27.08.2008
- habibi
له کلونو راهيسې يو ستر ارمان تخڼولم ،چې کله به د خپل وران شوي ټاټوبي اوغرني هېواد ديدن را په برخه شي . په هره توگه دا ورځ راغله او د خپل هېواد د ليدو شرايط راته برابر شول .دروان ٢٠٠٨ ع کال داگست پر ١٢ سهار وختي د پېښور له څوکنو څخه د حاجي کيمپ اډې ته وخوځېدم. اډې ته ،چې ورسېدم؛ فلاينگ کوچ ډک و ، خو يوازې د يو کس ځاى په کې و ،چې زما په ورتگ د ناستو خلکو تشه ډکه شوه . په گاډي کې مې له پېښور څخه د تورخم پر لوري حرکت وکړ....
08.09.2008
- habibi
سوزان له يو برمايي مسلمان عبدالقادر سره چې په مريلنډ کې اوسيږي واده وکړ. عبدالقادر د بوټانو په يوه کمپنۍ کې د مامور په توګه دنده تر سره کوي او د هفتې د ورځې رخصتي يي د لورل جومات د خدمت لپاره ځانګړې کړي. يوه ورځ يې ماته د خپلو ستونزو په اړه داسې و ويل چې: "زما ميرمن عيسوۍ ده موږ دوه لوڼې لرو چې زه د هغوى د راتلونکي لپاره انديښمن يم، ما يوه ورځ خپلې ميرمن ته دعوت ورکړ چې زما سره جومات ته راشي خو هغې زما بلنه ونه منله، زه نه پوهيږم چې څه وکړم؟"
ما ورته لارښونه وکړه چې خپله ميرمن...