ليکوال : لکشمن ګنګولي (هندوستان )

 

زموږ په پنځلس کسيز دفتر کې اوو نجونو کار کاوه ، هغوې تر دې حده شوخې او د اور بڅرې وې چې بايد د خطر د نښې لرونکې جاکټونه يې اغوستلای ، ددوی ډېرې شو خۍ ددې لامل شوې وې چې پرې د ((اوګونو عجوبو )) نوم کېږدو .


  د غونډې په ورځ  چې ټول  د کنفرانسونو په خونه کې ناست وو او په چوپه توګه  مو د ريس د خبرو داوريد انتظار کاوه، د اووګونو غجوبو په کتاره کې  ، د خونې له کنجه  د لتا منګيشکر نری نارنجي  غږ راپورته کېده :

(( جب پيار کيا تو ډرنا کيا  / جب پيار کيا تو ډرنا کيا ))

ريس صيب په دې ګومان چې ګوندې  اواز د سرک د غاړې له لوډ سپيکر نه راځي  پورته  شو او کړکۍ و تړلې  ، د لتا غږ نور هم لوړ شو  (( پيار کيا تو ډرنا کيا )) هغه په غوسه وويل : دا څه حال دی ؟  د لتا منګيشکر سندره د ننه په خونه کې اوريدل کېږي !
د نجونو نه يې يوې وويل : که وايئ نو ولاړه به شم او د ال اينډيا راډيو ته به زنګ ووهم  چې سندرې بندې کړي ، ځکه موږ جلسه لرو .
ريس صيب وويل: سرونه مو په ګريوان کې ښکته کړئ، خلک سپوږمۍ او مريخ ته ورسيدل او تاسو د لتا او رفيع په دروازو پراته يئ ، ګومان کوم  کسټ مو راړی   دی .
له نجونو يو بلې وويل  :
_ پام کوئ  ، موږ له هسې نجونو سره د ګډولو تېروتنه ونه کړئ ، نن وايئ کسټ مو راوړی دی سبا ښايي ووايئ چې کمره مو راوړې ده ، بله ورځ به تور لګوئ چې د سينما هنر مندان مو له ځانه سره دفتر ته راوستي دي .......
بله جلۍ د خپلې خورلڼې په پلوئ پورته شوه  او ويې ويل :
_  ريس صيب  خبر اوسئ ،  زموږ غريبې او په دفتر کې کار کول په دې مانا نه دي  چې هر څوک دې پورته شې او زموږ په  ابرو باندې دې خبرې وکړي ، موږ فلم بازانې ، سينمابازانې ، او هېرو بازانې نه يو .
څلورمې جلۍ په داسې حال کې چې ژړل يې  و ويل :
_ اوس ښه شوه ، د ريس صيب زړه دی چی زموږ نه نڅاګرې او سينمايي ستورې جوړې کړي ، ريس صيب موږ له هغې ډلې  نه يو ، په خدای که به پوهېږم چې په دنيا کې څه خبرې دي !
ريس صيب ولېدل  چې دوی له هيڅ نه غر جوړوي نو ويې ويل : نن همدومره بس دی ، جلسه پای ته ورسېده ، بيا به بله اوونۍ کې خبرې کوو .  او د کنفرانسونو له خونې ووت .
نجونو د کسټ بل مخ واچوه او په يو ځای يې ورسره  د  سندرو په ويلو پيل وکړ :
((  اجارې ميرا پيار  ، اجارې  مېرا پيار ))
بله ورځ د نورو ورځو په پرتله ناوخته دفتر ته ورسېدم  ، سترګې مې پر هغه ليک ولګېدې چې د مېز پر سر مې اېښودل شوی و  .  له ځانه سره مې وويل ښايي رسمي مکتوب به وي ، خو نه ، کله مې چې پاکټ پرانيست  و مې ليدل چې يو عاشقانه ليک ماته کښل شوی دی ،   له القابو ، ګرمو او تودو وېيونو اوجار  قربان نه وروسته  مې ولوستل :
(( ګرانه موهنه !  زه نور  له دې ماشوم ډوله ژونده ستړې شوې يم ، که ته زما مېنه ومنې  نو له اووګونو عجوبو بېلېږم ، اخر زه هم انسانه يم ، غواړم ژوند او راتلونکی ولرم . سکون ولرم ، دا احمقانه ژوند را ته نور سپکونکی  او زورونکی شوی دی ، درسره مينه لرم موهنه! . (( ستا مـئينه ))
په خندا شوم . له ځانه سره مې وويل :  فتنې جلکۍ ! ړوند درته ښکاره شوی يم !  زه تاسو د اور بڅرې  ډېرې ښې پېژنم، خدای خبر چې څو څو واره به مو خپلو کې سلا کړي وي او بيا مو دا پاڼه ليکلې ده . غواړئ مانه مضمون جوړ کړئ  . ما ته هم موهن وايي ،  موهن  .  که زړه مو د ژونده درتور نه کړم خپل نوم به چوهن کېږدم . ليک مې څېرې کړ او همالته مې کېښود چې حق حقدار ار ته ورسيږي او خپله د مهيش دفتر ته ولاړم  مهيش په هغه ورځ يو څه انديښمن ښکارېده .

    سبا مې بيا هم د مېز پر سر يو ليک و موند ښه  مې واړوه راوړوه . لکه د مخکې په شان مې  له عاشقانه القابو ،  نښو او نومونو وروسته ولوستل :
(( موهنه ! پوهېږم چې ته اوس هم ما د نورو په ډله کې بولې ، خو زه په ګنګا مور سوګند يادوم چې  يوه سپڅلې نجلی يم . زما ژوند زما خپلو شوخيو او بې ځايه خنداګانو تبا کړی دی  ، غواړم له تا سره واده وکړم او د يوې شريفې ښځې  په څېر ابرومن کورنۍ ژوند ولرم . هيله کوم چې زما په خبرو به دې باور راشي .  ستا مئينه ))

بيا هم خندا واخيستم ، په زړه کې مې وويل : کليوال يم خو څلور بول نه يم . موهن  د خپل شيطانت په لومه کې نيسې ؟ پلار دې هم دا کار نه شي کولای .  بيا مې هم ليک د پاکټ سره يو ځاې څېرې څېرې کړ او پر خپل ځای مې کېښود . دا وار د راجيش دفتر ته ورغلم  ، خو راجيش هم ډېر په حال نه و چې د زړه خبره ورسره ګډه کړم .
سبا مې بيا د مېز پر سر ليک ايښی و، له خپل ځان سره  مې انديښنه وکړه چې دا لړۍ به ترکومې اوږدېږي ، ليک مې پرانيست ، که ريښتيا را نه وپوښتئ  د څو لومړيو کرښو په لوستلو مې يې زړه پرې وسوځېده ، هلته ليکل شوي و :
(( او خدايه  ! هر بدل چې راکوي منم يې  ،  د خپلو بي شرفو خورلڼو د لرلو له امله مې  په دې جاهلانه ژوند کې څومره خپل شخصيت او حيثيت تبا کړی دی ، اوس که خپل زړه هم پرانېزم او چاته يې ورکړم هغه يې  يو چل او دوکه ګڼي ، ای ګنګا مورې په خپلې دې  برباد شوي لور دې  مهربانه  شه، موهنه  په زړه کې دې پالم ، يوازې ته کولای شې چې ما له دې کډي نه راپورته کړې  . قسم خورم چې غواړم يو شرافتمن ژوند پيل کړم  . ستا مئېنه   ))

          له ځانه سره مې وويل که چېرې دا نجلی ريښتيا  وايي نو زما دا ډول چلن به يې  ښايي زړه ورمات کړي ، انسان چې کله خپله ګنا ومني او دهغې نه  د خپلې لارې د چپولو پرېکړه وکړي    نور نو هر څه سمېږي . خو نه ! پام کول او وړاندې فکر کول  ښه کار دی .  وايي څوک له يوې سوړې دوه ځله مار نه چيچي . خو که دا ريښتيا وايي ؟  او ريښتيا هغه ولې خپل نوم په ليکونو کې نه ليکي ؟ ((  ستا مئېنه  ))  (( ستا مئېنه )) يانې څه ؟  د هغوی کومه يوه به  وي ؟  ايندرا که ريتا ؟   ريګا يا هغه  درې څلور نورې ؟  په همدې فکرونو کې مې غوښتل چې  بيا هم ليک له منځه يوسم ، خو څه شی مې په زړه کې تېر شو . ليک مې په جيب کې کېښود او د ويکرم دفتر ته ورغلم  ، هغه مې چې ولېده نو يو څه وارخطا راته ښکاره شو .

سبا يو بل ليک په دې توګه پيل شوی و:
 ((  نازنين موهنه !  زما ژوند ، زما ناز ، زما سا ،  زما مينې او زما خوب  موهنه ! .....  ))
 او په دې پسې داسې نورې خبرې چې په يادولو يې لکه د انار شربت سور اوړم . د ليک په پای کې راغلي و  :
 (( زما د  زړه پاچا موهنه ! پوهېدم چې زما بي ګناهي او د مينې سپېڅلتيا به اخر تا قانع کړي . پخواني ليکونه دې و څېرل  . ښه دې وکړل .   زه تر همدې حده د خپلو ليونيو خورلڼو له لاسه  وړه او بدمرغه شوي وم .  ژوند مې له ژونده ډېر مسخرو ته پاتې کيده .  دادی اوس زما زارۍ ګنګا مور ومنلې  .  غواړم له تا سره پټې او مينه وړې خبرې وکړم  .  موهنه که چېرې داسې لېدنې ته چمتو يې نو  زه ستا هر ډول شرط د زړه له تله منم ، دا چې نوم مې د ليک په پای کې نه ليکم يو لامل لري  ، ان چې نوم مې هم زما له پخوا سره تړاو لري  ، غواړم چې ته خپله را ته يو په زړه پورې نوم  کېږدې  . زړه ته راتېر موهنه  ! درته مړه کېږم ، که چيرې ستا په وجود کې  يو زره احساس  او عاطفه وي  ما د تباهۍ له دې کندې پورته کړه او نور مې مه زوروه . بيا هم ستا خپل واک دی چې ليک مې لکه د پخوانيو هغو په شان څېروي او که  نه . پوهېږم ستا د مينې وړتيا نه لرم  خو کې چېرې د خدای په زړه  د مهربانی اوبه تويې کړې او د خبرو لپاره چمتو شوې  ، نو ددې لپاره چې په اول کې هېڅوک له موږ نه خبر نه شي  . له تا نه هېله لرم  سبا کله چې دفتر ته راتللې خپله ابي دريشي واغونده په ښې لاس کې دې يو سور ګل او په چپ کې دې خپله چتري  نېولې راشه ،. زه به ددې په ليدلو پو شم  چې ته کولای شې له ما سره خبرې وکړې  او ددې لپاره چې ته ما وپېژنې  نو زه سبا ته خپل سور کميس او سپينه لمن اغوندم ، زما او ستا ژمنه سبا سهار اته نيمې بجې  د کنفرانسونو خونه ده . ځکه هغه مهال  هلته هېڅوک نه وي  . موهن مينه درسره لرم ، درته مرم .  ستا مئېنه  ))
   ليک مې درې څلور ځلې ولوست . څنګه وکړم؟ نه پوهېږم . نه چې تېر مې باسي . نه ! انسان بايد  دومره بدبينه  او تنګ نظری و نه اوسېږي . له بله پلوه دا  هر څه ددې څرګندوی دي  چې جلۍ غواړي  انسانه شي .  دا  د ثواب کار دی  . سبا ورسره خبرې کوم ، ګورم چې څه کېږي . که هغه ريښتيا هم د شرافت سمې لارې ته راځي  ډېره ښه ،  او که و مې ليدل چې بيا هم تر بوسو لاندې اوبه تېروي  نو خپل کار به کوي پرېږدم يې .
     په هغه ورځ مې د ثواب د يو کار او په حقيقت کې په انساني لاره کې د يوې هڅې په توګه  خپله ابي دريشي واغوستله  او چتري مې هم په چپ لاس کې ونېوله . د سور ګل د موندلو لپاره يو څه سرګردانه شوم په هغو نېږدي ځايونو کې نه پيدا کېده  اړ شوم چې د لارې پر سر له ګل پلورونکي دکان نه يې واخلم   او په بېړه د دفتر خواته ولاړم  ، لږ څه ناوخته شوی و . نيغ د کنفرانسونو خونې ته ورغلم .
خدايه ! او خدايه ! کاش چې نن ورځ موټر وهلی وی! ، کاش د هاتيانو تر پښو لاندې راغلی وی ! کاشکې د دېوال لاندې شوی وی ! اخر زه ولې دومره ناپوه شوم ؟ اې چې ځمکه چاودلې او زه په کې ننوتی وی ! همدا چې دروازه مې پرانيسته له ويرې نه ځای پر ځای  وچ شوم ،  و مې ليدل چې شپږ تنه مې د همکارانو نه  د راجيش ، مهيش او ويکرم نه نېولې تر ورما، راوي او رام پورې د مجسمو په شان په يو ډول ابي دريشيو ،  په ښې لاسونو کې د سرو ګلانو او چپ لاسونو کې د چتريو سره  چپې خوا ته په يوه ليکه کې ولاړ دي  او منګ پاتې دي .  موږ ته مخامخ اووګونې عجوبي  په داسې حال کې چې ټولو سره کميسونه او سپنې لمنې اغوستي   کسټ ته غوږ دي ، له ډېر شرم نه له سره ترپښو په خولو کې لوند شوی وم ،  ښايي د سره ګلاب په شان سور اوښتی وم .  غوښتل مې په يو ګام له خونې ووځم  ، چې ناڅاپه دروازه پرانيستل شوه او زموږ ريس صيب له بلې هرې ورځې تر اوتازه  داسې چې ابي دريشي يې په غاړه په يولاس کې يې سور ګل او بل کې  يې  چتري نېولې وه   را څرګند شو  او د سترګو په يو رپ کې داسې بل ډول شو چې  ويل کېدای نه شي . زموږ چوپتيا ايندرا ماته کړه  :
__ ريس صيب که څه هم نن  جلسه نه لرو  ، خو څنګه که يو جلسه ونيسو  ، ځکه ټول حاضر دي او ښه  تراو تازه !

د تېږي غږ پورته کېده خو زموږ نه ، ريس  بې غږه غوږه په لړزېدلو ګامونو د دروازې خواته ور روان شو موږ هم په يو  کتار ورپسې لېکه شو . اووګونو عجوبو د خپل کسټ غږ لږ لوړ کړ . ما په داسې حال کې چې په بشپړه توګه مې ځان بايللی و د محمد رفيع غمجن غږ  اورېده  هغه لکه زموږ په حال چې يې ويل :
(( يه دنيا ، يه محفل ، ميرې کام نهين  ، ميرې کام نهين  ))