د cheena cheena لخوا خپرې شوې لیکنې


زما داغستان- دویمه برخه

ددې کتاب د پیدا کېدو د څرنګوالی په اړه                                                              او دا چې چېرته لېکل شوی دی . ........ په تېر پسې :

04.05.2009 cheena

ترانې ، اجمل اند

یو څوک و  چې پر شوڼدو يي پاللې ترانې. له سترګو يي لمن کې  ورېدلې ترانې.  یو شړنګ و د بنګړو چې له مړونده  تاوېده.یو څوک وه ،  په لاسو يي رانېولې ترانې. یو پیر و  چې يي راکړه طریقه د حافظې.کنه ، له ما نه مخکې هېرېدلې ترانې. یو سیند و  په سندرو به له غره راکوزېده.څپو به يي په غېږه کې راوړلې ترانې . پاچا و، اوس موده وشوه په ژبه دی ګونګی.همدا و  چې يي  ټول ښار کې  وژلې ترانې يو ښار و،چې

03.05.2009 cheena

خوا مې په غره بده ده ، اجمل اند

زه په دې نه  یم چې د سپینو سپینو څوکو بازاناوس د بډايو عربانو د ماڼیو منځ کې په اوسپنېزو چګسو تړلي .زړه مې د سپینو غره په ها دنګ کمره کې پر هاغه ځاله سوزې چې له کلو په کې څو سپینې هګۍ کمره په غېږ کې امانت ساتلي ها کمر،  هره شپه چې شپه پخه شي د یو سپین باز الوتپه خوب کې ویني . په دې هم نه یم چې ها ژڼی شپونکی د ترهګر  په تور زندان وخوړکوچې د زړه په رنځ اخته شوه او رمه يي وچکالۍ واخېسته خوا مې د زوړ شپاله یوې ډډې ته&

27.04.2009 cheena

ملنګ بابا/ اجمل اند

ستړی يم ، تږې يم ، ملنګ بابا راکړه  يو ډکه پياله بنګ  بابا دې دوو غږونو پسې ډېر خپه  يم د منګي ټنګ ، د سېتار شرنګ  با با لکه  له مات لښکر نه پاتې سپاهي نورمې بايللی ،  ژوند ته جنګ بابا اوس مې ددې ښار خلک وپېژندل اوس له هرچا نه کوم څنګ بابا زما  په نوم هم يو جنډه وتړه غواړمه نور شم ، ستا په رنګ بابا نور له روښانه څراغونو ستړی را مې کړه بيا بيل او کلنګ بابا

30.01.2009 cheena

رياضت ، اجمل اند

زما نور شعرونه او لېکنې  زما په ځانګړې پاڼه کې د همدې کرښې په کېکاږلو کتلئ شئ .  xml:namespace

27.01.2009 cheena

زما نوي پاڼه – اجمل اند

درنو لوستونکیو ، تاسو کولای شئ  د لاندې لېنک په کېکاږلو زما د شعرونو لېکنو نوي ځانګړې پاڼه وګورئ. زما د شعرونو او لېکنو ځانګړې پاڼه http://www.ajmalaand.com    

11.01.2009 cheena

زما شعري ټولګې ،اجمل اند

درنو لوستونکیو ، ما د خپلو نویو او پخوانیو شعرونو  څو ټولګې په برېښنايي بڼه چمتو کړې . ۱- د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب ..  چاپ ۱۳۷۹ لمریز کال ۲- څپو کې انځورونه .    چاپ ۱۳۸۱ لمریز کال   ۳- هېندارې او چېنې . چاپ  ۱۳۸۵ لمریز کال ۴- دا ښار ، هاغه غرونه . چاپ  ۱۳۸۵ لمریز کال ۵- سلام ، سپین غره !  .  ناچاپ . دا شعري ټولګې اوس له له ماسره په برېښنايي بڼه چمتو دي . که څوک يي له لوستلو سره لېوالتیا ولري نو زه ک

04.01.2009 cheena

ما لکه د شمعې تورتم خونې رڼا کړې دي

ما لکه د شمعې تورتم خونې رڼا کړې دي  

11.12.2008 cheena

سلام ، سپین غره ! اجمل اند

  سلام ، سپين غره ولاستړی يمهرود  دې څه بلې خواته وړی يمه د یو څو دنګو ودانيو منځ کې لکه بندي يم ، لکه مړی يمه چې سپېنې ورېځې کله ووینمهخدای خبر ولې  رایادېږ ې راته  لکه دا ستا د غېږې سپینې واورېپه زړه میده میده ورېږې راته سپین غره ،ما به ملامته ګڼې چې ستا اهونه مې سندرې نه کړې ستا له زګیرویو او سلګیو څخه مې چېرې جوړې

03.10.2008 cheena

غزل ، اجمل اند

  مازیګر کې نو اوس هغسې خوند نه شته رود ېوازې له غره راشي او اند نه شته څه ټپونه يي په زړه دننه پټ دي خو داغونه يي سینه کې څرګند نه شته اوس پر کاڼو د خوبونو عادت شوی اوس يي هسې تر سرلاندې مړوند نه

28.09.2008 cheena

لاروی - اجمل اند

اوس نو یم تللی ، اوس نو پردی يم اوس یو تیر شوی، مازيګری يم مخکې روان يم ، خو شا ته ګورم دا چا کوڅه ده ؟ چې ټکنی يم خولې ، خولې يم، پنډ مې په شا دی په ښار کې ورک يم، د غره سړی يم

26.09.2008 cheena

خبرونه

هر ورځ چې زه سهار  له کوره و ځمد کابل کوڅې وي دوړې او ګردونه په هر ګام کې  حادثې راپورته کېږي واړه  ښار وي   خبرونه ، خبرونه حیران پاتې سړکونه او واټونه په هر ګام د دنګو غاړو تیندکونه ماڼیجن ، غمجن ، غمجن یې سهارونهستړي ، ستړي  او بې خونده ماښامونه لمر لوټلې وي له ټول  ښاره رنګونهبېلې لارې ، بېل فکرونه ، بېل سرونه له پېکیو  نه لویدلې  سره ګلونه تار په تار پراته کوڅو کې وربلونه هر ورځ&

25.09.2008 cheena

لومړۍ دوی راغلل.......د سولې د نړېوالې ورځې په مناسبت

لومړی دوی  راغلل یهودانو پسېخوما نارې نه کړلې. ځکه چې زه خو نو یهود نه ومه بیا نو دوی راغلل کمونیستو پسې خو بیا هم چوپ پاتې شوم  ، ځکه چې زه کمونیست هم نه ومه بل ځلې راغلل سوداګرو پسې بیا مې هم هېڅ ونه ویلځکه زما په سوداګرو څه  و؟ خو اخر راغلل دوی زما په لټه دغه مهال نو هېڅوک نه و پاتې چې له خولې اف وباسي    ددې شعر د شاعر په اړه : مار

17.09.2008 cheena

دروژې مبارکه مياشت دې د برکتونو او نېکمرغيو.......

  د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت ، ټولو ته د زړه له تله مبارکي وایم . خدای (ج)  دې وکړي چې دا مبارکه میاشت به زموږ پر  ولس له خپلو ټولو رحمتونو او برکتونو سره رابره شي .  په دې هېله چې ددې مياشتې په اوږدو کې به&n

01.09.2008 cheena

سراب

  هاغه ده ، لمبه د سره ګلاب خواته روانه ده شېخه! بیا دې هېله د ثواب خواته روانه ده دا کوچۍ موده وشوه په دې دښته کې تږې ده .دا کوچۍ په هر ګام د سراب خواته روانه ده اوس مو له څپو نه د کرم تمه پرې شوې ده اوس خو مو بېړۍ د لوی ګرداب خواته روانه ده دنګو ودانیو سکون ټول له خلکو ولوټه ټوله زمانه د اضطراب خواته روانه ده غرو

07.06.2008 cheena

جنګ

حالات ښه نه دي ، حالات لا له ژونده رنګ غواړي لا غنمرنګ غواړي او لا د تورو شرنګ غواړی هغوی ډېر کم دي چې جونګړې جوړوي او درومي هغوي ډېر زیات دی چې ودان ښارونه ړنګ غواړي خپلې بربڼدې میخانې پرې په امان کې ساتي سمندر پورې خلک زمونږه غرو کې جنګ غواړي د ښار ښایسه دې نورې غټې سترګې نه توروي زورو شته له تورو سترګو نه کلنګ غواړي

07.06.2008 cheena

لېونی- اجمل اند

بیا لوېدلی له یو هاره سپین غمی دیبېګا رود له غره راوړی  یو زلمی دی چې بیاڅه  ټکه لوېدلي په تنګي ده؟په کرکڼو کې نری ، نری  لوګی دی یو قامت غشی خوړلی،  نړېدلی یو پیکي کې مړاوی شوی کشمالی دی دې سینه کې هم د مینې سمندر ودې سینه کې هم وړوکی شان زړګی دی  دې بې کسه غرو ته خپل ورپاتې نه شولزه پردی یم، ته پردی يي، دا پردی دی

05.06.2008 cheena

....او غرقاب هم ولاړ

هو هغه غرقاب یادوم چې  د ډېرو د بنډارونو یار و ، هماغه عرقاب چې کله به یې پر دریځ  شعر  اوروه   نو  د شرنګېدلې غږ انګازې به يې تر لرې سېمو پورې اوریدل کېدلې . نن مې غوښتل وررسره خبرې وکړم ، وروسته له ډېرې مودې یې  غږ واورم ،  وروستي ځل مې هغه پوره یو کال وړاندې په همدې پسرلي کې   په وزیرو کې دسپین غر په کلنۍ مشاعرې کې لېدلې و . نن مې غوښتل د ژوند د ستونزو او کړمو په اړه ترې وپوښتم ، نو واړه ثنا الله  ته مې  تېلفون وکړ ، خ

10.04.2008 cheena

سیند په پرخه کې ، څخه څو شعرونه - د اجمل اند ژباړه

بې له تا   مرګ بې له تا نه  وېروونکى نه دى .                                           ژوند دى                       &n

23.01.2008 cheena

تصویر -د اجمل اند یو نوی شعر

  یودنګ عکاس چې اوږدې څڼې یې پر غاړه پرتې او پرې یې مازې ټینګه کړې د شپو خولۍ ده.یوه اونۍ  وشوه دې ښار کې تصویرونه  ګوري .یوه اونۍ وشوه ددې ښار په لرغونو ودانیو ګرځي . هغه د  ښکلو انځورونو مئین ،ها د ښایسته او د نازکو شېبو،د تصویرونو ميئن  ،

22.01.2008 cheena

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more