د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې په غونډه کې اورول شوي
هلک مئین شی وطن پرېږدي
نجلۍ مئینه شی مخ پټ کړی وژاړینه
دا لنډۍ مې د اجمل اند په شاعرۍ پورې وویله . ما د اند ټوله شاعری لوستې ده . له شاعر سره یو پټ شاعر اوسېږي . خو دا شاعر هله ځان څرګندوي چې یا درد او یا سرور ورته ورسېږي. کله خو تر خوشالۍ نه د درد نغمې د لوستونکې په زړه ښې منګولې لګوي . اند چې په ماشومتوب کې له خپل کلی او غرونو اواره او مهاجر شوی نو زړه یې لکه د مئینې نجلۍ غوندې پټ مخ ژړلی دي او دې ژړا د شاعرۍ په نوم ځان څرګند کړی دی .
د ښاغلې اند نورې هم د شعرونو درې ټولګې چاپ شوي دي چې هره یوه یې ښه شعرونه خامخا لري مایې دا وروستی کتاب په خوند ولوست .... یوه خبره دا ده چې اند راته په دې بختور و برېښیده چې له خپلې نورې شاعرۍ یې که په دې کتاب کې ښکلې نه وي نو تر هغو خو یې بده شاعري نه ده کړې .
خوشبختي یې داده چې د ( دا ښار ، هاغه غرونه ) نومې کتاب شعرونه یې نېږدې ټول په کابل کې لېکلي دي او تر پېښوره یې چې ښه نه وی کمزوري خو په هیڅ صورت نه دی . دا زموږ شاعران یاران وایي چې پېښور ډېر غزلیز دی .. تر یوه ځایه ریښتیا هم وايي . خو له اند سره کابل هم مینه کړې ده او دادی ښکلي شعرونه یې پرې لورولي دي . سره له دې چې په کابل کې یې هم د پېښور مینه ډېره په زړه ورېږی خو بیا هم کابل ترې ګیله من نه دی .
وخت به لګي چې به رنګ د کابل اخلم
ډېر خویونه مې اوس هم د پېښور دی
زه خو وایم اند له پېښوره هم کله کله په کابل کې ښه شاعري کوي . د چیلم په نوم غزل یې بیخي د بنګو نشه او د لونګو خوشبو لري .
زه او رود به د غره غاړه کې روان وو
یو وخت دواړه د یوې طبعې یاران وو
رود،چینه، چېنار، غونډۍ هم اوس لویان دي
زه چې وړ وم نو پینځه واړه کمکیان وو
ددې ښار سپین مخی خلک په زړه تور وو
موږ سپین زړي وو د سپین غره هلکان وو
خو ماښام کې به په یو چیلم راټول وو
اند، ملا ، ملنګ که څومره سره وران وو .
په دې غزل کې یو خو تغزل دی ، بل په کې د فطرت یادونه ده . او بل په کې هغه حسرت دی چې د ماشومتوب ښکلي شېبې دي ، چې یو وخت د شاعر په واک کې وې خو اوس نه دي . اوس چې د شاعر له ګوتو د ماشومتوب د ماشومو شېبو زرین مارغه الوتی ، نو ددې زرین مارغه نیول غېر له دې چې د غزل په رنګینه لومه کې یې ونیسو بل جال کې را نیول یې محال دي .
د اجمل په شعر کې ځای ځای د فطرت انځورګري کېږي . دا فطرت تر ډېره ځایه په خپله یوه ښکلا ده ، بیا چې په شعر کې په ښه ډول راشي بیا خو نو داسې ښکاری لکه د مودو ورک مئینان چې په ناڅاپي ډول سره پېدا کړي او سره غاړه غړۍ شي . د فطرت شاعرانه کول شعر ته یوعجیب ژوند وربښی . دا چې له فطرت سره موږ ټول سر او کار لرو نو په ښکلی انداز یادول یې د هر چا په زړه کې ځای نېسي . د اند په دې غزل کې د فطرت د اجزاوو ذکر څومره ښکلې راغلی دی :
موږ بې هسکه وو، پر سر مو ستوري نه وو
سپوږمۍ راغلې ، کهکشان درسره راغی
بس مننه د وروستي سپرلي بــــــــــــــــــارانه
څوک د غـــــــــره د رود په شان درسره راغی
ته چې تللې نو د مني وچـــــــــــــــــــــکالي وه
ته چې راغلې نو بـــــــــــــــــــاران درسره راغی
کلی ، غر ، رود ، سپوږمۍ ، پسرلی ، باران ، کهکشان ، دا هغه څه دی چې شاعري روانه ساتي . شاعر کولای د ژوند پېښې او شېبې د همدې فطري ښکلاوو په غېږ کې شاعرانه کړي . دا ستوري سپوږمۍ او همدا اسمان د ټولې نړۍ پر سر ولاړ دی . خو دا وطن بس د مور غوندې دی ځکه چې په غېږ کې یې لوبېدلی یوو ، غمونه او ښادۍ مو په کې لېدلې دي او خاطرې یې زموږ د ژوند برخه ګرځېدلې .
کله چې شاعر د لږ وخت لپاره هم له خپل وطن جلا کېږی نو د وطن ښایست د پراګ تر مړه ښایست په څو ځله ښه ورته ښکاري . دا خبره ده چې د ( دا ښار ، هغه غرونه ) په نوم ښکلی شعر لیکي . که موږ همدغه یو شعر هم و څېړو ډېرې خبرې پرې کېدلی شي . شعر ساده له تکلفه پاک د زړه له کومې او صمیمانه شعر دی . اجمل ته دې خدای توفیق ورکړي چې تر دې هم ښکلی شعرونه ووایی او پښتو ژبې ته یې ډالۍ کړی .
آمین