منبع: اصلاح انلاين.نت
د هند په اندراپرديش ايالت کې د سخت دريځو هندواونو لخوا د درېوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه مسلمانان ژوندي و سوزول شول ، له دې پېښې وروسته په نورو سيمو کې هم حالات ترينګلي شول او چارواکيو ګرځند بنديز ولګاوه.
د راپورونو پر بنسټ د اندراپرديش ايالت د عادل آباد ضلعې په وټولي کلي کې سخت دريځو هندوانو دمسلمانانو درېوو کورونو ته اور واچولو ، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه ژوندي وسوزېدل چې په هغوى کې عاصم خان ، عمان ، ارسلان ، رضوان ، صفيه بيګم او دوه کلنه طوبى شامل دي.
د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ شخړه په سيمه کې په لاريون ويستلو باندې راپورته شوې ، د پېښې د رامنځ کېدو سره سم د نوموړي سيمې د اتحاد السلمين مشر اسد الدين اويسي سيمې ته ورسېد او په سيمه کې موجودو خبريالانو ته يې وويل ، چې ځايي حکومت د مذهبي لږه کيو په ساتنه کې پاتې راغلى دى.
په دې مذهبي جنګونو کې تر اوسه ٥٣ تنه وژل شوي او ٨٥ زره تنه بې کوره شوي دي ، چې اوس په کيمپونو کې د کډوالۍ شپې تېروي .
د هند د مهاراشټر په دوليه سيمه کې د سخت دريځو هندوانو لخوا د مسلمانانو خلاف په دېوالونو اعلانونه او پوسترونه خپاره شول ، چې په کې يې مسلمانان تروريستان او د بمي چاودنو مسيول ګڼلي و او له هندوانو يې غوښتي و چې بايد دمسلمانانو خلاف راپاڅي ، چې له دې نه وروسته سخت دريځو هندوانو د مسلمانانو زورولو او وژلو ته زور ورکړ او دمسلمانانو موټر او د کورونو سوزول يې پيل کړل ، د ځايي مسلمانانو په وينا دولتي چارواکي او د روغتونونو مسئولين ټپي مسلمان هم په دولتي روغتونونو کې نه پرېږدي او مسلمانان مجبور دي ، چې خپل ټپيان شخصي روغتونونو ته يوسي
د يادونې وړ ده ، چې دا پېښې يواځې د هند په دې يو ايالت او يا ضلع کې نه دي بلکې په نړيواله توګه مسلمانان تر سخت فشار، وژلو او زورولو لاندې دي ، که په هندوستان کې يې کورونه نړېږي او دوى ژوندي سوزول کېږي ، که په افغانستان، عراق ، فلسطين او نورو سيمو کې په بمونو او ګوليو ويشتل کېږي نو په جرمني او نورو اروپايي هېوادو کې ورته يو اسلامي لباس هم نه پرېښودل کېږي.
د ديموکراسۍ پلويان او پلي کوونکي دهمدې دېموکراسۍ کولتور زمونږ په هېواد کې هم پلى کوي او د زياتو هندي، انګريزي او نورو پرديو کولتورونو ژباړل شويو سريالونو په واسطه غواړي دا هېواد هم له دې ديموکراسۍ څخه برخمن شي