په ټوله لاره راته هغه سپين ږېري چې د يو وښکي څخه يې نسوارو لاره کړې وه او ګريوان څېرلي  چيغې يې وهلې ،  سترګو سترګو ته کېده د هغه ناري مې په غوږونو کې تاويدلې  : 

__ خبريال صيب ... ما ولېدل ، تور موټر يې وو ...  حکومتي موټر وو په دې سترګو مې وليدل  د موټر شېشې تورې وې  ما....ما ...ـما ....

په ياديدل  مې چې د پېښې ځای کې راټولو شوو پوليسو شاته ټيل واهه او بوډا  زموږ خوا ته ځان کشکاوه :

ما وليدل سهر لمرخاته مهال وو ...... ما تازه خپل  دکان غوړاوه .... چې دا مړي يې  د موټر نه دلته وغورځوه ..... سم  دم د حکومت  عسکر وو ...... خب.....خبر....

د خلکو ترمنځ مې دا غږ هم په ياد وو چې  ويل يې :

___ دا  بوډا دلته موچيتوب کوي .....

د يوبل خبريال سره يو ځای موټر کې خپه خواشينی  د دفتر خواته روان وم  نه پوهېدم  کوم غم له ځانه سره وژاړم.   د يو چا د دنګ لوټ شوي حسن  او که د خپل نيمکړي راپور  چې  دپېښی ځای ته له راتګ وروسته لا هم نيمګړی و.

هماغه بوډا چې څو شېبې مخکې مي ليدلې وو سترګو ته نيغ ولاړ  و.  داسې برېښېده چې هغه د پېښې په اړه ډېر معلومات لرل  او زما د راپو ر په بشپړتيا کې يې مرسته کولی شوه  ، خو د پېښې ځای کې  ولاړو پوليسو  د نورخلکو سره يوځای بوډا تر لنډو  نارو سورو وروسته  داسې شاته ورټيل واهه چې خوله يې ورټوله شوه... نور مې  نو  ونه لېده  .

بيرته مړي  ته  راوګرځېدم ، څو تنه نور خبريالان هم د خپلو کمرو او مايکروفونونو سره له مړې ګرد تاويدل . داسې برېښېده چې د پېښې ځای ته موږ او پوليس په يو وخت رسېدلي وو .

مړی ښځينه ښکاريده  .   لومړنيو رارسيدلو پوليسو ويل چې مخ يې له پېژندنې وتلی  پرې د غوړېدلې خړ  زاړه  څادر  نه يې ،  چې غالبا د هماغه موچي څادر به و ېوازې   پښې را وتلې وې او لامل يې هم دا وو چې څادر لنډو او مړۍ د کومې دنګې ښځې يانجلۍ  معلومېده .   دا چې  پوليسو يې ډېره د مخ پټولو هڅه کول  نو پښې يې  پښې له څادره وتلې وي  ، د  دواورو په شان په سپينو تښتېدلو   پونډيو د اس کمچينې ته ورته د وهلو سرې سر ټاپې ترسترګو کېدې  چې ځای  ځای  ورپورې  غوټۍ غوټۍ وينه  وچه شوې وه  .  د کاوبای شين رنګي پتلانه ريتاړې هم  په مړې د غوړېدلې څادر نه اخوا ديخوا وتلې  برېښېدې ،  پوليسو هيچا ته اجازه نه ورکوله   چې دمړی مخ  وګوري .  او يا نېږدي ورشي .  په خپلو لاسي مخابرو کې يې پرلپسې  په امبولانس پسې نارې وهلې .

په همدې کې  د سېمې د  پوليسو يو لوړ پوړې چارواکي را ورسېده ، دا ځل خبريالان په هغه ورټول شول ، نارې شوې چې ددې ځای د پوليسو د حوزې مشر دی ،  هغه دخپلې پوليسې کورتۍ تڼۍ سمې کړې چې تلويزني کمرې يې تصوير خراب را نه ولي ،  يو شېبه کې يې مخ په مايکروفونو  کې پټ شو :

 

__ تاسو به مو ډېر نه زوروئ ... اجازه راکړئ چې  لومړی خپلې څېړنې بشپړې کړو موږ لا هم ډېر مالومات نه لرو...

له کومې خوا پوښتنه وشوه :

__  تر اوسه مو ددې مړي په اړه مالومات څه دي ؟

__ ما وويل چې ډېر مالومات لا نه شته  خو ددې سېمې يو ٢٠ کلنه نجلی  دوه ورځې وړاندې  د پوهنتون له لارې ورکه شوې وه .... لومړنۍ څېړنې ښيې چې  ښايي  هماغه نجلۍ به وي .

__ ښاغلی  امر!  نو دا نجلۍ چا تښتولې وه  او ولې يې تښتولې ؟

دا  پوښتنه  خدای خبر چا وکړه خو د خبريالانو د ګڼې ګوڼې له منځه پورته شوه .

__ ما خو وويل  ډېر مالومات نه شته ،  په اړه يې تحقيقات روان دي   ما چې څه وويل دا يو احتمال دی او  وروستې مالومات نه دې زموږ څېړنې روانې دي  ...

په دې شېبه کې نو امبولانس را رسېدلی او مړی ور پورته کړی  شوی  هم وو ،  د حوزې مشر هم ورو ورو په داسې حال کې چې د خپل جيپ موټر په خوا  شا شا ته تللو  خپلې خبرې يې  تکرارولې :

 

 

 

__ لا ډېر مالومات نه شته ........وروسته به مالومات درکړو اوس تحقيقاتو ته وخت ورکړئ ....

 

دا ټول شيان په لاره رايادېدل .   له ځان سره خپل مشر ته  په غوسه وم ،  چې  ولې يې په دې سهار وختې زه داسې په  يو جنجال پسې راوستولم .  هسې باور وکړئ زه د تودې  جګړې له  منځ نه  په  راپور  ورکولو خوشاله يم  نه ددې ښار د جنايي پېښو  راپورونه ..... دلته بيخې بل ډول پېښې رامنځ ته کېږي ،  زه ملامت نه يم تر ما د سخت زړو خلکو  زړونه هم بوږنولی شي  ... خو اوس پېښه وه ،   نن چې په کوم شي  پسې راغلی وم بايد يو څه مې پرې جوړ کړي وی .  کنه د  دفتر مشر  بل کوم ځای ته  په تورو توتانو  پسې استولم  . چې  هغه به بيا جلا ستونزه وه .

 

خوا کې ناست ملګرې مې را ته وويل چې ولې دومره خوابدی يې ؟

 ما ويل :

__ يو خو پېښه د خوابدۍ وه اوبل ددې نه اوس راډيو ته څه جوړ کړم ؟ .... نه د مړي هويت مالوم دې او نه د پېښې څرنګوالی ؟...هغه د بوډا خبرې د يو عينې شاهد په توګه نيولی شو ... خو دا چې دا نجلۍ څوک وه،  چا وژلې وه؟  ولې يې په داسې په دردناک  مرګ   وژلې ؟  دا ټولې  پوښتنې بې ځوابه دي . او چې ځواب ورته پېدا نه شي   راپور ترې نه جوړېږي ....

 ملګرې مې چې هغه هم د يوې بلې ادارې خبريال وويل :

__ ښه وايي ،  هغه پوليس هم د کار خبره ونه کړه .

__ نو څه به کوو ؟

__ام م م .....  .  داسې وکړه چې ته دفتر ته ورشه او زه عدلي طب ته  ، او چې هر څه معلومات په لاس راغلل زنګ در ته وهم ...

 

.....څه وخت  وروسته  دفتر کې ناست وم او که ريښتيا درته ووايم نو  ددې ښار په مقدر مې فکر کاوه .

د نن په شان داسې ډېرې پېښې هره ورځ په دې ښار کې پېښېږي . باور وکړئ  دا ښار د ډېرو زورور خلکو ځای دی   ، بيخي ډېر زورور په کې  اوسېږي... ټول وسلې لري او ټول  زور لري ...

خو نن  زما بد مرغي ګوره ..... ما چې څومره ځان د داسې پېښو نه پټ ساته نن پرې اوښتی وم  ... او اوس مې  که له همدې نه يو څه نه جوړول  نو مشر مې خامخا په بله کومه تازه  لانجه اړولم    ... په همدې چورتونو کې وم چې ټيلفون مې وشرنګېده :  هماغه بل خبريال  و،  ويل يې :

__ خبره مالومه شوه

__ څنګه ؟

__ دا هماغه نجلۍ ده چې دوه ورځې مخکې د پوهنتون له لارې ترۍ تمه شوې وه .

__ نو چا وژلې ده ؟

__ اوس دلته د پوليسو يو مشر وويل چې فکر کوي  د حکومتي موټرو نه په ګټې د جنايتکارو يوې ډلې تښتولې وي  او بيا يې وژلې  وي .

__ ښه نو دا خو بيا هم نا مالومه شوه .

__ څه نا معلومه شوه ، ولاکه يو کال کې هم هغه خلک وپېژندل شي .

__ نو راپور کې  څه ووايم ؟

__ نو راپور کې دا هره ورځ موږ څه وايو؟  تا کله د کومې پېښې د عاملينو نوم اوريدلی ؟

__ نو څنګه وکړم ؟

__ همدا ووايه چې پوليس وايي لټه روانه ده او فکر کوي چې د حکومتي موټرو نه په ګټې کومې جنايتکارې ډلې دا نجلی تښتولی  وه .

__ ريښتيا  چې ولې يې مړه کړې ؟

__ د عدلي طب ډاکتران وايي چې پر وژل شوی نجلۍ په تېرو دوو ورځو کې پرلپسې په ډله ايزه توګه جينسې تېرې شوی  او ددوی معياينات ښيي چې  تېره شپه  له نيمې شپې وروسته  په ډېر شکنجه او ناوړه توګه وژل شوې ده .

__ مننه  ، وشوه .

 

د تيلفون ګوشي مې چې کېښوده نو مشر مې په خوا کې ولاړ وو.

__ هلکه څنګه شو سهارنۍ موضوع دې تعقيب کړه ؟

__ هو ، يوه  نجلۍ د پوهنتون له لارې  دوه ورځې مخکې تښتول شوې  او تېره  شپه وژل شوي .

__نه، نه .. ته چې سهار د ښار جنوب ته ورغلی وي  ، هغه موضوع ښيم  ؟

__ صيب هلته  همدا مسله وه ...  هلته يې د وژل شوې نجلی مړی غورځولی وو پوليسو ويل چې د حکومتي موټرو نه په ګټې جنايتکارو تښتولې . او بيا يې  تر تېري وروسته وژلې .

__ نو دا مسله  خو په راپور نه ارزي  ... په کومه بله موضوع کار وکړه !

__صيب !  ولې نه ارزي ؟ د بيلا بيلو لورو څرګندونې لرم،  پوليس ، عيني شاهدان ، عدلي طب  او د نجلۍ خپلوان .

__ ليونی کېږه مه څه چې درته وايم هماسې وکړه ، داسې پېښې هره ورځ په سلګونو رامنځ ته کېږي خبري ارزښت نه لري  . موږ خو نه شو کولای د هرې وړې پېښې په اړه راپورې جوړ کړو  .

__  صيب  !نو څنګه وکړم ؟

__ بس اوسه که کوم  تازه خبر پېدا شي  بيا به پرې کار وکړې .

 له دې سره  مشر زما له دفتره ووت  .  لا تر وره نه وو ورغلی چې  بېرته يې مخ را وګرځاوه:

___  ريښتيا ! يو کار کېدلی شي !

ماته چې  يې مخکينيو خبرو غوسه راوستې وه  دا ځل مې نو (  صيب  )  له خپلو خبرو نه لرې کړ    :

__ څه کېدلی شي ؟

__ که  په دې موضوع سبا هم کار وکړې او په ښار کې  په تېره يوه اونۍ کې  په ټولو رامنځ ته شوي  دا ډول مسلو يومفصل راپور جوړه کړې .

__ هڅه به وکړم .

__ اوس چېرته ونه خوځېږي ، که بله کومه مسله پېدا شوه چې تعقيبب يې کړې ...زه يو کار پسې څو دقيقي له دفتره بهر وځم ... که څه خبره وه تيلفون راته وکړه .

 

او له دې سره ووت ، د هغې له وتلو وروسته  نو  زه له غوسې  شين او سور اوښتی وم .  خپله غوسه مې پر مېز د پرتو ياودښتونو په څېرولو سړه کړه چې د پېښې په اړه مې ليکلي وو.   په  يوه   شرنګ مې په ګوتو کې  پاغونده پاغونده کړل او د مېز لاندې مې ور وغورځول :

__ عجيبه ده ..... ددې په ځای چې په عاجل خبر کې يې ونيسي وايي  خبري ارزښت نه لري .... دې يو دنګې نجلۍ ښکلا لوټل شوې ....ژوند يې اخيستل شوی .... دوه ورځي او شپې يې پرلپسې د حسن او ژوند سره لوبې شوې .... يو مور بوره شوې ... د ښار په منځ کې يو زده کونکې تښتول شوې .... حکومتي موټر جنايتکارو کارولی  ..... خو دا هيڅ خبرې ارزښت نه لري .... نو دا خبرې ارزښت بيا څه شی لري!!!

دا نو  هغه څه وو  چې شېبه  په شېبه يې  غوسه کولم.

ناڅاپه  هماغه نقشه چې تل يې په کار کې له خپه کېدو وروسته کاروم  په ذهن کې را وګرځېده  او هغه دا چې په انټر نيټ کې د دندو د اعلانونو پاڼې ته ورغلم .... زما چې کله هم له خپله کاره زړه رابد شي نو دې پاڼې ته په دې هېله راځم  چې که   د ځان په شرايطو  پوره  د بل کوم کار اعلان په کې ومومم ، خو دې کار کله هم زما درد  نه دی دوا کړی ،   او هيڅ کله مې هم ترې کومه پايله نه ده ترلاسه کړې .

په پاڼه کې مې د دندو اعلانونه کتل چې د تيلفون زنګ شو . مشر مې و :

__بلې صيب !

__غوږ شه ! يو عاجل خبر دی .

__صيب

__ خپل ايميل پرانېزه  د ولس مشر له دفتر نه يو مطبوعاتي اعلاميه خپره شوي ،، حتما به در رسېدلي وي ....

__د څه په اړه ده صيب ؟

__ دوه وزېران له دندو لري شوي دي،

__ دوه وزېران .....

__ هو  عاجل  يو لنډ راپور ترې جوړ کړه او په ژوندۍ توګه يې سټوډيو کې ولوله .

__بيخې سمه ده .

په کمپيوټر کې مې را رسېدلې د ولت د رياست خبرپاڼه پرانېسته ، ريښتيا هم خبره مهمه وه ،  د کابينې دوتنه وزېران لرې شوې وو او پر ځای يې نوي کسان ټاکل شوې وو .

زر  مې ترې  يو  لنډه  خبر جوړ کړ او  ددې لپاره چې نور اژانسونه را نه مخکې نه شي  په منډه منډه سټوډيو ته ورغلم  خبر مې په ژوندی توګه ولوست او خپور شو ....

 

 

بېرته چې د خپل دفتر  خونې ته رالنډ شوم نو له لرې مې د خپل تيلفون غږ واورېده  چې  بي صبره شرنګېده .  پرې ورمنډه  مې کړه  او  چې   هلو !  مې کړل نو  د مشر د غوسې  ډک غږ مې واورېده :

__ ته ړوند خو نه يې دا څه چټيات دې وويل ؟

__ صـ.....صـ    صـ ...يب  اعلاميه مې ولوسته

__ دا وزېران  په ادارې فساد لرې شوې دي  ،   نه په اخلاقي فساد !

__ صيب ! خو ما هم ادارې  فساد ويلی .

__ تا اخلاقي وويل ،  او  هغه نورو خبرو په دې پورې څه اړه لرله ؟

__  هن ! صيب پو نه شوم .. ما هماغه څه وويل چې خبر پاڼه کې راغلي وو .

__ زه پنځو دقيقو کې در رسېږم  ،  دغلته به دې پوه کړم .

او ددې سره يې تيلفون بند شو .

د هغه د تيلفون په بندېدو سره مې  يو واربيا د ولس مشر  د دفتر خبرپاڼه ولوسته  ويل يې چې د کابينې دوتنه وزېران  د ادري فساد او درغليو  په تور له دندو ګوښه شوې دې .

ژر مې  خپل خبر چې په کمپيويټر کې مې ټايپ کړې وو  پرانيست :

 (( د افغانستان ولس مشر نن په خپل يو فرمان  کې  دوه تنه د کابينې وزېران  د اخلاقي فساد په تور له خپلو دندو ګوښه کړي دي  ....... دولت دا ګام وروسته له هغې اخيستی  چې  نن سهار وختي  د يوې  ٢٠ کلنې نجلۍ   مړی  څوک چې د پوهنتون له لارې دوه ورځې مخکې  د حکومتي موټرو په مټ  تښتول شوې وه  و موندل شو .  ډاکتران وايي چې دا نجلۍ تېره شپه نا وخته وروسته له دوه ورځو پرلپسې جينسي تېر يو  په  دردناک مرګ وژل شوې ده ))

 

د خپل  خبر تر لوستلو وروسته مې ټکان وخوړ او دې ته حيران وم  چې خير که  ادارې فساد په اخلاقي فساد بدل شوی ،  تېروتی  به يې ،   خو دا وروستۍ جملې په دې خبر کې له کومه شوې ؟ ... په خبر پاڼه کې خو ددې جملو بوی هم نه  شته  .

زما په هغه  راډيو کې دا وروستی خبر وو خو اوس چې ډېر وخت وتلی او خپلو کې خبرې کوو ،  باور وکړئ که   اوس به مې  هم ذهن ته راځي چې هغه وروستنۍ دوه جملې زما خبر ته له کومې راغلې وي  او څنګه ليکل شوې وې !؟