د لېـــــکوالو څخه
د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب
یادونه : په پېښور کې د خپریدونکي محاذ اونېزې د ۱۳۸۷ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې د لسمې نېټې په ګڼه کې د افغان فرهنګي ټولنې د مشر جنرال عبدالصمد مومند له خوا دا لېکنه زما دشعرونو په اړه په خپاره شوی بڼه لومړنۍ تبصره وه چې هغه مهال یې زه د خپلې دویمې ټولګې (په څپو کې انځورونه ) لېکلو او چاپ ته وهڅولم . دې مومند صیب ددې لېکنې سکین شوې برخه ستاسو په وړاندې ده . په مینه ا. اند
يوه شبنم ته منت
يادونه : یو وخت په پيښور کې نجيب عامر د يوې مجلې له پاره له ما سره مرکه کړې وه ، خدای خبر ما په دې مرکې کې داسې کومه د ېوازېتوب اختیارولو خبره کړې وه چې قدرمن کاروان صیب یې په اړه هغه وخت دا شعر ویلی و .په دې ورستیو کې چې په کابل کې افغان ادبي بهير او رشاد کره کتنې په ګډه زما د کتابونو مخکتنې کولې، نو کاروان صاحب په کې دا شعر هم واوروو:. اند
اند د شعر په هنداره کې
که د ژوند انځور راواخلو ورته پام وکړو په دې انځور کې به بېلابېل رنګونه وګورو. پيکه رنګونه، شوخ زړه وړونکي، ارامه، خشن او زړه ځوروونکي او داسې نور....شعروادب هم د ژوند يو رنګ دى، چې له ځان سره ډول ډول انځورونه لري، لوستونکي له ځان سره بيايي او د رنګونو، ښکلاګانو نړۍ ته يې ورمخامخ کوي، په لوستونکي يوه تماشه کوي، خو دا تماشې او نندارې کله ډېرې زړه راښکونکې وي، کله بې خونده او کله هم ډېرې دردوونکې او کله هم حېرانوونکې وي. چې لوستونکى حېران شي چې دا کومه ننداره ده. لاره ورڅخه ورکه شي. بيا
دا ښار، هاغه غرونه
د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې په غونډه کې اورول شوي هلک مئین شی وطن پرېږدي نجلۍ مئینه شی مخ پټ کړی وژاړینه دا لنډۍ مې د اجمل اند په شاعرۍ پورې وویله . ما د اند ټوله شاعری لوستې ده . له شاعر سره یو پټ شاعر اوسېږي . خو دا شاعر هله ځان څرګندوي چې یا درد او یا سرور ورته ورسېږي
دا ښار، هاغه غرونه په یو ګام کې
(( له هغې ورځې چې کابل ته راغلی یم ، نو د شعر په نوم مې یوه کرښه هم نه ده توره کړې )) دا په هندارې او چینې نومې شعری ټولګه کې کې د اجمل اند په قلم لېکل شوې ټولګه ده چې زما په اند یا په بله وینا زما اند یې باید تصحیح کړي . ځکه [ دا ښار ، هاغه غرونه ] د اجمل اند د کابلي شعرونو وړه خو تر ټولو خوږه شعری ټولګه ده
د دوهي د بنډارونو شاعر
يادونه: دا ليکنه د اجمل اند د کتابونو د مخکتنې په موقع اورول شوې وه. زه ه د اجمل اند د شعرونو کروندې ته ورننوتم او تر ډېره يې د غزلونو په پوخ فصل کې ښکته پورته وګرځيدم. ټوله شاعري مې ورته ولوسته او په هر پړاو مې ترينه خوند واخيست. خو مخکې تر دې چې د اجمل اند په شعرونو څه نا څه ووايم بده به نه وي چې لږ يې ژوند ته هم تم
هېندارې او چېنې ) د اند یو بل ادبي ګام
دا لېکنه د بهیر په هغه غونډه کې لوستل شو ې چې د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې په اړه جوړه شوې وه : خوشال خانه! دوی باڼه ورته هوار کړي دمغلو چې په لار اسونه راشي د اجمل اند د شعر دغه بیت زما د بحث وړ شعری ټولګه کې نه شته . ما کوم بل ځای لوستی یا اورېدلی و . دومره مې په زړه خوږ لګېدلی و چې به خپل تیلفون کې مې ولېکه او راسره
غاټول په ( دا ښار ، هاغه غرونه ) کې
دا لېکنه د بهیر په هغه غونډه کې لوستل شو ې چې د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې په اړه جوړه شوې وه
دوه همزولي ياران شاعران
دوه همزولي ياران شاعران دوه يې همزولي شعري جونګونه دواړه همزولي، دواړه ياران ، دواړه ژورنالستان ، دواړه ليکوالان او دواړه شاعران دي .دواړه په قد برابر او دواړه په شونډو کې تل مسکا او خندالري . دواړه له دنګو او هسکو غرونو راښکته شوي او دواړه په ښارونو کې ميشت شوي دي . ددواړو په منځ کې يو توپير شته چې يو دهيواد د ژمي په پايتخت کې او بل د اوړي په پايتخت کې اوسي . دواړو په ښ