يادونه :
یو وخت په پيښور کې نجيب عامر د يوې مجلې له پاره له ما سره مرکه کړې وه ، خدای خبر ما په دې مرکې کې داسې کومه د ېوازېتوب اختیارولو خبره کړې وه چې قدرمن کاروان صیب یې په اړه هغه وخت دا شعر ویلی و .په دې ورستیو کې چې په کابل کې افغان ادبي بهير او رشاد کره کتنې په ګډه زما د کتابونو مخکتنې کولې، نو کاروان صاحب په کې دا شعر هم واوروو:.
اند
يوه شبنم ته منت
دا ځل زما ومنه
درته ځولۍ غوړوم
زنه دې نيسمه په غيږ کې دې پټکی غورځوم
خير دی يو څو ورځې ناکام وکړه
له ډک مجلس نه غره ته مه تښته د خدای په خاطر
ته لا خلوت لا تنهايۍ لره جوړ شوی نه يې
پاچا ته ورته ملنګۍ لره جوړ شوی نه يې
په ډک مجلس کې ستا په ډکه خوله خندا چليږي
له جمعيت نه متاع واخله سيکه ستا چليږي
لا خو تيارې دومره خورې نه دي رڼا چليږي
تنهايي ښکلې ده منمه انزوا ښکلې ده
خو تا شبنم ته له بارانه بېليدل ښه نه دي
يو لاروي ته له کاروانه بيليدل ښه نه دي
شبنم ته ورته له شبنم نه هم ښايسته شاعره
تا به نرۍ د تنهايۍ وږمه ځنګل ته يوسي
يوه شيبه به د يو ګل په غيږ کې وکړې آرام
له څو ګلپاڼو به مچکې واخلې
يوه د غره تږې بلبله به ستا خواته درشي
تا به مښوکه کې ور واخلي، تا به زړه ته تير کړي
په يوه نغمه کې به دې وکاروي
او د نغمو پر وزرونو به هوا ته لاړ شې
بيا به دې غږ نه راځي بيا به دې نغمې نه اورم
ته به تری تم شې د ورکو آوازونو په څير
زه داسې نه وايم چې غره ته مه ځه
زه داسې نه وايم چې ته د توپان زړه ته مه ځه
غره ته ورځه د انزوا توپان ته لاره باسه
خو پام کوه يوه خبره زما هم ومنه
پخوا تر دې چې غره ته لاړ شې اول ځان پيدا کړه
په يوه څاڅکي د شبنم په غره کې نه کيږي ژوند
څو زره څاڅکي د باران پيدا کړه
د يوې مستې دوامدارې چينې شان پيدا کړه
بيا نو تر شنه آسمان په تورو غرو کې ژوند تيروه
تږي ماران دې درشي تا دې وڅښي
ته به يې زهرو ته تاوان رسوې
د مينې تږو بلبلانو ته به ځان رسوې
د سرو ګلونو و درشل ته به کاروان رسوې