د cheena cheena لخوا خپرې شوې لیکنې
بېړنی خبر
په ټوله لاره راته هغه سپين ږېري چې د يو وښکي څخه يې نسوارو لاره کړې وه او ګريوان څېرلي چيغې يې وهلې ، سترګو سترګو ته کېده د هغه ناري مې په غوږونو کې تاويدلې : __ خبريال صيب ... ما ولېدل ، تور موټر يې وو ... حکومتي موټر وو په دې سترګو مې وليدل د موټر شېشې تورې وې ما....ما ...ـما .... په ياديدل مې چې د پېښې ځای کې راټولو شوو پوليسو شاته ټيل واهه او بوډا زموږ خوا ته ځان کشکاوه : ما وليدل سهر لمرخاته مها
هر کلی او یوه یادونه
هر کلی اوس چې پښتو ژبه د انټرنیټ په نړېواله شبکه کې د غوړیدو په حال کې ده ،او په لسګونو ادبي ، فرهنګي ، هنري ،سیاسي ، او خبري پښتو پاڼې پر لېکه دي . نو ما هم دا ښه وګڼله چې د خپلو لېکنو او شعرونو لپاره یو ځانګړې پاڼه جوړه کړم .دا اړتیا را ته وروسته له هغې نوره هم جوته شوه چې له یوې مودې راهېسې د خپلې دندې په لړ کې له خپل هېواد او خپلو فرهنګي دوستانو لرې شوی یم .د ټول افغان له چلونکي ګران شیرزاد کاموال څخه
ستاسو تبصرې او وړاندېزونه
درنو دوستانو ، د لته کولای شئ د چینې او په چینه کې د خپرو شویو لېکنو او شعرونو په اړه خپلې تبصرې ، نېوکې او وړاندیزونه راته ولېکئ ، د اړیکو له لارې هم خپل نظرونه را استولئ شئ .ماسره ستاسو رغنده نظرونه، نېوکې او وړاندیزونه زما د فرهنګي کارونو په سموونه او اصلاح کې ډېره مرسته کولای شي . خدای موو راوله ! په درناوي اجمل اند
څپو کې انځورونه (د شعرونو دویمه ټولګه )
څپو کې انځورونه ، دا زما د شعرونو دویمه ټولګه ده چې په ۲۰۰۰ میلادي کې په پېښور کې چاپ او خپره شوه ، د چاپ چارې یې دانش خپرندویه ټولنې ترسره کړي . څو کاله وروسته د دویم ځل لپاره بیا چاپ شوه . زه پرې کار کوم چې په نېږدې راتلونکې کې دلته په لېکه کړم او دوستان یې ولوستلی شي .په مینه اند
هېندار او چېنې
هېندارې او چېنې زما درېمه شعري ټولګه ده . په دې ټولګه کې راټول شوې شعرونه مې د ۱۹۹۸ او۲۰۰۱عیسوي کلونو تر منځ په پېښور کې لېکلي دي . دا ټولګه وړم کال ما د خپل ګران ورور اسد دانش په مرسته او ډاډ په زر ټوکو کې چاپ او خپره کړه . ډېر زر به یې د هغو دوستانو لپاره دلته په لېکه کړم چې په چاپي بڼه ورته دا ټولګه ن
سیند په پرخه کې -لومړۍ برخه - سرپاڼې
دا په نوي مخونوکې د خوږ ژبې شاعرې پروین پژواک د دري شعرونو پښتو ژباړه ده ، د پښتۍ طرحه او د شعرنو سره اړوند انځورونه یې د هېواد تکړه انځورګر هژبر شېنوارې کښلې دي د ډیزاین ا و کمپوز چارې یې پای ته رسیدلې دي او ډېر زر به د یوې ټولګې په بڼه خپره شي . د خپریدو سره سم یې تاسو کولای شئ دلته انلاین هم ولولۍ درنو لېکوالو مصطفې سالک ، عبدالهادي هادي ، عصمت قانع او هژبر شېنوارې پرې لېکنې کړې دي . دم ګړۍ یې درته د نمونې په توګه سرپاڼې وړاندې کوم .
غزل
داسې وخت به راشي ، چې زه بيا هاغه دهقان شمه بيا چې پړی واخلمه، او غــــره ته ور روان شمه بيا چې د جومات ملا ، زيارت ملنګ ياران کړمه بېرته چې سپڅلې د رڼو اوبو په شان شمه بيا چې شړک باران وي موږ په غره کې لاره ورکه کړو ته چې دعاګانې کړې او زه اذان ، اذان شمه بيا چې مازيګر کې د رود شور ته ټپې ووايم ټول چې مې سندره کړي ټول رومان ، رومان&
لاس مې نېسه !
سوی ډاګ ،ستړی مزل ، او وچې شونډېتږی ،تږی ومه. جام دې راته راکړدې بې کسه او بي وسه زمانه کې يو له ډاډه ډک سلام دې راته راکړ له ماټولې لارې ورکې وې ملنګه ! مخامخ راته ته ستوری د سبا شوی زما له پښو نه دم ختلی، نړېدمه لاس دې راکړ ته په شان د مسيحا شوې نه پوهېږم چې ته څوک يې ؟څه دې کار دی خو بس ښکلی د رڼو اوبو په شان يې د ( ه
څوک خبر ......؟
اجمل اند
ماڼۍ
په دې ښار کې به نه ستوري نه رڼا وې څو چې دا سړی وزیر هغه پاچا وي که قیمت د زندګۍ په کې همدا وي دا ماڼۍ به یوه ورځ سپېره بیدیا وی ځه چې لمر غېږه که واخلو غره ته درومو د چم نجونې به په تمه د سبا وي زه او ته د کوڅې هغه دوه واړه یو و چې ماښام کې په جګړه ، سهار پخلا وي . اند یې دواړو سره یوه کوڅه کې پالي که سا قي په مخ ورشي که ملا وي ۲۰۰۷- جنوری ۷ ، کابل
پېښور
پېښور هر زیارت به یې اباد به منجور وستاسو ښار په اذانونو بختور و پېښوریه! یاره کله مې هېرېږي مازیګر خو مازیګر د پېښور و . زه او ته هلته یوه کوڅه کې لوی شوڅه اوږده اوږده کلونه ګاونډیان ووستا سو چم کې مو بلا کلونه تېر کړلخو تر پایه موږ پردي وو کابلیان وو . مازیګر کې به په خپلو کې دوستان ووچې ماښام به شو نو بیا به سره وران وزه او ته چې سره مخ شو ماشومان ووخو چې کله بېلیدلو نو لویان&nb
انقلاب
ثواب دې ستا وي ،زه له دې وروسته عذاب غواړمهبس لږ شراب غواړمه ، یو دانه رباب غواړمه نورې پوښتنې يې په ما ، خومې وطن چېرې و؟په قیامت له خدايه دغه یو ځواب غواړمه د دې ګرېوان ټوټې د ډېرو په لاسونو کې دي زه به له چا ، چا نه د ستړي ژوند حساب غواړم له یوه ګل سره مې یو ځای که ، او تا واخېستهبېرته خپل زړه غواړمه ، بېرته خپل ګلاب غواړم &nbs
د ماښامونو مئین
غنم په وږو کې له تندې وسول په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل د باغ انارو خو هیڅ ګل و نه که .انګور په مني کې سېلۍ ووهل کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه ود تورو غرونو شمله ور زلمي ته حالاتو ټولې لار ې وتړلې داتڼوڼو څڼور زلمي ته خپلې زړي جامې یې غوټه کړلېویل يې چېرې غریبۍ پسې ځمتر لوی اختر پورې به بېرته راشم اوس یوه ښار ته مزدورۍ پسې ځم کشری خور یې
غزل
دوی چې زړګی نه لري ، پټ په کې جانان نه لريپه دغه ښار کې خدایږو هېڅوک هم ایمان نه لري لنډۍ يې نه زده، درخانۍ او ادم خان نه لري ګل مکۍ نه شته په حجره کې طالب جان نه لري دلته شنه بوټي هم د تندې مانا نه پېژني دا نازولي خلک تمه د باران نه لري ورته رسېږي هماغه ، چې څه یې زړه وغواړيډېر بد نصیبه دي چې هیڅ هېله ارمان نه لري
غزل
په شا مې له دې پورې غره سیتار راوړی و یو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و تر ډېره مې په یاد دبنګړو شرنګ د ملنګ بنګ ووپه سترګو کې مې ټول خومار، خومار راوړی و دا نن چې یوه ښکلې وه خزان ، خزان روانه پرون سیند یو زلمی لکه بهار راواړی و دا څومره قامتونه دغې سپینې جامې ړنګ کړل !دې پير خو په لستوڼي کې ښامار راوړی و
زه په خپله شهزاده د اباسین یم
کله ناکله ست د جام کوهپه تا مئین یم پر ما پام کوه د رقیب مخکې راله مه وايه څهبس زما دومره احترام کوه په پښتنو کې به داسې څوک نه وي پاتې چې لږ تر لږه د سیف الرحمن سلېم د خوږو غزلونو یو یا دوه بیته یې نه وي په یاد . خو داسې کسان به ډېر کم وي چې خپله ددې خوږو غزلونو پنځونکی یې پېژانده او یا یې په اړه څه اورېدلې وي . هغه لکه غزلونه چې یې د ګوتو په شمېر خو په په تول پوره دي . له همداسې ګوتو په شمېر کسانو سره یې ناسته ولاړه در
يوه شېبه
ویاله په شور دژرندې څرخ تاووي هلته ترې پاس ببری او به لګوي له ځان سره په خپل بې سوره اواز د اولمیر استاد سندره واييشېبه، له پلارسره روانه ، کور تهد پلاريې ژغ پر غاړه او دې غوایان له پړو کلک نېولي خو د پلو لاندې کله خپل پلار ته ګوريکله هم ماته خپلې سترګې په مسکا کږې کا زه پرې پوهېږم ، ورنه لار چپه کړم سیدو اکا د توت د ونې سر کې وریو ته پانې څنډي خو وري یې اخوا دړانده ماشم