زما یادښت :
مینهدا مرکه مې یو نیم کال وړاندې له ګران ملګري شمسزي سره په کابل کې د اینټرنیټ د میسینجر له لارې کړې وه او بیا یي په جانان ویبلاګ ګې خپره کړه . بیا څه موده وروسته د ننګرهار څخه خپریدونکې د مینې مجلې هم چاپ کړه . دلته یې بیا هم خوندي کوم . اند

د ښاغلي شمسزي یادښت :

ښاغلی اجمل اند د روان فرهنګي بهير هغه خوږ ژبی شاعر دی چې تل د روانو اوبو په څپو ، چينو او هندارو کې شاعرانه انځورونه لټوي او بيا دا انځورونه په خپل شعر کې داسې انځوروي چې غرونه او ښارونه ټول دمينې په تار وتړي، زما په نظر د اند [ د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب] کوچنۍ ټولګه په واړه ځان کې دومره څه نغښتي وو چې اند يې د خوګياڼو د کوزبيار له غرنيزې سيمې نه د پېښور د رڼاګانو ښار ته راکوز کړ او د شلمې پېړۍ د مخکښو شاعرانو په کتار کې يې ودراوه.
اند صيب اوسمهال د ازادۍپه راډيو کې کار کوي او هلته هم ديو تکړه ژورنالېست په توګه ځلېدلی، خو دا چې ما ښاغلی اند د لومړي ځل لپاره ديو شاعر په حيث پېژندلی او له شعر سره يې مينه لرم نو مرکه مې هم ورسره دده د شعرونو او فرهنګي هڅو په باب کړې ده، زه له اند صيب څخه مننه کوم چې دخپل بوخت ژوند يوه بشپړه ورځ يې ماته راوبښه او له ما سره يې مرکه وکړه. نور نو ستاسې او د اند صيب د مرکې ترمنځ د انتظار شېبې نه اوږدوم خدای دې وکړي چې ډېر خوند ترې واخلی.
په درنښت
شمسزی

 

 

@ اند صیب سلامونه
وعلیکم السلام
@ اند صیب که کله دې وخت پیدا کړو یوه مرکه به سره وکړو
بس چې تا کله غږ وکړو زه حاضر یم
@  زه وایم همدا اوس یې شروع کړو ښه به وي کله چې تاته کار پیدا شو بیا به یې پرېږدو.
 
سمه ده ، زما لیک ستا په کمپیوټر کې لوستل کېږي کنه؟
@ بیخي ښه
  بس بسم الله کړه پرې
@ ښه له دې به یې را شروع کړو چې ستا په شعرونو کې پخوا یو درد و ما په خپله لیدلي چې خلک یې ژړولي اوس ولې خلک نه شې ژړولی؟
 دا ځکه چې اوس زه خپله هم فکر نه کوم  چې   شاعر  یم   او لامل  يې دا دی چې ما پخوا شعر ته ډېر  ریاضت کوه اوس د ریاضت وخت راته نه پاتې کېږي .
@ اند صیب تا خو د کلي په پټو کې هم شعرونه لیکلي او د پېښور د ارباب روډ پر سړک به دې هم شعرونه لیکل خوند په کوم یو کې ډېر و؟
  اشنا زه له کلی سره افراطی مینه لرم . او څومره چې زما تجربه ده هغه شعر چې مې کلی کې لیکه  په ښارونو کې نه لېکل کېږي . په شارونو کې هر څه ډېر کليشه شوې دي .
@ خو په تا یو الزام دا هم دی چې مین په کلي یې مزې په ښار کې کوې دا سمه ده
@ هاهاهاها
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
هو ، دا الزام په ځای دی ، خو البته علتونه هم لري
@ کولای شی دعلتونو په اړه لږ څه ووایې؟
 اشنا علتونه یې ډېر دی ، زه چې کله په ښارونو کې تنګ شم نو وایم خدایه زما کلی ولې ماته خپله غېږ کې د تل اوسیدنې ځای را نه کړای شو   او ولې یې زه اړ کړم چې ښارونو ته دې   داسې را ورک شم چې بېرته ستنېدل راته ګران دي. البته تر ټولو لوی لامل یې غربت او بې وزلې وه ،   يو مهال مې چې کلی کې دهقاني کوله نو باور  وکړه ټول کال به مې خواري وکړه او د کال په پای کې به په شنو وږو راته غنم ږلۍ ووهل او په تالا درمند به کیناستم  هماغه وو چې پرېکړه مې وکړه په خوارۍ مزدورۍ پسې ووځم خو چې په خوارۍ پسې  را ووتلم نو دومره فاصلې  زما او زما د کلي تر منځ رامنځ ته شوې چې لنډول یې یو څه ستونزمن شول.
@ فکر نه کوی دا فاصلې کله کله سړی په خپله هم زیاتولای شي؟
خبره داده چې د ژوند ډېرې لارې د انسان په واک نه وی کله ناکله انسان داسې لارې په خپله خوښه یا ناخوښه توګه خپلوي چې بېرته ستنیدل ترې نا شوني وی . ما هم همداسې یو لاروی وبوله.... البته له کلي سره زما تګ راتګ اوس هم په خپل حال دی ځم راځم ورته خو فکر کوم د اوسیدلو چانس مې په کې له لاسه ورکړی دی ،  البته دا دې منم چې دا فاصلې یو څوک خپله رامنځ ته کوي خو دا چې ولې دا نو بیا ډېرو نورو خبرو سره تړاو لري
@ کله چې په شعر کې  د کوکنارو  تعریف کوې  ځان درته مجرم نه ښکاري؟
نه ، هيڅکله نه ، زه دا منم چې کوکنار  یا تریاک د انسانیت ضديو توکی دی . خو زه څه د نشه يي موادو په ضد د مبارزې د وزارت مامور نه یم چې خلکو ته ددې خبرې سپیناوی وکړم چې کوکنار بد بوټی دی او مه یې کری ! البته هڅول هم ورته نه کوم ، زه کوکنار تل په دوه ډوله یادوم یو د کوکنار ګل شپې ورځې  د کلي د ښکلا د یو منظر په توګه چې هېڅوک یې له ښکلا  انکار نه شي کولای او بل د کلی د بې وسو خلکو بې وزلۍ ته په کتنه چې د ډېرو جينکیو او زلمیو هېلې په همدې کوکنارو پورې تړلې وي.  زه وایم شاعر باید د ښه او بد قضاوت ونه کړي . باید د احساس استازولي وکړي. البته دا زه هم منم چې کوکنار بد بوټی دی ، خو دا هم منم چې کوکنار ګل کې له کلی د رنګونو جام جوړېږي او دا هم منم چې د ډېرو مستو کلېوالو پیغلو د هیلو غوټۍ په همدې فصل پورې تړلې وی  هغه څوک چې د کوکنارو پر ضد مبارزه کوي باید د خلکو دا اړتیاوی اول پوره کړي.
@ یوه بله خبره به راوسپړو
@ تا په یو شعر کې ویلي چې :
که لاس مې پورته کړ نو مخامخا جانان به غواړم
څه بې ایمانه دومره نه یم چې ایمان به غواړم
@ ایا ددومره کلمه دا مانا نه ورکوي چې یو څه خو یم خو ډیر نه یم... تاسې ځان څومره بولی؟
هاهاهاها
اشنا دا خبره نو باریکه ده ، دې مسلې ته تا اوس په کې زما پام کړ ، خو دلته د دومره نه مراد دادی چې ایمان مې هومره کم نه دی چې له خدایه د ایمان سوال وکړم ، البته زما په فکر خو مراد ترې دا دی چې ایمان مې پوره دی . البته دا بیت مې قدرمن استاد صمیم له خولې په اورېدلې یو ټوکه لېکلی دی چې ویل  یې یو سهار د یو کلی په جومات کې چې لمونځ اداشو نور خلک ووتل او د کلي یو چرسی او د جومات ملا لا هم په خپلو ځایونوناست  او لاسونه یې دعا ته پورته نېولې وو . د سړو یخه څپه به چې راغله نو د دوی دعاوی به لږ په زوره شوی .  وايی چې چرسي  سوال کوه چې خدای دې نن یو پوړۍ چرس ورته له هرې خوا چې وي پیدا دې یې کړي ، ملا چې دا زونګ  زونګ واوریده نو په چرسي په قارشو ویل یې :
اې ګمرا ولې له خدایه ایمان نه غواړي چې د چرسو په شان پلیت شی ترې غواړي . چرسی ورته په ډېر عاجزۍ وویل :  هر څوک به هغه څه غواړي چې ورسره نه وي  ماسره چرس نه شته ځکه یې غواړم او که تاسره د ایمان کمی وي نو خیر دی ته ایمان غواړه .  
@ خیر په هر حال! دا بیت یو څه ستونزه لري ! خو راځو دې ته چې زیارت، چلم، ملنګ سپینږیري چرسیان دا زما هم یو څه خوښ دي خو ویل کېږي چې تا  ورسره سمه همکاري شروع کړې ده شعرونه دې ورته ویلي ؟
هاهاها
ګوره ما په دې مسله له انجنیر صاحب زهیر شینواري سره هم یو څه ناندرې وهلې دي ، دا هغه څه دي چې له مخې یې د پښتنو یو کلی تصویرولی شي . زه وایم ضرور نه ده چې هر شعر دې یو ښه غټ او رغند پیغام ولري ، ايا د یو ښکلي  تصویر وړاندې کول هم یو ښه شعر نه شي کیدلی . د کلي زیارت ، د کلی د ښځواو نجونو د مرادونو  د غوښتنې  مزار وي ، د زیارت ملنګ بیا لا نورې رنګینۍ لري او د چرسو او چرسیانو بنډارونه که څه هم سم او په ځای کار به نه وي خو په ټولنه کې ددوی  له خضور ، د هغوی د خبرو له صداقت  او د چیلم له کټ کټا یې انکار نه شي کیدلی.  اوس یو اخته دی چې ساقی می راکړه ، خم کې ښکته شه او بیا راووځه .......... دا شي که زه په شعر کې وایم لږ تر لږه خپله ترې کوم ذهني  تصویر نه شم اخیستلی نو لوستونکی  به ترې څه واخلي . زه تل په شعر کې هغه خیال او تصویر وړاندې کوم چې لږ تر لږه خپله یې په خپل ذهن کې روښانه انځورولی شم. چرس ، چیلم بنګ زما په شعرونو کې د نورو په خلاف د می ، میخانې  خم او خومار په ځای کاریدلې دي .
دا زهیر صاحب  انلاین شو که زما منې دا هم په دې مرکه کې راګډ کړه
@ هغه وخت نه لري په کوم کار بوخت دی
@ دا منم چې په شعر کې تصویر مهم رول لري خو پیغام یې هم یو توکی دی  که ووایو چې مرزاخانه خانه چلم راواخله څه فکر کوې څه پیغام به لوستونکي او یا اوریدونکي  ته ورکړی او یا به ټولنه کومې خواته بوځي؟
فکر کوم میرزا خانه خانه که  ځینې کليشيي سندرغاړو خرابه کړې نه وي نو زه یې د کلي د چرسیانو د یو ښکلي بنډار  یو  غوره انځور او ښایسته سندره بولم . ولې تا ته  د ساقي او میخانه په دې  برخه کې د میرزاخان او د هغه له چیلمه کمه ښکاري.  وروره شعر ته پیغامونه ورپشا کول د شعر خوند له منځه وړي شعر باید ېوازې  د ښکلا د رامنځ ته کونې یا په بله وینا د شعر د رامنځ ته کونې لپاره ولېکل شي .
@ښه  اند صیب وایي چې بهیر ته هم نه راځې، فرهنګیانو سره دې هم اړیکې کمي کړې یانې هغه پخوانۍ فرهنګي جذبه دې کمه شوې دا په دې چې ډېر بوخت یې او که ګوښه نشین شوی یې؟


اشنا که ریښتیا درته ووایم نه مې فرهنګې جذبه کمه شوې ده  او نه مې ګوشه نیشینې غوره کړې بلکې د دهر له فرهنګیانو مې لږه خوا بده شوې ده ....... د ځینو فرهنګیانو هغه سوداګري مې نه خوښېږي چې د فرهنګ ، ژبې او ادب په نوم یې کوي ، ځینې له ځانونو بتان جوړوي او نور خپل عبادت ته رابولي او ځینې په کې ډلې ټپلې پالي . په همدې خاطر مې ځان لږ ګوښه کړی . البته افغان  ادبي بهیر خو ډېر ې ښې غونډې کوي او روزنیز  اړخ یې ډېر  پیاوړی دی    خو زما د نه ورتګ یو بل   لامل زما بوختیاوې هم دي.
@ ښه زهیر صیب هم په خپله مرکه کې له دا ډول خلکو سر ټکولی او هغه خو لا ان کړۍ بللي او ځینې یې مصنوعي شخصیتونه بولي  دغه خبرې ترکومه حده سمې دي ؟
په پښتو فرهنګي ډلو ټولنو او ناستو ولاړو کې لویه ستونزه هم همدا ده او زما په فکر  دا د اختلافاتو د رامنځ ته کیدو سبب شوې هم ده، چې ځینې خلک غواړی هم خپله او هم له خپلو دوستانو څخه په لوی لاس په تبلیغاتو په غونډو او نورو کارونو ستر لېکوالان او فرهنګیان جوړ کړي . ځينې شخصیتونه داسې شته چې  ېوازې همدې ته یې کار ویلی دی او بس یو لمن مریدان یې ساتلي، چې یوازې همدا وايي چې زه د فلاني خبره تايیدوم .
یو شمیر فرهنګیانو خو په پټو سترګو لکه بت پرستان د څو مصنوعی څېرو په پرستش بوخت دی  دا لویه بد مرغي ده ،  که له دې پیرانو د کوم یو مرید وې نو ښه لېکوال هم یې ، ښه شاعر هم یې او غوره فرهنګي ځوان هم یې  خو که د پیرانو لاس نیوی درسره نه وو چې  هر څه وکړې په هیڅ حساب یې او ډېره لانجمنه داده چې دې بت پرستۍ تر ډېرو لوړو او مطرح فرهنګیانو پورې لاره کړې او په افغانستان څه چې په نړېواله کچه بانډونه یې جوړ کړي دي .
@ ستاسې په نظر داسې خودساخته شخصیتونه څومره وخت چلیدلی شي؟
ولا دوی کلونه کلونه چلیدلې دي، ستایل شوې دي، زه له دې سره موافق نه یم  چې ددوی اصلي شخصیتونه یو وخت په ډاګه کېږي، دا بانډونه کله ناکله دوام کوي او یا په داسې یو وخت ماتېږي چې بیا د زړو کېسو سپیناوی  ناممکنه وي ،  زه داسې لېکوال پېژنم چې کتابونه ورته نورو لېکلي ، خو څوک به دا ثابته کړي  چې دا کتاب بل چا لېکلی او یا  څو کسانو په ګډه لېکلي ، موږ ډېر داسې جعلې شخصیتونه لرو پخوا هم وو  او اوس هم شته او راتلونکي کې به هم وي ...........بس  شمسزیه د  پیرانو لاس مه پرېږده او د هغوی دعا له ځان سره ساته.
@ ښه دا به له یو بل اصل سره پرتله کړو. اوس یو څوک د ملي اتل په نوم مشهور شوی ، مقالې او کتابونه پرې ولیکل شول، فلمونه پرې جوړ شول او هر کال  غونډې  او کلیزې یې جوړېږي  سبا به تاریخ کې هم ملی اتل وي . اوس پوښتنه  داده چې دغه ډول خلک پخواني نه بدناموي او په پخوانیو هم خلک نه شکمنوي که هغه لیکوال وي او که سیاسيون؟
وروره خبره داده ده چې زموږ ټولنه کې ټولنيزه پوهه ،  علم او درک هسې نه دی چې دا سپیناوي دې وشي ، یو شی چې زه یې وایم هغه دادی چې زموږ تاریخ هم  له ډېرو درواغجنو کیسو او پېښو ډک دی او اوسني مو هم ،  موږ واقیعتونو پسې ډېر نه یو ګرځیدلي ، دا  اوسني  مصنوعي  شخصیتونه به هم تل همداسې اهم شخصیتونه و اوسي ځکه  که څه هم په عامه توګه ویل کېږی چې تاریخ هر څه سپینوي خو موږ تاریخ ته هم د مسلو د سپیناوي اجازه نه  ورکوو.
زه به درته یو ه بېلګه راوړم ، دا خو به ته هم منې چې افغانستان د نړۍ په تاریخ کې تل یو بېوزله ، فقیر ، له پردیو تاړاکونو سره مخ او په جګړو کې ښکیل هېواد وو . خو ایا تا دا خبره  د کوم ښوونځي  یا پوهنځي  د تاریخ په کتاب  کې لېدلي . له هماغه اول ټولګې چې غورې دربې په کې پیل شوي تر پایه په کې کمه نه ده ویل شوې ، نو اوس چې په فرهنګ د شخصیتونو او بتانو د جوړولو لپاره کومه مصنوعی هڅه روانه ده دا به همداسې روانه وې . لېدلې په دې وې چې په دې ورستیو کې د لرغونیو اثارو غلو  په ځینو سېمو کې یو شمیر هغه زیارتونه راو سپړل چې خلک ترې په کلونو کلونو مرادونه غوښتې وو او ډېوې یې پرې بلولې  خو غلو ورڅخه پخواني انګریزي  ټوپک د پاکستاني پولیسو په اصطلاح برامد کړل ،  نو اوس ته ووایه چې په دې ټولنه که څوک واقعیتونو پسې ګرځیدلي،  ولې به یې په ټوپکو جوړ شوي  څلي د زیارتونو په توګه لمانځل .
@ اند صیب یو شمېر خلک په دې نظر دي چې ستاسې په پاڼه فرهنګي یون کې په بهیر پسې یوه مقاله خپره شوه او وروسته له هغې تاسې بیکاټ اعلان کړی او داسې خبرې کوي دا سمه ده؟
خبره دا وه چې بهیر پسې زما په پاڼه کې مقاله نه وه خپره شوې هغه وخت افغان فرهنګي یون پاڼه نه وه ، بهیر او انټرنیټ د لومړې ځل لپاره ما سره ونښلول . یو مهال چې کابل کې د رشاد کره کتنې او افغان ادبي بهیر غونډې پیل شوې نو زما لومړنی  اختلاف په دې وو چې ولې په یو وخت يو خلک په دوو بیلا بیلو نومونو غونډې وکړو راځۍ ټول د رشاد کره کتنې  په نوم یا د افغان ادبي بهیر په نوم غونډې وکړو خو ځینې یاران راباندې راسره  شول چې په دواړو نومونو مو غونډې پیل کړي  بیا ما د افغان ادبی بهیر ګزارشونه په ټول افغان کې خپرول، بله ورځ مې ورته د بهیروالو په اجازه ځانګړی  ویبلاګ د ټول افغان د مدیر په مرسته جوړ کړو چې دا لومړۍ پښتو ادبي ویبلاګ و. دا ویبلاګ ډېر وځلېده ډېر لوستونکې یې پیدا کړل، دا چې ما چلوه ځینې یارانو ته یې خوند ور نه کړ  بس د ټول افغان د بحث فورمونو کې خپره شوې یو لیکنه یې پلمه کړه او زما په غیاب  کې یې د ویبلاګ د تړلو پریکړه وکړه . اول خو هغه لیکنه د ټول افغان د بحث فورمونو کې خپره شوې وه  چې اوس هم په کې هر ډول لیکنې شته او د بهیر له پاڼې سره یې تړاو نه لرلو خو یارانو ونه منله . ځکه هغوی څه نورې عقدې لرلې . بس ما د بهیر پاڼه چې ډېر زیار مو پرې ګاللی وو وتړله   او ورسره مې د بهیروالو سره هم مخه ښه وکړه ، چې د افغان فرهنګي یون په نوم مې پاڼه بیا ډېره وروسته جوړه کړه  او اوس مې هغه هم  د مصروفیت له کبله همداسې  پریښې ده.
@ ښه ویل کېږي چې بیا عابد صیب هڅه وکړه چې تاسې پخلا کړي او منلې مو هم وه ورسره چې بهیر ته به راځې  مګر سره له دې هم په خپل هوډ ټینګ ولاړ یاست ددې لامل څه دی؟
عابد ماته ډېر ګران دی یو ډېر فعال فرهنګي ځوان دی او دېر خوږ ژبې شاعر دی ، دا سمه ده چې نوموړي ماته څو څو ځله وویل  او ما هم ورسره منلي  چې ورځم به اوس هم هڅه کوم چې  ورشم خو  زړه مې ترې مات شوی دی ، ځکه یو ځای چې دومره  کېسې و اوسي هلته پښې زور اخیستل هم غواړي البته ....... زه افغان ادبي بهیر  په کابل کې د فرهنګي هڅو په لړ کې یوه غوره هڅه بولم او هڅه کوم چې ځان دې چمتو کړم څو په دې غونډو کې  بیا برخه واخیستلې شم
@ اند صیب هغه د پاچا شعر مو چاته لیکلی او سوژه مو له چا نه اخیستې؟
اشنا هغه شعر مې د کابل دې ورستۍ بې واګي  دیموکراسۍ ته لېکلې ، او که پاکه یې ووایم ولس مشر حامد کرزي ته مې لېکلي او سوژه یې راسره له ډېرې مودې  وه او خپله مې ده.
@ فکر نه کوی چې ستاسې پر شعرونو د کاروان د شعر سیوری خپور دی؟
نه هیڅکله نه، کاروان صاحب ډېر لوی او ستر شاعر دی ........ خو زه هیڅکله نه غواړم د کاروان صاحب په شان شعر ولیکم البته د هغه شعرونه مې لکه د ځینو نورو لویو شاعرانو د شعرونو په شان خوښېږي
@ د درویش صیب  سیوری هم نه منې؟
هن ....................د درویش په اړه به ووایم چې یو وخت مې ترې ډېر اغېز خپل کړی وو ، خو په دې وروستیو کې مې هڅه کړې چې له اغیز یې ځان خلاص کړم . البته داد نورو کره کتونکیو یوه نېوکه هم ده خو ماته  دومره جدی نه ښکاري.
@ په شاعرانو کې مو ډېر د چا شعرونه خوښېږي؟
درویش درانۍ ، مصطفی سالک ، پیر محمد کاروان ، او عبدالله پیکار .
@ پخوا مو د ارواښاد اسحق ننګیال شعرونه هم خوښیدل اوس مو نه خوښیږي که څنګه؟
هغه له یو شینوارې چا پوښتلې وو چې خدای درباندې ګران دی که دور بابا هغه ورته ویل  خدای خو دې داسې حیران کړه لکه زه دې حیران کړم
.
دننګیال شعرونه مې اوس هم هماغسې خوښېږي لکه پخوا خو ما درته د هغوی نومونه واخیستل چې اوس زموږ په منځ کې ډي.
@ ښه یو څو شخصي پوښتنې به هم وکړم
سمه ده
@ ایډیال شخصیت دې څوک دی؟
په سیاستوالو کې باچاخان او په فرهنګیانو الفت صاحب
@ چې اول ځل مین شوې څو کلن وې؟
۲۲ کلن وم
@ او اوس
د تلې په تېره میاشت کې ۲۹ کلن شوم
@ غواړې څو درجنه ماشومان ولرې؟
@ هاهاهاها
درجنونه خو نه،  خو غواړم دوه صالح اولادونه ولرم، هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
@ یوه پوښتنه چې ښایي له لوستونکو سره بیا تشویش پیدا شي
@ اوس څو اولادونه لرې؟
نه تر اوسه ماشومان نه لرم
@ دروغ ډېر وایي او که لږ؟
ولایو وخت مې ډېر ویل خو اوس یې یوازې د ضرورت په اندازه وایم ، هاهاهاهاها
@ هغه مهال چې موږ او تاسې په پېښور کې په یوه کوټه کې وو د لمانځه ډېر پابند وې  اوس دې د پېښوریانو خبره مذهب سره  تعلق څنګه دی؟
ولا څومره چې وخت تېریږي او د څومره بې دینیو شاهد چې پاتې کېږم  هومره مې له دین سره مینه زیاتېږي خدای دې راته بښنه وکړي خو اوس هم ډېره هڅه کوم چې لږ تر لږه پنځه وخت لمونځ په وخت ادا کړم ، البته د خدای ډېر ګناهګار یم  چې خدای دې  راته بښنه وکړي.
@ په فرهنګیانو کې دې څوک نږدې ملګري دي؟
ولا ټول مې ډېر ملګري دي ، خو له نجیب عامر سره مې ډېر رازونه شریک دی ، همدارنګه له  مصطفی سالک ، نور الحبیب نثار، حفیظ الله غښتلې ، عابد ،   ستر عصمت قانع ، تاسو ، او نورو مې د ډېرو بنډارونو یاران دي .
@ په خپلو شعرونو کې مو ډېر کوم شعر خوښېږي؟
په خپلو شعرونو کې مې ډېر خپل چار پاره نظمونه خوښېږي په ځانګړې توګه د چینې تر سرلیک لاندې یو نظم مې تر نورو ډېر خوښ دی .
@ داسې شعر مو شته چې ستاسې پر ژوند یې صدق کړی وي او یا داسې شعر چې ستاسې د ژوند یوه رڼه هنداره وي؟
زما ټول شعرونه زما خپلې تجربې دي خو په دې وروستیو کې مې ښار ته یو شعر لېکلی چې زما د خپل ژوند یو اړخ په کې تصویر شوی دی.
@ داسې اوږده مرکه دې کله کړې وه؟
ما په په لېکلې بڼه تر دې د مخه یو ځل هغه مهال کړې وه چې نجیب عامر د شهادت اخبار ادبی پاڼه چلوله خو هغه دومره اوږده مرکه نه وه.
@ بس مننه چې دومره لویه حوصله دې راته وکړه
ستا نه هم مننه چې  یاد دې کړم .....

الله دې مل شه.