د cheena cheena لخوا خپرې شوې لیکنې


کچکول

ستا د رڼې هيندارې مخ باندې غبار هم نه يو  ته خپه مشي رانه خدايږو دومره خوار هم نه يو  دا چې د شونډو له يوه کدډول ځواني ځاروو يو ليونتوب دی کنه ګرانې! ډير خومار هم نه يو  ددونيا دا سر او هغه راته ورغوی ښکاري لا خو د زړونو پاچايي لرو ناچار هم نه يو  موږ د يوې ژبې ، يوې مينې ، يو زړه خاوندان دوه مخي هم نه يو د کلي يو د ښار هم نه يو اوس هم لويدلي جګوو ورپسې لاس غځوو لا ست

21.01.2008 cheena

د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب

یادونه : په پېښور کې د خپریدونکي محا‌ذ اونېزې  د ۱۳۸۷ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې د لسمې نېټې په ګڼه کې د افغان فرهنګي ټولنې د مشر  جنرال عبدالصمد مومند له خوا دا لېکنه زما دشعرونو په اړه په خپاره شوی بڼه لومړنۍ تبصره وه چې هغه مهال یې زه د خپلې دویمې ټولګې (په څپو کې انځورونه )  لېکلو  او چاپ ته وهڅولم . دې مومند صیب ددې لېکنې سکین شوې برخه ستاسو په وړاندې ده . په مینه ا. اند

21.01.2006 cheena

يوه شبنم ته منت

يادونه :  یو وخت په پيښور کې نجيب عامر د يوې مجلې له پاره له ما سره مرکه کړې وه  ،  خدای خبر ما په دې مرکې کې داسې کومه د ېوازېتوب اختیارولو خبره کړې وه چې قدرمن  کاروان صیب یې په اړه هغه وخت  دا شعر ویلی و .په دې ورستیو کې چې  په کابل کې افغان ادبي بهير او رشاد کره کتنې په ګډه زما د کتابونو مخکتنې کولې، نو کاروان صاحب په کې  دا شعر هم واوروو:. اند

15.01.2008 cheena

اند د شعر په هنداره کې

که د ژوند انځور راواخلو ورته پام وکړو په دې انځور کې به بېلابېل رنګونه وګورو. پيکه رنګونه، شوخ زړه وړونکي، ارامه، خشن او زړه ځوروونکي او داسې نور....شعروادب هم د ژوند يو رنګ دى، چې له ځان سره ډول ډول انځورونه لري، لوستونکي له ځان سره بيايي او د رنګونو، ښکلاګانو نړۍ ته يې ورمخامخ کوي، په لوستونکي يوه تماشه کوي، خو دا تماشې او نندارې کله ډېرې زړه راښکونکې وي، کله بې خونده او کله هم ډېرې دردوونکې او کله هم حېرانوونکې وي. چې لوستونکى حېران شي چې دا کومه ننداره ده. لاره ورڅخه ورکه شي. بيا

02.01.2008 cheena

په نورو پاڼو کې زما لېکنو ته له دې لارې ورتلائ شئ

یادونه : دلاندې پیوندونو په کېکاږلوپه نورو پاڼوکې  زما ځېنې لېکنې او شعرونه لوستلی شئ البته دا دنورو له خوا اداره کېدونکي ویب پاڼې دي  ددې پاڼو منځپانګه او لېکنې ما پورې کومه اړه نه لري او مسولیت یې هم د هماغو چلونکیو پرغاړه دی.  په مینه اجمل اند  ۱-  په هېواد کې د اجمل اند

18.01.2007 cheena

مرکه :ځينې له ځانونو بتان جوړوي او نور خپل عبادت ته رابولي

زما یادښت : دا مرکه مې یو نیم کال وړاندې له ګران ملګري شمسزي سره په کابل کې د اینټرنیټ د میسینجر له لارې کړې وه او بیا یي په ج

19.01.2007 cheena

ملي کلتور څه دى ، پېلوزې دا مساله له اسد الله غضنفر او اجمل اند سره څيړي .

ملي کلتور څه دى ، خنډونه او ستونزې يې په لار کې څه دي ؟ د بي بي سي پېلوزې دا مساله له اسد الله غضنفر او اجمل اند سره څيړي . دهمدې کرښو په کېکاږلو دې پاڼې ته ورتېردی شئ

18.01.2007 cheena

غفور لېوال او اجمل اند د ژباړې په تعريف، ډولونو او اړتياوو باندې د پېلوزې اوونيز کې خبرې کوي .

غفور لېوال او اجمل اند د ژباړې په تعريف، ډولونو او اړتياوو باندې دبي بي سي  پېلوزې اوونيز کې خبرې کوي .د همدې کرښې په کېکاږلو دې پاڼې  ته ورتیریدای شئ .

18.01.2007 cheena

دا ښار، هاغه غرونه

د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې  په غونډه کې اورول شوي هلک مئین شی وطن پرېږدي نجلۍ مئینه شی مخ پټ کړی وژاړینه دا لنډۍ مې د اجمل اند په شاعرۍ پورې  وویله . ما د اند ټوله شاعری لوستې  ده . له شاعر سره یو پټ  شاعر اوسېږي . خو دا شاعر هله ځان څرګندوي  چې یا درد او یا سرور ورته ورسېږي

01.01.2008 cheena

دا ښار، هاغه غرونه په یو ګام کې

(( له هغې ورځې چې کابل ته راغلی یم ، نو د شعر په نوم مې یوه کرښه هم نه ده توره کړې  ))  دا په هندارې او چینې  نومې شعری ټولګه کې  کې د اجمل اند په قلم لېکل شوې ټولګه ده چې  زما په اند یا په بله  وینا زما اند یې باید تصحیح کړي . ځکه [  دا ښار ، هاغه غرونه   ]  د اجمل اند د کابلي شعرونو وړه خو تر ټولو خوږه شعری ټولګه ده 

02.01.2007 cheena

د دوهي د بنډارونو شاعر

 يادونه: دا ليکنه د اجمل اند د کتابونو د مخکتنې په موقع اورول شوې وه. زه ه د اجمل اند د شعرونو کروندې ته ورننوتم او تر ډېره يې د غزلونو په پوخ فصل کې ښکته پورته وګرځيدم. ټوله شاعري مې ورته ولوسته او په هر پړاو مې ترينه خوند واخيست. خو مخکې تر دې چې د اجمل اند په شعرونو څه نا څه ووايم بده به نه وي چې لږ يې ژوند ته هم تم

02.01.2007 cheena

هېندارې او چېنې ) د اند یو بل ادبي ګام

دا لېکنه د بهیر په هغه غونډه  کې لوستل شو ې چې د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې په اړه جوړه شوې وه : خوشال خانه!  دوی باڼه ورته هوار کړي دمغلو چې په لار اسونه راشي د اجمل اند د شعر دغه بیت زما د بحث وړ شعری ټولګه کې نه شته .  ما کوم بل ځای لوستی یا اورېدلی و .  دومره مې په زړه خوږ لګېدلی و چې به خپل تیلفون کې مې ولېکه  او راسره

02.01.2007 cheena

غاټول په ( دا ښار ، هاغه غرونه ) کې

دا لېکنه د بهیر په هغه غونډه  کې لوستل شو ې چې د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې په اړه جوړه شوې وه

02.01.2007 cheena

دوه همزولي ياران شاعران

  دوه همزولي ياران شاعران دوه يې همزولي شعري جونګونه   دواړه همزولي، دواړه ياران ، دواړه ژورنالستان ، دواړه ليکوالان او دواړه شاعران دي .دواړه په قد برابر او دواړه په شونډو کې تل مسکا او خندالري . دواړه له دنګو او هسکو غرونو راښکته شوي او دواړه په ښارونو کې ميشت شوي دي . ددواړو په منځ کې يو توپير شته چې يو دهيواد د ژمي په پايتخت کې او بل د اوړي په پايتخت کې اوسي . دواړو په ښ

02.01.2007 cheena

غزل

اوس چې د غره اوچینې خیال نه راځیاوس د خوږو غزلو تال نه راځي  اوس له خپل ځانه  دومره لرې تللی  چې ما ته هم زما احوال نه راځي  ددې  ښار هر واټ په  ثواب کې رنګ شو اوس د هېچا په خوله وبال نه راځي  د وزیر جبر يې تر حد واوښته په دې پاچا ولې زوال نه راځي  مجنونه!  شګو کې یې مه لېکه نومچا ویل چې دلته به شمال نه راځي  اجمله! څنګه یې ؟چې مخ شي وايياخوا تر دې  ورته بل سوال نه راځي

02.01.2007 cheena

سوالګری - زباړه

ليکوال : ګی دي موپاسان    دا مهال هغه د بي وسۍ او ذلت ژوند تېراوه ، خو يو مهال يې ښې ورځې هم لېدلې وې . پنځلس کلن به و چې د وارويل په يوه غرنۍ لاره کې يې موټر دواړه پښې ورماتې کړې او له هغه مهاله تر اوسه د خپلو دوو لګړو په زور څکېده او په لارو کوڅو او کروندو که د خيرات په ټولولو پسې ګرځېده ، د خپل ځان د څکولو لپاره يې په خپلو اوږو ډېر زور راوړ ، د هغه سره داسې برېښيده لکه د دوو غرونو ترمنځ چې ايسار شوی وي .

02.01.2007 cheena

خپلې لور ته د چارلي چاپلین لیک -ژباړه

  يادونه ښايي ډېر لوستونکي به د چارلي چاپلين له نوم سره اشنا وي ،  نوموړي هغه مهال چې لا دپرنګي سينما توره سپينه وه د کوميډي فلمونو يو وتلی لوبغاړی او مسخرچي وو . پر دې سربېره نوموړې  پروډيوسر لېکوال  او د فلمونو ډايريکټر هم وو .  چارلي  د ١٨٨٩ ميلادي کال د اپريل په ١٦ لندن کې زېږيدلی  او په ١٩٧٧ مېلادي کال کې په سويزرلينډ کې ومړ . د چاپلين له نوم سره په لويدېځه نړی سربېره د ختيځې نړۍ ډې

02.01.2007 cheena

سورګل -ژباړه

ليکوال : لکشمن ګنګولي (هندوستان )   زموږ په پنځلس کسيز دفتر کې اوو نجونو کار کاوه ، هغوې تر دې حده شوخې او د اور بڅرې وې چې بايد د خطر د نښې لرونکې جاکټونه يې اغوستلای ، ددوی ډېرې شو خۍ ددې لامل شوې وې چې پرې د ((اوګونو عجوبو )) نوم کېږدو .   د غونډې په ورځ  چې ټول  د کنفرانسونو په خونه کې ناست وو او په چوپه توګه  مو د ريس د خبرو داوريد انتظار کاوه، د اووګونو غجوبو په کت

02.01.2007 cheena

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more