سلامونه او ښې چاري
تر هرڅه له مخه و ښاغليو شېرزادکامه وال صاحب ، مجيب الرحمان انګار صاحب او هژبرشنواري صاحب ته وايم چې
ډېر تشکر ډېره مننه اشنا
چې دي پوره کړه زماغوښتنه اشنا
راسره نشته داسي تور ي زرين
چې دي پرې وکړمه ستاينه اشنا
په هر صورت ! د درې واړو دي کور ودان او خوښۍ په برخه وي چې له ماسره يې دويبلوګ په جوړولو کې سل په سل کې مرسته وکړه.لوي څښتن دي دوي ته توان ورکړي چې د،ملالۍ دټپودژبي،نور هم خدمت وکړي او ځوان نسل تشويق او و ورته يوه بېلګه وګرزي .امين
قدرمنو لوستونکو ! دکوهار په نامه ويبلوګ يوازي زما نه بلکه دټولوپښتنو دی .په دې کې به زه دخپلي ماتي ګوډي شاعرۍ سره سره دبوري دشاعرانوشعرونه او ليکني خپروم او په بوري اوشاوخوا سيمو کې به مو له ادبي بانډارونوخبروم او دسيمي له شاعرانو او هنري څهروسره شوي مرکې به درته وړاندي کوم .
لتاسو څخه چې که په لويه پښتونخوا کې اوسۍ او که دمسافرۍ په غېږه کې ژوند کوی دا هيله او ارزو لرم چې لما سره مرسته وکړی ،خپل شعرونه اوليکني راولېږی ٠ مشورې راکړی او تېروتني راپه ګوته کۍ .نور څه که نه وي نو پرملادټکولو خو درباندي ګرسره حق لرم ځکه چې موږ ټول سره وروڼه يو. موږ دپښتو،پښتونولۍ او پښتونخوايو او دوي درې واړه زموږ دي .
ستاسو دمرستي او لاس نيوي په هيله
بوريوال کاکړ
جنوبي پښتونخوا بوری
ايمېل boriwalkakar@gmail.com
موبايل شماره 915-2320-334-0092