځکه، نو ما هم ترې ډېرې پوښتنې نه کولې .
کله ،چې جلال اباد ته ورسېدو؛ نو د انځورونو له مخې مې ، چې په ذهن کې مې ساتلي ول ، وپېژندو، چې همدا جلال اباد دى ؛ ځکه ښکليو په زړه پورې نويو ودانيو او د ښار په زړه کې د سرک دواړو غاړو ته د امير شهيد او سراج العمارت باغونومې پاملرنه ځانته راواړوله، چې ور سره جوخت مې د سپين غر هوټل بڼ او دپوهنتون روغتون ودانۍ تر سترگو شوه.
له جلال اباد څخه تېر شو او د درونټې برېښناکوټ مې وليد. له ترکمن څخه مې پوښتنه وکړه ،چې دا د درونټې ډېم دى ؟ نو هغه وويل هو! دا د درونټې ډېم دى .
له درونټې څخه تر اوښتو وروسته مې له لږ واټن ولو وروسته د ادب او فرهنگ د ځلانده ستوري گل پاچا الفت پر لېسې سترگې ولگېدې. گاډى روان و، چې يوه پراخه دښته او زاړه نړيدلي کورونه مې تر سترگو شول ، چې ور سره په څنگ کې د سړک په غاړې دوه پوليس د يو موټر سره ولاړ ول .زمونږ موټر يې هم د تلاشۍ په موخه ودراوه . موټر ته يې کښته پورته وکتل او بيا يې پوښتنې او پلټنې پيل کړې. زما په څنگ کې ناست بغلاني هلک په ټوله لاره په هر ځاى کې به، چې تلاشي وه، دوى ته ښکنځلې کولې اوويل به يې ، چې هسې بې ځايه بې ځايه تلاشي اخلي . کله، چې دده خوا ته را ورسېدل ؛نو له ده څخه يې پوښتنه وکړه ،چې چرته ځې؟ ده ورته وويل بغلان ته . بيا يې ورسره پارسي پيل کړه او تذکره يې ترې وغوښته، خو ده ورته وويل ، چې له ماسره نشته . خبرې يې سره ترخې شوې ، خو د پوليسو يو بل تن ورته وويل ، چې بس؛ پرېږده، چې ځي؛ نو گاډى پخپل لوري روان شو.
گاډى له سرخکانو او سرکونډوبابا تېر شو، د ورېښمينو تنگي ته ورسېدو. له ترکمن څخه مې پوښتنه وکړه ،چې دا ماهيپر دى ؟
هغه راته په ځواب کې وويل: نه! دا دوريښمينو تنگى دى ، ماهيپر ته لاره شته . اوس سروبي ته روان يو.
په تنگي کې مې ښکليو او شنو اوبو ته ټوله پاملرنه واوښته. اوبه به، چې پر تېږو ولگېدې ؛ نو سپينې سپينې به تويېدې او د شنو اوبو غېږې ته به ورسېدې . په زړه کې مې راوگرځېدل ، چې کاشکې دلته اوس مې کېمره واى ، چې د خپل گران هېواد په دې ښکلي تاريخي تنگي کې مې د دې ښکليو اوبو تر څنگه خپل څو انځورونه اخستي واى.
له څه واټن وهلو وروسته مې يو درز واورېده ، په گاډي کې ناستوکسانو خير ، خير وويل ، چې گاډى ودرېد ، ترې راکښته شو؛ ځکه ، چې دا غږ د موټر دټاير چاودنې و . موټروان په پوره چټکۍ ټاير بدل کړ، خو ما د ملا بور جان د قبر پوښتنه له هيچا ونه کړه. سروبي ته ورسېدو، د نغلود ډېم ولاړې اوبه مې وليدې ، خو چا راته د زرداد له تمځايه معلومات را نه کړل . داسې ښکارېده ، چې دلته هيڅ نه دي پېښ شوي .
ماهيپر ته په رسېدو راته ترکمن په خپله وويل ، چې دا ماهيپر دى .
ما اورېدلي وه ،چې د ماهيپر لاره څه موده د ترافيکو پرمخ تړلې وه اوخلکو به ويل ، چې دڅرخي پله په تنگي کې لاره خرابه ده او جوړېږي ، خو يو شمېر نورو بيا ويلي، چې دلته شهپر ته نژدې په غره کې يو غار دى ، چې د شامقصود پر تيږو سربېره په کې نور قيمتي مواد هم تر لاسه شوي او هره ورځ ترې په چورلکو کې بهرنيان مواد لېږدوي ؛ نو زما هم نوموړي غار ته ډېره تلوسه وه ، چې کله به دا غار را رسېږي . کله ، چې نوموړې سيمې ته ورسېدو ، پاس په غره کې رښتيا هم غار ښي لوري ته کنستل شوى و او يو ډول سپينه خاوره ورنه راښويېدلې وه ؛ نو زما زړه ته هم راغلل ، چې کېدى شي ، چې د لارې دبندېدو هدف همدا غار وي ؛ ځکه په ټوله لاره کې داسې کوم ځاى ونه ليدل شو، چې هغه دې گوندې نوى ترميم شوى يا جوړ شوى وي .
په همدې سوچونو کې گاډې د څرخي پله له پلټونکيو ور تېر شواو اډې ته ورسېدو. له موټر څخه راکښته شوم ، ښاغلي فضل الرحمان مظهري ته مې تېلېفون وکړ ،چې د څرخي پله اډې ته را ورسېدم. اوس څه وکړم ؟ هغه راته وويل : له هغه ځايه په موټر کې راکښېنه او په پل خشتي کې به ترې راکوز شې .
په همدې نيت په ټونس موټر کې کښېناستم او د پل خشتۍ پر لوري گاډى روان شو، په موټر کې راسره په څنگ کې يو پښتون ناست و ، چې دامريکايانو د موټرو له تېرېدو سره يې ورته مناسبې ښکنځلې وکړې . ما يوازې اخوا دېخوا کتل ، خوو مې پوښته ، چې وروره! د څرخي پله زندان چرته دى ؟ هغه راته وويل: هغه، خو ډېر وروسته پاتې شو . ما وويل: خير دا يو ارمان ، خو له ديدنه پاتې شو.
پل خشتي ته د موټر په رسېدو له موټر څخه کوز شوم او ښاغلي فضل الرحمان مظهري ته مې بيا ټېلېفون وکړ ، چې له موټر څخه کوز شوى يم. اوس څه وکړم ؟ هغه راته وويل ،چې له سيند څخه ښي لاس ته را واوړه او دا د مخابراتو وزارت لوړه وداني ، چې گورې په همدې لوري را راون شه .
زه هم دده د غږ لارښود له مخې روان شوم . په لاره کې مې خپل د پېښور يو ټولگي وال عبدالحسيب ملکزاده ،چې يې کور په کابل کې و او اوس يې په کومه موسسه کې دنده تر سر کوله، راته وويل ، چې څه کله راغلې؟ ما ورته ووېل: همدا اوس راورسېدم. د حال احوال له پوښتنې وروسته يې راته وويل : راځه ما سره پاتې شه. ما ورته وويل ،چې اوس مې د بل چا سره وعده کړې بيا به گورو. هغه وويل ، چې ځه ؛ نو زه به درسره ټېلېفوني اړيکې ساتم ، خو تر اوسه يې اړيکې نه دي ټينگې شوي .
د مظهري صاحب خواته ور روان شوم . بيا مې ټېلېفون وکړ، چې چرته يې ؟ ويې ويل ،چې د پوهنې وزارت پوښتنه وکړه او پر لوري يې راشه . زه هم په پوښتنه همغه لوري ته روان شوم . هلته په رسېدو مې د مظهري صاحب د راتگ لاره څارله، چې له لږ ځنډ وروسته را ورسېد او ديدن مو سره وشو.
راته يې وويل : راځه،چې اوس د پژواک خبري اژانس دفتر ته لاړ شو نورې خبرې به هلته سره کوو. زه هم ورپسې روان شوم . په لاره کې يو هوټل ته ور وگرځېدو. دغرمې له ډوډۍ خوړلو وروسته دپژواک خبري اژانس د دفتر پر لوري وخوځېدو.
هلته په رسېدنه له څو شېبو وروسته مې دښاغلي يونس برهان سره ديدن وشو . نوموړي وويل ،چې اوس به دلته له مونږ سره کښېنې او ماښام به بيا کور ته لاړ شو او نورې خبرې به هلته سره وکړو. ما هم ورسره ومنله. د ماسپښين لمانځه وخت و ما هم بې له ځنډه اودس وکړ ، جماعت هم تيار و.
ښاغلى جاوېد هميم پر مصلې ناست و. له نوموړي او يو بل تن سره، چې ومې نه پېژاند له روغبړ وروسته مو د ښاغلي جاوېد هميم په امامت کې مونځ ادا کړ .
له لمانځه وروسته د مظهري صاحب ترڅنگ نوموړي سره په دفتر کې کښېناستم او خپل لپ ټاپ کمپيوټر يې راته راوړاندې کړ، چې: په دې کې ته کار کوه ، چې زړه دې تنگ نه شي . ما هم په لپ ټاپ کار پيل کړ.
((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ويبپاڼې –scprd.com ته ورغلم ، چې په کې د لښکر اسلام د بنسټوال او د امر بالمعروف د څانگې د مشر حاجي ملک نامدار د وژنې خبر يې خپور کړى و. بيا مې د پاکستان دجيو تلويزيون وېبپاڼه راواړوله، چې په پېښور کې يې د پاکستان پر هوايي ځواکونو له چاودنې خبر ورکړى و .
سمدلاسه مې خبر کاپي کړ او پښتو وېبپاڼو ته مې راوژباړه . له ټولو لومړى مې ټول افغان وېبپاڼه وکتله ، خو هلته ښاغلي عبدالهادي حيران له مخکې دا خبر خپور کړى و ، بيا مې لر او بر وېبپاڼه وکتله ، هلته هم خپور شوى و. ورپسې مې روهي وېبپاڼه وکتله ، هلته بل چا خپور کړى و، خو ډېر کمزورى خبر و او د مړو شمېره يې هم کمه ښودلې وه ، نو بې له ځنډه مې نوموړې وېبپاڼې ته ورپورته کړ.
د ياهو ډاډ کم له لارې پر ليکه شوم او ښاغلي جاوېد هميم سره مې خبرې پيل کړې ، چې نوموړى هم د همدې دفتر په بله خونه کې ناست و .
له جوړ په خير وروسته مې ورته وليکل:
خالد راته ويلي وه، چې کابل ته ځم آيا هغه کابل ته راغلى دى ؟
هغه راته وويل ، چې هو! نن کابل ته راغلى. د خالد احمد کاکړ نمبر مې ورڅخه وغوښت او هغه هم راکړ . له خالد احمد کاکړ سره مې اړيکه ونيوله او هغه هم راته د خپل راتگ زيرى راکړ .
بيا مې ښاغلي جاوېد هميم صاحب ته وويل ، چې ماسپښين لمونځ، خو مې ستا په امامت ادا کړ .
ويې ليکل ، چې تاولې ځان راونه پېژاند؟ ما ورته وليکل ، چې خير دى وروسته په سره پېژندنه وشي . بيا يې راڅخه د خپل ټولگيوال ، ملگري او زما د تره مولوي عبدالرحمان فائق پوښتنه وکړه ، چې ما هم د نوموړي په اړه ډاډ ورکړ.
کله ، چې د مازيگر لمونځ وخت شو له کوټې راووتم . مخامخ ښاغلى جاوېد هميم پر مصلې ناست و ، له رسېدنې سره سم يې راسره روغبړوکړ.
له لمونځ وروسته بيا کمپيوټر ته کښېناستو او ترماښامه ناست و ، بيا مو هم د ماښام لمونځ په جماعت ادا کړ او د پژواک له دفتره ووتو.په لاره کې مو له ښاغلي هميم سره مخه ښه وکړه اود ښاغلي يونس برهان اوفضل الرحمن مظهري صاحب په ملتيا د کور پر لوري روان شو . د برهان صاحب کور ته ورسېدو له خبرو اترو او ماسخوتنۍ وروسته مو د خوب غېږې ته پناه يوړه .
سهار وختي فضل الرحمان مظهري صاحب راپاڅولم ، چې د لمانځه لپاره نږدې جومات ته ځو. زه هم ورسره روان شوم. د لمانځه له ادا کولو وروسته بېرته راستانه شواو زه په خپل ځاى کې ويده شوم.
له يوې سترگې خوب کولو وروسته برهان صاحب راپاڅولم اورا ته يې د چايو د تياري خبر را کړ. دچايو له څښلو وروسته د ((جمعيت اصلاح وانکشاف اجتماعي افغانستان )) دفتر ته، چې په خوشحال مېنه کې موقعيت لري او د اسلامي کولتور د ودې او پراختيا لپاره هلې ځلې کوي ، زه او برهان صاحب په گډه لاړو او هلته مو له ښاغلي عبدالفتاح جواد او رحيمزي صاحب سره ديدن وشو .
ښاغلي برهان اود جمعيت نوروغړيو په خپلوکې د يوراروان سيمينار لپاره دبلنليکونوپر ترتيب اخته شول او زه ورسره ناست وم. د بلنليکونو له ترتيب وروسته هغوى يې د وېش لپاره وخوځېدل او زه د نوموړي جمعيت کتابتون ته ننوتم . هلته مې پر بېلابېلوديني او فرهنگي کتابونو سترگې تېرې کړې د مجلو او اخبارونو له لوستو وروسته مې سترگې د(قيصراو کسرا) پر کتاب ولگېدې. کتاب مې را واخيست او پر لوستنه يې اخته شوم.
پر لوستنه بوښت وم، چې دغرمنۍ بلنه را کړل شوه . ډوډۍ مو د دفتر له غړيو سره گډه وخوړه او د لمانځه له ادا کولو وروسته بېرته کتابتون ته ور دننه شوم . د ياد شوي کتاب پر لوستنه مې بيا پيل وکړ. پر لوستنه بوښت وم، چې له پېښوره راغلي ځوان ممثل او ژورنالست ښاغلي محمدعارف همدرد راته ټېلېفون وکړ. لومړى يې ډېرې گيلې وکړې ، چې کابل ته راغلى يې او زه دې نه يم خبر کړى. بيا يې د ورتگ بلنه راکړه . ما ورته وويل : گيله دې منم، خو ستا نمبر له ما سره بند ښودل کيږي. ښاغلي همدرد وويل : گوره ما تاته په پېښور کې بل نمبر درکولو، خو تا وانخست . بيا يې وويل ،چې زه اوس تاته د پلتخنيک سره ولاړ يم ، اړينه يې وگڼه او راشه . ما هم کتاب د کتابتون ځانگړي ځاى ته ورساوه او د هغه پر لوري په روان تکسي کې ور وخوځېدم. له رسېدنې سره سم يې خپلې خوږې خبرې پيل کړې. په خبرو خبرو راسره د مرکز پر لوري راغى او د يوڅه وخت له تېرولو وروسته يې وويل ، چې نن به ما سره ځې، خو ما ورته وويل ، چې زما دلته پاتې کېدل اړين دي . بيا هغه د خپل ځاى پر لوري وخوځېد او ما دخپل په زړه پورې کتاب لوستنه پيل کړه.
د مازيگرپه رارسېدو د لمانځه لپاره راپاڅېدم . له سلام گرځونې او دعا وروسته ، چې مې له کړکۍ بهر ته وکتل يو څوتنه ځوانان له يو تن سره ، چې لږ په عمر پوخ و، دفتر ته راروان ول. زه د کتابتون لوري ته روان شوم، چې دې کې جواد صاحب راباندې غږ وکړ : له دغو ځوانانو سره چکر ووهه . ما ورته وويل: نه! زه مطالعه کوم . هغه وويل : چکر ووهه مازيگر دى ، چې زړه دې لږ آزاد شي. نن دوى د قرغې شنې سيمې ته ځي . ما هم، چې د قرغې نوم د پېښور سردرياب ته ورته اورېدلى و او پوهېدم ، چې د سيال ځاى دى ؛ نو ورسره مې ومنله.
له لږ تمکېدو او دملگرو له پوره کېدو وروسته پوه شوم ،چې دا په عمر پوخ کس ډاکټر خالد راشد دى او دا نور ځوانان يې د کړۍ(حلقې) شاگردان دي ، چې نن يې ځانگړې حلقه د قرغې په سيمه کې ده .
په هره توگه د قرغې پر لور وخوځېدو . له رسېدنې سره سم د قرغې اوبو ته لاړو هلته مو د اوداسه له کولو وروسته په جماعت لمونځ اداکړ او له ځان سره راوړي خټکي مو وخوړل .
له دې وروسته پر اديني او ټولنيزو پوښتنو ذهني سيالي پيل شوه او راغلي ځوانان په دوه ډلو ووېشل شول ، خو په پاى کې دواړه گروپه بريالي او گټونکي ونومول شول .ماښام نژدې و، چې له قرغې څخه بېرته په موټر کې راکښېناستو او د مرکز پر لوري را روان شو. په لاره کې موټر د يو جومات ترڅنگه ودرېد؛ خو، چې کتل مو جمعه شوې وه . مونږ خپله درۍ مو وغوړوله او ډاکټر خالد راشد صاحب د امامت لپاره مخکې شو. د سيمې يو شمېر خلک ، چې جمعه ورڅخه شوې وه هم له مونږ سره ودرېدل او جمعه مو ادا کړه .
له هغه ځايه د مرکز پر لوري راوخوځېدو او زه يې له مرکز سره کوز کړم او نور هغوى لاړل.
زه بيا کتابتون ته لاړم او بيا مې ځان پر مطالعه اخته کړ. د څه وخت له تېرېدو وروسته مظهري صاحب او برهان صاحب هم راغلل او د ورځې په اړه يې راڅخه پوښتنه وکړه ، چې دلته تنگ شوى نه يې ؟ ما ورته وويل، چې نه ؛ ډېر خوشحاله وم . کور ته د تگ غوښتنه يې وکړه ، خو ما همدلته په پاتې کېدو ټينگار ورته وړاندې کړ. را سره ومنل شوه او د ماسخوتن ډوډۍ مو هدلته په دفتر کې گډه وخوړه .
بيا د مرکز تالار ته لاړو او د ماسخوتن مونځ موپه جماعت ادا کړ . ښاغلى مظهري او برهان صاحب کور ته لاړل . ما هم په ټاکلي او ځانگړي ځاى کې د خوب غېږې ته پناه يوړه .
سهاربيا د لمانځه لپاره راپاڅېدم او د لمانځه له ادا کولو وروسته کتابتون ته لاړم او خپله مطالعه مې پيل کړه . کله ، چې د چايو وخت شو د دفتر له غړيو سره مې په گډه سهارنۍ وخوړه . دې کې راته ښاغلي محمدعارف همدرد ټېلېفون وکړ، چې ده افغانانو ته راشه، اړين کار مې درسره دى .
زه هم په روان ښاري تکسي کې ده افغانانو ته په پوښتنه ورسېدم . هلته له ډېر ې تمکېدنې وروسته همدرد صاحب راغى او راته يې وويل، چې په کارتۀ سه کې زما يو دوست دى؛ هلته يوځل ورځو او بيا به نور گورو، چې چېرته چکر ولگوو .
ما ورته وويل ، صحيح ده؛ نو پر يوښاري تکسي يې ورغږ کړ: ماما ! چرته مېري ؟ ور نژدى شوبيايې ورته وويل : کارته سه ته ځې کنه ؟ هغه ورته وويل ، چې هو ځم ، خو نوموړي زياتې پېسې غوښتې ، چې اوس رانه هېرې دي ؛ نو ترې تېر شو . بيا يې بل ښاري تکسي ته غږ وکړ، چې: ماماچرته مېري ؟ هغه پښتون و؛ په خندا يې ورته وويل ،چې چرته ته مېري ؟ همدرد صاحب ورته وويل ،چې کارته سه ته ځم. ورته يې وويل بس شل افغانۍ راکړئ. مونږ هم ورسره ومنله او د دوه درې نورو کسانو له پورته کولو وروسته د کارته سه پر لوري روان شو. په څنگ کې را سره يو پښتون کښېناست ، چې دامريکايانو د موټرو پر تېرېدو يې ښې ډېرې ښکنځلې وکړې . بيا يې پرې تبصرې پيل کړې.ويل يې ،چې لس فيصده افغانان هم ددې طرفدار نه دي، خو څه وکړو الله پاک راباندې حاکم کړي دي.
په خبرو خبرو کې کارته سه ته ورسېدو او خپل هدف ته مو ځان ورساوه . همدرد صاحب له خپل ملگري سره زما پېژندگلوي وکړه او د چاى څښلو په بهير کې يې نوموړي ته يو څو نېکې مشورې ورکړې . له هغه ځايه د مرکز پر لوري پياده را وخوځېدو. په لاره کې يې بيايو ټکسي ته ور غږ کړ ، چې ما ماچرته مېري ؟ هغه ورته وويل : چرته، چې ته غواړې .
همدرد صاحب ،چې د هېواد يو تکړه ممثل هم دى په لاره کې يې راته ډېرې نخرې وړاندې کړې او ډېر يې وخندولم .کله ، چې پر يو شربت والا وربرابر شو؛ هغه ورته پارسي ويله او ده به ورته پښتو، خو هغه يې هم وخندولو. ماته هغه وويل، چې فلم ،خو به نه ډکوي ؟ ما ورته وويل ته ورڅخه پوښتنه وکړه ، چې څه چل دى .
له هغه ځايه د کابل پوهنتون دجنوبي ور تم ځاى ته ورسېدو . پوښتنه مو وکړه، چې خوشحال خان مېنې ته موټر له کومه ځايه ځي ؟ يو لاروي وويل ، چې له دې ځايه کوټه سنگي ته لاړشئ او بيا له هغه ځايه نور موټر ځي . مونږ هم يو بس ته وروختلو. په بس کې د ناستې ځاى نه و ، ودرېدو. کلينر راغى او د کرايي غوښتنه يې وکړه ، له ماسره ماتې پيسې نه وې؛ نود سلو نوټ مې ورته راووېست، خو همدرد صاحب وويل نه ! له ماسره ماتې شته . کلينر د کرايي غوښتنه ترې وکړه، خو همدرد صاحب ورته وويل ، چې(( پيسې نه درکوم ؛ ځکه ، چې دا ملي بسونه دي . ولې مونږ دومره حق نه لرو ،چې په خپل بس کې مفت لاړ شو ؟ )) خلکو وخندل ماته يې هم خندا راوستلې وه . بيا يې ورته وويل ، چې مونږ زده کوونکي يو، نيمه کرايه درکوو، خو کلينر پخپله خبره ټينگ ولاړ و ، چې زما پيسې پوره راکړه . همدرد صاحب لس افغانۍ ورکولې، خو هغه نه اخستې. ويل يې تاسو، خو څلور کسان ياست شل افغانۍ کېږي. مونږ سره په مخامخ سيټ کې دوه پښتانه ناست ول ، چې د همدرد صاحب پر خبرو پوهېدل او ډېر سخت په حيرت کې ول او خندل يې هم . کلينر گومان وکړ ،چې گواکې دا هم له دوى سره دي،. خو ما ورته وويل ،چې دا له مونږ سره نه دي . کلينر قانع شو او لس افغانۍ يې واخيستې، چې کوټه سنگي را ورسېدوله موټره کوز شو او هغو دوه پښتنو يو بل ته ويل (( لکه ، چې له پېښوره راغلي دي؛ ځکه نابلده دي)) همداسې يې مونږ پسې راکتل ، خو د خبرو کولو هڅه يې ونه کړه.
له هغې ځايه د جمعيت اصلاح و انکشاف اجتماعى افغانستان پر لوري را وخوځېدو. تيارې ډوډۍ ته ورسېدو. ډوډۍ مو، چې وخوړه؛ دچاى له څکلو وروسته مو لمونځ ادا کړ . له لمانځه وروسته ددفتر يو غړي قاري صاحب روح الله راته وويل ، چې دلته يو کتاب دى ، د هغې پوښتۍ که راته ډيزاين کړې . ما، چې د کتاب پښتۍ ډيزاين کړه ؛ همدرد صاحب راياد شو، چې ورغلم هغه تلى و . ټېلېفون مې ، چې ورته وکړ هغه وويل : زه لاړم ، بيا به سره گورو. ان شاء الله ،خو ما ورته وويل ، چې لږ ودرېږه يو ځل به سره وگورو، چې ونه شوه زه هم ورپسې ور روان شوم، تر پلتخنيک پورې ورسره پياده لاړم . بيا هغه له هغې ځايه بس ته پورته شو او زه هم د باغ بالا په لور روان شوم . هلته د سړک په غاړه يوه شېبه کښېناستم ، چې د لږ وخت په تېرېدو سره د مازيگر د لمانځه وخت شو. نزدې جومات ته لاړم او مونځ مې ادا کړ. د لمانځه له ادا کولو وروسته د باغ بالا غونډۍ ته وختم او ټوله سيمه مې له سترگوتېره کړه . له هغه ځايه بېرته د مرکز پر لوري را خوځېدم . مرکز ته، چې را ورسېدم د ماښام د لمانځه وخت و؛ د ماښام دلمانځه له ادا کولو وروسته د مرکز په تالار کې (دآخرت د ياد) تر سرليک لاندې د ټاکل شوي اوونيز ديني پروگرام پيل شو، چې گڼ شمېر ځوانان او د مرکز غړي په کې برخمن ول. ډېرې گټورې خبرې په کې وشوې ، چې په پوره پاملرنه گډونوالو واورېدې.
د ماسخوتنۍله خوړلو وروسته مې د ماسخوتن لمونځ ادا کړ او له مظهري صاحب سره مې خپله خبره راياده کړه ، چې زه به له خيره سره سبا ته د پېښور پر لوري وخوځېږم . هغه هم د شپې په مرکز کې پاتې شو او له څه نا څه خبرو وروسته ويده شو. د سهار لمانځه ته راپاڅېدو ؛ په دفتر کې دننه اعلان وشو ، چې ټول سوره کهف ووايي او بيا د سبا اذکار په گډه وکړئ.
ما هم سوره کهف تلاوت کړ؛ ځکه د جمعې ورځ وه او په ثواب يې خبر وم، خو د سبا له اذکارو بې برخې؛ ځکه شوم ، چې پېښور ته راروان وم .ځان مې تيار کړ او مظهري صاحب مې هم له ځان سره د کوټه سنگي پر لوري روان کړ. هلته يې په موټر کې کښېنولم او لارښوونه يې راته وکړه . بيا ده افغانانو ته ورسېدلم او له هغه ځايه د څرخي پله په موټر کې کښېناستم او بيا له هغه ځايه د پېښور پر لوري را وخوځېدم .
په تورخم کې راته بيا مظهري صاحب ټېلېفون وکړ ،چې چرته يې ؟ ما ورته وويل ،چې تورخم ته رسېدلى يم.
له تورخمه بيا د پېښور په موټر کې کښېناستم او گل حاجي پلازې ته مې ځان ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) ته را ورسولو، چې پرته له دمې مې خپل ورځنى کار را پيل وکړه .