ددې کتاب د پیدا کېدو د څرنګوالی په اړه
او دا چې چېرته لېکل شوی دی .
........ په تېر پسې :
زما ګرانې تسادا ،
زه هم د هماغې لويي نړۍ څخه چې پلار مې په کې دا ټول عیبونه اوټولې نیمګړتیاوې لېدلې وې تا ته راغلی یم ، ما ټوله نړۍ په یو پښه لټولې او د نړۍ بې شمېره عجایب مې لېدلې دي . کله مې سترګې د ښکلاوو په داسې منظرو اوښتې چې نه پوهېدم نظر مې پر څه متمرکز کړم ؟ نظر مې له یو ښکلې معبده پر بلې ښکلې معبد او له يو ښکلې مخه بل ښکلې مخ ته الوت . خو زه پوهېدم ، هغه څه چې نن يي ګورم که هر څومره ښکلې وي سبا ښايي له دې هم ډېرې ښکلي منظرې ووینم . .... پوهېږي نړۍ پای نه لري . ...
د هندوستان له معبدونو ، د مصر له اهرامونو ، د ایټالیا له ودانيو په بښنه .
د امريکا له لويو لارو ، د پاریس له برجونو ، د انګلیستان له پارکونو ، او د سویس له غرونو په بښنه .
د پولیڼد ، جاپان او روم له پې مخو په بښنه. ما ستاسو له نندارې خوند اخيست ، خو زړه مې په ورو تپېده. او کله که مې د زړه ټوپونه زور هم اخیست ، نو په هغې اندازه نه و چې ستونې مې وچ او سر مې وګرځي .
نو بیا ولې اوس چې مې له سره دغه اویا خړ کورونه چې د غرونو لمنې ته يي پنا رواړې ولېدل ، زړه مې په سینه کې داسې ټوپونه پیل کړل چې غاښونه مې لړزېږي ، سترګې مې تور خوري او سر مې راباندې تاوېږي ، داسې لکه ناروغ یا نشه چې یم .
ايا د داغستان دا وړ کلي د وينز ، قاهرې ، یا کلکتې څخه ښکلی دی ؟ ایا هغه د غرونو د کلي اواريي میرمن چې د خشاکو پنډ يي پر شا دې او په پیچومې کې خرامانه روانه ده ، د سکنډنیاوي ښکلو نجونو څخه چې دنګ قدونه او زرین ويښتان لري ډېره ښکلې ده ؟
تسادا !
زه ستا په شینکیو کې پل اخلم . د سهار یخه پرخه زما ستړو شویو پښو ته ناز ورکوي . زه ان په غرنیو رودونو کې هم مخ نه وینځم ، بلکې ستا د غېږي په رڼو چینو کې خپل مخ وینځم.
وايي ، که چېرې غواړي اوبه وڅښې له چینې يي څښه ! دا هم وايي او پلار به مې هم ویل چې :
سړی ېوازي په دوو ځایونو کې په ګوڼډو کېدای شي یو چې له چینې اوبه څښې او بل چې له ټیټ بوټي ګل راشکوي .
تسادا ! ته زما چینه يي ، په ګونډو کېږم او ستا له غېږي د ژوند اوبه څښم .
یو کاڼې وینم او د پاسه پرې یو روښانه سېورې ، دا سېورې پخپله زه یم . هسې چې دیرش کاله مخکې وم ، د یو لوی کاڼې پر سر ناست یم ، او پسونه څروم ، پشمي خولۍ مې پر سر ده او یو اوږد ډانګ مې په لاس کې دی او په پښومې خاورې او ګردونه پرېوتې دي .
له یو پېچومې تېره شوې نرۍ لاره ګورم او پر لاره یو روښانه سېورې . دا سېورې هم زه يم هماسې چې دیرش کاله مخکې وم . په یو کار پسې ګاونډي کلي ته تللی یم ، او یا مې پلار استولی يم .
په هر پل له خپل ځان سره ، یو وړ ماشوم يم ، له پسرلیو سره ، له بارانونو سره ، له ګلانو سره ، او د مني د رژېدونکیو پاڼو سره مخ کېږم ، کنګل شم او زړه مې له یو لوړې څخه د راتویېدونکیو اوبو ځړوبي ته وسپارم .
سړې اوبه د کمرې د څوکې له یوې لوړې پر بله لوړه رالوېږي ، اته وارې د اوبو بلورینې زرې چې د بوډۍ د ټال اوه رنګونه په کې له ورايه ښکاري هرې خوا خپرېږي ، او بېرته سره یو ځای کېږي ، او په پای کې زما پر سر، اوږو او لاسونو رالوېږي .
د پاریس د شاهي ماڼې ښکلا ستا د غېږي د سړو ځړوبو په وړاندې لکه د لوبو پلاستیکي شیان برېښي .
د هغې ویالې او به چې د غرنې رود څخه زموږ تر کلی راځي د ورځې په اوږدږ کې د رڼو کاڼو څخه د تېریدو پر مهال ګرمېږي او د لندن د میټروپل د عصري هوټل اسماني رنګه کاسې زموږ د غرني کلي د تودو اوبو دکاسو په وړاندې هېڅ نه دي .
هو، زما خوښېږي چې په لویو ښارونو کې پلي قدم ووهم ، خو سره له دې هم کله چې په یو ښار کې پنځه شپږ وارې ګرځم نورې يي نو کوڅې راته اشنا شي او په دې ښار کې مې د همېشه قدم وهنې مینه په زړه کې تمامه شي .
خو زرم وار به وي چې د خپل کلي په لویو لارو اوتنګو کوڅو کې ګرځم له ګرځېدو نه مړېږم او هېڅ مې له ګرځیدنې سره لېوالتیا نه کمېږي .
په دې سفر کې هر کور ته سر ورښکاره کوم ، د هر نغرې په وړاندې چې اور په کې بلېږي او د ګرمو سکرو ایرې په کې وي سر ټیټوم ، هسې زما پر سر هم اوس د سپینږیرتوم خړه ایره ناسته ده .
د هغو زانګو ګانو تر څنګ چې د داغستان راتلونکې ځوانان او پېغلې په کې لاس او پښې وهي ، د هغو زانګوګانو تر څنګ چې تشې خو لا ګرمې دي او د هغو زانګو ګانو تر څنګ چې بالښت او توشک يي له مودو راهېسې ساړه شوې ، درېږم .
د هرې زانګو تر څنګ فکر کوم چې زه خپله په دې زانګو کې ویده یم . او لا هر څه مې په وړاندې پراته دي . هم د داغستان د پېچومو ډکې لارې ، هم د روسيي لويي لارې او هم د نورې نړۍ د هېوادنو لويي لارې او هوايي ډګرونه .
زه نويو زېږدولو ماشومانو ته ( الاهو ) وايم او هغو زما ساده ترانو ته غوږ نېسي او په خواږه خوب ویدېږي .
دتسادا په هدېره کې چې پر زړه قبرونو يي واښه راشنه شوې او له نویو قبرونو يي لا هم د ګلانو بوی پورته کېږي هم ګرځم او ټولو مړیو ته دعا کوم .
د ویر په مراسمو کې چپ او ارام کینم ، او د ښادۍ په محفلونو کې خوښې او نڅا کوم . هغه لمن لمن کېسې او خبرې چې تر اوسه مې نه وې اورېدلې اورم ، ډېر هغه شیان چې یو وخت پرې پوهېدم خو هېر شوې مې وه له سر په یادوم . او د زړه د ژورو څخه مې زړې هېرې شوې خاطرې راتازه کېږي .
نوې شیان په خپلو سترګو وینم ، زاړه په غوږونو اورم او رایادوم يي .
افکار مې د هغورنګارنګ تاورونو غوندې دې چې د لوي ( دوک ) نه تاو شوې وي . په ذهن کې مې هغه له نقشونو او رنګونو ډکه غالۍ انځوروم چې کېداي شي له دې تاورونو يي و اوبم .
په کلي کې لکه یو شوخ او شيطان ماشوم
ټوله ورځ به مې د مرغیو ځالې لټولې
عشق راغۍ او په نېلې نظر يي
د کلي په یو ارام او لوی سړي بدل کړم .
د (( ږلۍ )) په نوم له ټولګې څخه
هو ما د خپل عشق منظمومه پای ته ونه رسوله ، باید منظومه مې تمامه کړی وی ، خو له یو داسې حالت سره مخ يم لکه چا چې یو بېړنۍ ټېلګرام تر لاسه کړی وي ټول کارونه یوې خوا ته پرېږدم او هوايي ډګر ته ځان رسوم .
ياداسې ده ، لکه د غرونو د کلي میرمن چې له غرمې مخکې اور بلوي څو د پرون ورځې څخه پاتې خواړه چې د ټولې کورنې لپاره بسنه کوي په نغري کېږدي او تاوده يي کړي . خو ناڅاپه یو میلمه راځي . باید پروني خواړه له نغري بېرته لرې کړي او د میلمه لپاره تازه خواړه پاخه کړي .
يا داسې ده ، لکه یو ځوان چې د واده په محفل کې د زوم سره څنګ کې چې ددده نېږدي ملګرې او همزولی دی ناست وي ، خو ناڅاپه اړ کېږي چې له خپله ځایه پورته شي او خپل ځاي تر ده مشرانو ته چې همدا اوس مجلس ته رارسیدلي خوشې کړي .
او يا داسې ده ، چې د کلي سپین ږیري د میلمنو په خونه کې راټول شوې او ماشومان هم هملته لوبې کوي خو ناڅاپه ماشومان د میلمنو له خونې شړي ، ځکه سپین ږیري غواړي د کلي د یوې مهمې مسلې پر سر خپلو کې سلا مشوره وکړي .
کله ناکله داسې فکر کوم چې زه ښکاري ، کب نېونکی ، او سپور یم ، د افکارو په ښکار پسې ځم ، هغو نیسم ، زین يي پر شا ږدم او کمچینه ورکوم . کله داسې فکر کوم چې زه غرڅه، کب او یا اس یم او په سر چپه توګه افکار او احساسات راپسې دي ، زین کړی يي یم او هره خوا يي چې خوښه وي ما بیايي .
هو ، افکار او احساسات لکه د غرونو په کلیو کې میلمه ناڅاپي او پر ته له مخکي تر مخکې خبره راځي . د افکارو او احساساتو څخه هم څو ک نه پټېدلې او نه تښتېدلی شي . لکه له مېلمه چې نه د پټېدو لاره شته او نه د تېښتې .
زموږ د غرونو په کلیو کې وړ او غټ ، قدرمن او ناقدرمن میلمه نه شته . تر ټولو وړوکی مېلمه زموږ لپاره تر ټولو قدرمن دی . تر ټولو وړوکی میلمه د ترټولو دروند کوربه څخه ډېر قدرمن دی . موږ میلمه ته د وره په درشل هرکلی وايو، ا و پرته له دې چې ترې وپوښتو څوک او د کوم ځای دی ؟ هغه د کور په بر سر کې اور ته نېږدي په توشک کېنوو .
د غرونو په کلیو کې میلمه تل ناڅاپي راځي خو موږ هېڅ کله هغه نابللې میلمه نه بولو ، ځکه موږ هره ورځ ، هر ساعت او هره شېبه مېلمه ته سترګې پر لاره یوو .
ددې کتاب د لېکلو فکر هم لکه د غرونو په کلي کې میلمه زما په سر کې پیدا شو .
یاداسې ده ،
لکه له بېکارۍ چې پر دېوال ځړېدلې سیتار راخلي او هسې يي ټنګوي چې معلومه کړې سور دی کنه ! خو ناڅاپه یوه ښکلې نغمه غږوي او ټنګ ټونګ په یوه موزونه سندره بدلېږي . چې پر غوږونو ښه لګېږي . خپله هم سندره وايي او نه پوهېږي چې شپه کله پای ته رسیدلې او سپیده چاود رسیدلې .
یا داسې ده ، چې یو زلمي په یو واړه کار پسې ګاونډي کلي ته ځي ، هلته ځان ته میرمن مومي او چې بېرته راځي نو خپله پلي را روان وي او میرمن يي د اس پر زین را سپره کړې وي .
د مجلې قدرمن چلونکیه !
زه ستا هغه هېله چې په لېک کې دې راڅخه کړې وه پوره کوم . ډېر زر د داغستان په اړه د یو کتاب لېکل پېلوم ، خو ما وبښه ، لږ تر لږه نه شم کولای په هغه موده کې دا کتاب بشپړ کړم چې تا راته ټاکلې ده . زه باید ډېر پېچومې له پښو تېر کړم او زموږ د داغستان پېچومې ډېر نرې او له لوړو ژورو ډک دي .
زموږ غرونه لکه الماس له لرې ځلېږي او زه نه شم کولای ( زما داغستان ) په هغو نهو لسو پاڼو کې چې تا ويلي را ونغاړم .
زه ددې توان نه لرم چې د داغستان د نن او سبا په اړه ، ددې خلکو د لاس ته رواړونو په اړه ، ددې غرونو د اوږده تاریخ په اړه ، ددې خلکو د هېلو او امیدونو په اړه ، د دوی د ستونزو او ناسمو کارونو په اړه ، او ددې خاورې د ستاینو په اړه هسې چې تا غوښتي لېکل وکړم .
زما وړوکی زړه ددومره دروند پيټې د پورته کولو تاب نه لري . زه نه شم کولای چې د غرونو ددې وطن د څپاندو رودونو ، زورورو سېلابونو ، او ددې خلکو د برخلیک په اړه په خپل دې واړه قلم دومره لېکل وکړم . ان د یو څاڅکې په اړه لېکل يي هم ګران کار دي .
وايي :
په تصادفي توګه يي هډوکي وغورځاوه ، او هغه د د غرڅه پر سر ولوید چې ترې د غرڅه ښکلې ښکرونه پیدا شول .
وايي :
که شپه نه وی ، ور ځ به هم نه وه .
وايي :
ــ بازه ! چېرې دې نړۍ ته سترګې پرانېستي ؟
ــ په تنګي کې .
ــ بازه ! چېرې الوزي ؟
ــ د اسمان پراخې او شنې غېږې ته .
پاتې لري ....