سوزان له يو برمايي مسلمان عبدالقادر سره چې په مريلنډ کې اوسيږي واده وکړ. عبدالقادر د بوټانو په يوه کمپنۍ کې د مامور په توګه دنده تر سره کوي او د هفتې د ورځې رخصتي يي د لورل  جومات د خدمت لپاره ځانګړې کړي. يوه ورځ يې ماته د خپلو ستونزو په اړه داسې و ويل چې: "زما ميرمن عيسوۍ ده موږ دوه لوڼې لرو چې زه د هغوى د راتلونکي لپاره انديښمن يم، ما يوه ورځ خپلې ميرمن ته دعوت ورکړ چې زما سره جومات ته راشي خو هغې زما بلنه ونه منله، زه نه پوهيږم چې څه وکړم؟"

ما ورته لارښونه وکړه چې خپله ميرمن زموږ کره د يو ماښامي لپاره راولي تر څو زما له ميرمنې سره په ليدو کتو کې ډاډګېرنه ترلاسه کړي. زموږ د دې ليدنې د ښې پاېلې له برکته سوزان له دې وروسته په منظمه توګه جومات ته راتلل او له ځوانانو سره يي د قران کريم د تفسير ځانګړي حلقه تعيب کړه.

يو څو اونۍ ښې تېرې شوې، يوه يکشنبه ما د قران کريم د تفسير درس ورکاوه چې د يو څو ايتونو له تشريح څخه وروسته مې له زده کوونکو څخه څو پوښتنې وکړې. سوزان يوه پوښتنه وکړه چې يوه زده کوونکي زما څخه وار ړومبى کړ او هغه پوښتنه يي ځواب کړه، سوزان زما له حيرانتيا سره سمدستي په ژړا پېل وکړ، د اغلې ژړا خلک هيښ کړل چې وروسته عبدالقادر له لاسه ونيوله او تر خپل کوره يي ورسوله. 

وروسته مې له عبدالقادر څخه د سوزان د ژړا د لامل په اړه و پوښتل هغه را ته و ويل: "فکر نه کوم چې سوزان دي بيا جومات ته راشي. ځکه سوزان فکر کاوه چې د اغلې پوښتنې هغه کس په تکليف کړ چې د دې پوښتنې ته يي جدي ځواب ورکړ ځکه دا نه غواړي چې خلک په تکليف کړي".

ما ورته و ويل چې زموږ د پوهې او قضاوت له مخې ځواب ورکوونکى نه و په تکليف شوى بلکې هغه يوازې په جدې ډول کتل. عبدالقادر مې تشويق کړ چې "سوزان په سړو مغزو او ارامه سره پوه کړي چې د پاکستان او هندوستان خلک جدي ښکاري دې ته ورته پېښې به تاسو په هوايي ډکر يا بازار کې هم و وينئ چې دا زموږ کلتوري وروستوالى دى"

سوزان کرار کرار دا خبره ومنله او له يو څو مياشتو وروسته يي جومات ته د دوېم ځل لپاره راتلل پېل کړل. اغلې د هرې اونۍ له درسونو څخه د اسلام په اړه ډېر څه زده کړل، هغې په دې حلقه کې د اسلامي عقېدې د ارزښت  په اړه ډېر ګټور سوالونو او ځوابونه پيدا کړل. هغې په جومات کې له مسلمانو ميرمنو سره ملګرتيا پيدا کړه او د اسلام او اسلامي عقېدې لپاره زياته و هڅول شوه او ورځ تر بلې د عزت ميرمن ورڅخه جوړېدله. هغې د ژوند له نوې لارې سره  ډېره مينه پيدا کړه  او د دې اميد ورڅخه پيدا شو چې دا غواړي اسلام ومني. او دا ځانګړى ابتکار الله (جل جلاله) ماته را په برخه کړ چې په هغې مي د شهادت کلمه و ويله. له کلمې ويلو وروسته اغلې زموږ مسلمانه خور شوه. او له دې وروسته يي له عبدالقادر سره په جومات کې اسلامي ازدواجې نکاح تازه شوه چې له هغه سره يي اسلامي ازدواجي اړيکې نورې هم ټينگې شوې.

سوزان له دې وروسته د اسلامي ارزښتونو په پېژندلو سره ډېر خوند واخيست او اسلامي محيط هغه نوره هم بختوره کړه. ما د نکاح د تړلو په وخت کې ورته وويل چې اوس په خاوند لازمه ده چې ښځې ته مهر ورکړي، هغه که پيسې وي او يا  بل څه. او داسې مې ورته وويل چې دا د ښځې شخصي حق دى  چې څنګه يي کاروي کارولاى يي شي او د هغې خاوند د مهر په ادا کولو سره مجبور دى. 


عبدالقادر هم په ډېره لېوالتيا سره د مهر ادا کول ومنل. سوزان په دې خبره ډېره سخته حيرانه شوه چې اسلام ښځه څومره لوړ مقام ته رسوي او څومره حقوق يي ښځې ته ورکړي دي .

او دې کار  د اغلې د اسلامي عقېدې په ټينګوالي کې ډېر مهم رول ولوباوه او دې حالت د ټول مريلنډ په ځمکه کې ځاى ونيو. دا به ډېره په زړه پورې وي ، چې دې ته ورته نورې پېښې هم د ميشيگان په ايالت کې څوکاله وروسته ځاى ونيسي.

زه د توحيد جومات امام يم او زما له کارونو څخه يو دا دى ، چې د دې ځاى د خلکو نکاح وتړم .

يوه ورځ يو مسلمان ځوان له ما وغوښتل چې د نوموړي نکاح له يوې جينۍ سره وتړم . ما ورته په اسلام کې د ښځې او خاوند حقوق له مهر سره  پوره په تفصيل بيان کړل . هغوى دواړو د دې ټولو خبرو له منلو وروسته موافقه وکړه او د ښځې د مهر فارمونه يې ډک کړل. له دې وروسته هغوى له ما څخه د نکاح  په اړه د څو پوښتنو غوښتنه وکړه. ما ورته وويل چې خپلې ټولې پوښتنې وکړئ.

نو ښځې وويل زه خو کوم سوال نه لرم. سړي وويل  زه خو به ښځې ته مهر ورکړم او دا به ددې شخصي حق شي خو آيا په ښځه باندې هم زما لپاره څه شته ؟ ما ورته وويل ،چې په اسلام کې مهر يوازې د ښځې لپاره دى. د دې خبرې په اورېدو د هغه مېرمن ډېره زياته  حيرانه شو لکه سوزان.

چې اسلام ښځې ته څومره په درنښت قائل دى. هغه هم له دې خبرو ډېره زياته خوشحاله ښکارېده. هغې و غوښتل چې سعيدې ته تېلېفون وکړي له هغه وخته چې هغه غټه شوې وه او هر چاته ډېره ښکلې ښکارېده. له ډېرې سپېڅلتيا، پوهې، اخلاص او د زړه له کومې يي اسلام منلى و .

هغې ډېر زر د اسلامي لباس اغوستل له دې پرته چې د خپلو ګاونډيانو او خلکو پيغورونه او خبرې په نظر کې ونيسي پېل کړل.

هغې خپله کشره لور چې په لومړني ښوونځې کې وه وهڅوله چې پوړنى په سر کړي او ښوونځي ته سر پټې لاړه شي. هغه په دې هم پوهېده ،چې په ښوونځي کې به د هغې لور د نورو انجونو له سپکاوي  اوسپين سترگۍ سره مخ شي.

ما ورته وويل ،چې د وړو نجونو لپاره اوس مهال دا دومره اړينه نه ده چې په ښوونځي کې ورباندې ځان د نورو نجونو د سپکاوي  کړي . خو سعيدې په دې خبره تاکيد وکړ چې ځوانې نجونې بايد سر له اوسه له اسلامي ارزښتونو سره اشنا شي او د ژوند اسلامي لاره غوره کړي.

سعيده او د هغې دواړه لورگانې اوس اسلامي لباس اغوندي او په دې لباس کې ډېرې په زړه پورې معلومېږي. په ځانګړې ډول هغه وخت چې کله په دوکان کې څه اخلي او يا د خلکو په منځ کې روانې وي .

دا دهغې خپله عقېده وه د هغې خاوند به کله ناکله په خپله مېرمن باندي خندل. چې موږ الله (جل جلاله) مسلمانان پيدا کړي يو او زمونږ ماحول په يو لړزانده حال کې دى .

عبدالقادر او سعيده اوس ډېر ښکلى  او له خوښيو ډک کورنى ژوند لري.