محترم ورور عبدالرزاق حبیبي صاحب سلامونه، نیکې هیلې او ښې چارې مو و منه

الله پاک دې وکړي چې جوړ، روغ او د  ژوند په ټولو چارو کې د بشپړې بریا خاوند وې.

لومړی اجازه راکړی چې د مومند د ښکلي ویبلوګ د جوړیدو او په لیکه کیدو په مناسبت مبارکي درته ووایم الله پاک دې دغه ویبلوګ نور هم ستاسو په کلتوري هڅو سمسور او ښیراز کړي.

دوهمه خبره دا چې تاسو زموږ د سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد (ص) د احادیثو یو لړ قیمتي کتابونه په داسې توګه په لیکه کړي دي چې لیدونکي کولای شي هغه خپلو کمپیوټرونه ښکته یا ډونلوډ کړي الله دې په تاسو برکت واچوي او لوی خدای دې زموږ ځوان نسل ته همت ورکړي چې دغه کتابونه خپلو کمپیوټرونو ته ښکته، د خپلو دینې او دنیوي امورو په سمون کې ترې ګټه واخلي. زه د ښاغلي  فضل قادر انډیوال صیب د خبرې سره چې په خپل لیک کې یې تاسو ته لیکلې وه کاملا همغږی یم چې کیدای شي د دې آثارو مطالعه له موږ سره د روان ناورین په کمولو او اخلاقو په ښه کولو کې زیاته مرسته وکړي. باید زیاته کړم چې د اسلام د مقدس دین له بنسټزو اصولو له خپلولو پرته د یوې اسلامي ټولنې وګړو ته بریالیتوب ډیر مشکل دی بلکي محال دی نو د غه زرینې سلسلې ته دوام ورکړی څو زموږ ځوان نسل هغه مطالعه کړي او د خپلو اخلاقواو سلوکو په ښه کولو کې ترې ګټه واخلي.

ګرانه وروره! که چیرې امکان لري نو د عربي ژبې ځینې قاموسونه یا ډیکشنرۍ  هم په دې توګه په لیکه کړه څو زموږ هڅاند ځوانان د احادیثو د مطالعې پر مهال د مشکلو کلیمو د ماناوو په پیدا کولو کې له مشکل سره مخ نه شي او هغه وخت پر وخت وګوري..

یو ځلې بیا هم مننه

ګل آغا احمدي وردګ

ښاغلى وردگ صاحب ستاسو له نېکې مشورې نه يوه نړۍ مننه

زما بلاګ اوس اوس پر ليکه شوى دى . تر خپلې وسې به کوښښ وکړم ، چې د افغانانو ځوانانو د سالمې روزنې لپاره اسلامي معلومات لا زيات کړم او ستاسو غوښتنه به زه ډېر زر ان شاء الله پوره کړم .

په مينه