يادونه :

دا فتوا په eslahonline.net کې هم خپره شوېده

پوښتنه :
ايا زه په روژه کې له خپلې مېرمنې سره د مينې د ښکاره کولو خبرې کولى شم او يا ورته داسې ويلى شم ، چې له تاسره مې مينه ده ؟
جواب : الشیخ محمد صالح المنجد
الحمدلله
سړى د روژې په حالت کې هم دخپلې ښځې سره او همدا ډول ښځه هم له خپل خاوند سره  لوبې کولى شي . مگر په دې شرط چې دواړه خپل ځان په پوره کنترول کې ولري په دې معنى ، چې انزال ترې ونه شي (يعنې مني ترې بهر راونه وځي) .
او که چېرته د دواړو شهوت ډېر زيات و او ددې امکان و ، چې انزال وشي نو په دې صورت کې بيا روانه ده چې له خپلې ښځې سره لوبې وکړي ، ځکه دمني وتل روژه فاسدوي. الشرح الممتع ( 6 / 390 ) ۔
په روژه کې خپلې ښځې څخه مچې اخستل او يا ورسره په يواځې والي کې لوبې کول په لاندې دليلونو ثابت دي :
عائشه رضى الله تعالى عنها فرمايي ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به له هغې څخه مچې اخستله . پېغمبر صلى الله به په خپل ځان له تاڅخه ډېر کنترول درلود.
 صحیح بخاری حدیث نمبر ( 1927 ) صحیح مسلم حدیث نمبر ( 1106 )
 په يو بل حديث کې راغلي دي ، چې عمرو بن سلمه رضى الله تعالى عنه فرمايي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه ، چې روژه دار سړى له خپلې ښځې خڅه مچې اخستلى شي؟
نورسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : له دې څخه پوښتنه وکړه (ام سلمه رضى الله عنها نه ) ام سلمه رضى الله عنها و فرمايل ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په روژه کې داسې کوي(يعنې په روژه کې مچي اخلي) صحیح مسلم حدیث نمبر ( 1108 ) ۔
د سعودي عربستان ستر مفتي شيخ ابن عثيمين رحمه الله فرمايي :
د مچي اخستلو برسېره خپلې ښځې ته غاړه ورکول هم د مچي کولو حکم لري او په دې کې کوم فرق نشته . الشرح الممتع ( 6 / 434 ) ۔
د پورتنيو دليلونو له لامله ته کولاى شې ، چې خپلې ښځې ته ووايې ، چې زه له تاسره مينه لرم او يا هغه تاته ووايي ، چې زما له تاسره مينه ده . په دې باندې روژې ته کوم ضرر نه رسېږي.
واللہ اعلم .