کنګڼ !

کاش چې باهو واي
ستا د دې ښکلي مړوند
تا ډېرپه مينه
تاډېر په شوق او غرور
زه اچولاي خپل نازک مړوند ته
په بې تابۍ
ديکړۍ په خزاني لمحو کې
دفکر ټال کې سپره
او کرزولاي دې زه
ما دي دلاس له خوشبو
رنګين احساس اخيستاي
په شپه چې تللاي کله
ته دخپل خوب په سفر
دا مرمرين مړوند دي
لاندي کولاي ترسر
مادرته غوږ کې بس کيسې کولای
او ښکلولای مې ستا
دا اوږدې زلفي او تکسره انګي
کله چې تا لري کولای کالی
ما دي په حسن مړولای سترګې
زه دي د ميني سرور
بې قرارۍ ته وړلای
زه دي د روح د ګلشن
په خوشبويي لمبېدای
ستادبدن انګڼ کې
بس زه تنها اوسېدای
نور څه دي نه وای
وای دا بې نومه تړون
کاش چې باهو واي
ستا د دې ښکلي مړوند