ښاغلى حبيبي صاحب !
نوى وېبلاگ دې مبارک شه .
الله دې نېکمرغه کړه . الله دې برکتونه درکړي ، چې په خپل وېبلاگ کې دې ديني برخه غني ساتلې ده .
د وزيرمحمدگل خان مومند په اړه هم ژورې ليکنې ترلاسه کړه ،چې نوموړي د پښتو تر څنگ دين سره هم ژوره مينه وه . يوپښتون مسلمان و .
کوښښ وکړه ،چې د حديثو دشپږو کتابونو د پښتو ژباړې لپاره زمينه برابره شي او داسې وېب پاڼه درته وموندل شي ، چې په دې اړه کې په پښتو ژبه معلومات ځاى په ځاى شوي وي .
دافغانستان ټولنه اوس ديني پوهې ته ډېره اړتيا لري ؛ ځکه ، چې له څلورو لوريو څخه د بېلابېلو بېلارو کولتورونو له گواښ سره مخ دى او ځوانان کولى شي ،چې ددغه گواښ  د مخنيوي لپاره په ديني لارښوونه مخنيوى وکاندي.
په درنښت
فضل قادر انډيوال
پېښور