دا لېکنه د بهیر په هغه غونډه  کې لوستل شو ې چې د اجمل اند د شعري ټولګو د مخکتنې په اړه جوړه شوې وه

صابرخان بې ریا
اجمل اند له ډېرې مودې  راهېسې پېژنم ،  کله چې له ده سره بلد شوی یم له شعر سره یې هم څه ناڅه بلد شوی یم .  د اند شاعری له ډېرو رنګینیو او خوندونو ډکه ده .  ریښتیا هم لکه څومره چې اند مهربان او خوندور ځوان دی ، شعر یې هم ځوان او خوندور دی .
ماته د ښاغلي اند وروستی شعری ټولکه (داښار ، هاغه غرونه  ) دا اوس اوس راورسېده په اول ځل مې چې کتاب پرانیست د غاټول په نوم له یو غزل سره مخ شوم  چې ډېر مې خوښ شو .
غاټول هغه غزل دی چې زموږ د تاریخي عنعناتو  تر جماني کوي .  کلېوال دودونه ، کلېواله مینه او جرګې .....
په ریښتیا هم موږ په خپلو ولسونو کې د جرګو  دود لرو چې ډېرې لویې چارې  ترسره کوی او سترې پرېکړي کوي .  هغه پرېکړه چې د قومي مشرانو له خوا وشي تندر یې هم نه شي ماتولی .
یو بل توکی چې اند په غاټول نومي غزل کې  یاد کړی هغه د ډول ډنګ دی .  همدا ډنګ کله ناکله زموږ د قومونو د بخت برخلیک ټاکي .  ډول هغه وسیله ده چې موږ یې په غم او ښادۍ دواړو کې کاروو . که کله  ورته اتڼ اچوو نو کله  یې په ډنګ ډونګ د جګړې  ډګر ته هم درومو .
ډول کله د خوښۍ کله د مستۍ او کله هم د چېغې لپاره وهل کېږي .
اند په غاټول نومی غزل کې مینه هم له یاده نه ده ایستلي . دې که له هر چا سره په هر څه کې  د زرې زرې  حساب کوي . خو دې ته چمتو نه دی چې په مینه کې د هم له چاسره د زرې زرې حساب ته کینې .
ریشتیا داده چې د اند په هر غزل ډېرې خبرې کېدای شی .  خو زه په دې کم وخت کې به همدې څو کرښو بسنه کوم او د غاټول د غزل  له تاسو سره هم شریکوم :


غاټول


موږ که د جنګ تابيا کوله که مو سوله کړله
موږ به سلا په کې د ټول کلي راټوله کړله

کلي کې ډېر څه له سندرو او اتڼ پيليده
موږ به غزا هم راشروع د ډم له ډوله کړله

دې کې به هم نور د زرې زرې حساب ته کينو
ېوازې مينه وه چې مونږه به بې توله کړله

د خدای ددی ستر کائنات په خبر هله پو شوم
جانانه ما چې ژبه ياده  له غاټوله کړله

له هغه وخته  مازيګر کې مزه پاتې نه ده
اند چې توبه زياتي د بنګو له کنډوله کړله

په اخر کې زه ښاغلي اند ته د دواړو ټولګو د خپراوي مبارکي وایم . اړ د لا بریالیتوب په هېله یې یم

ستا سو ټولو نه هم مننه