د ahmadi ahmadi لخوا خپرې شوې لیکنې


هسې نوم

دلته ژوند هسې یو نوم دیدلته ځمکه فضا مړه دهدلته واک د بدرنګیودلته هره ښکلا مړه دهدلته تور خزان ټولواک دیها د وړانګو خندا مړه دهدلته هر سهار په غم دیدلته سپینه رڼا مړه دهدلته مرګ او ویر یو ځای ديد سرو شونډو موسکا مړه دهبس ژړا، اوښکې افسوس دید خوښیو معما مړه دهیو بل کلک ولو په ډه ډهواخ د رحم کیمیا مړه دهد مرګونو تل ته درومود ویاړونو لیلا مړه دهد لوی  غم غبار پرې خوځيپه دې څوکو هما مړه دههر یو کور دی د ویر لاس کېد ګ

21.09.2008 ahmadi

انتظار

ما لامال چې دا وګړي په سكون شيسر تر پايه ملبس په ښه قانون شيد خوږو خوږو اخلاقو باران وشيګډ په مينه د خوښيو د لاريون شيهر عمل يې د وياړونو سره مل ويد رڼا په وړانګو ګډ يې ټول ژوندون شيد پوهنې څرك په دې خوا كړي رامنډېبيا د لمر سره ملګرى تياره يون شيخوږ شربت د پلوشو پريمانه وركړيځينې ورك د تورتمونو تور بيلتون شيد سپيڅلو ولولو كاروان خوځيږيبيا يې مخه د ښكلاوو په سمون شيلويه خدايه ستا كرم ته انتظار يوبيا به كله محبت دلته راستون شي

07.09.2008 ahmadi

په څو دی؟

د سجدو سپیرو منګولو مې د سوال کچکول نیولیلاس په نام درته ولاړ یم محرابي حسن په څو دی؟په دې لویو ټاپو وزمو کې تری تم شو جانانهد ښایست معماره وایه عقابي حسن په څو دی؟چې امیل یې کړم د غاړې تور وربل ته سپین پړونید پۍ مخو، سپینو وړانګو حجابي حسن په څو دی؟د خوږو، ترخو یادونو کتابونه پسې ګورمما په خپله دی ورک کړی شهابي حسن په څو دی؟له سندرو سره یو ځای به چې شنې کوترې راغلې خدایه پاس د آسمان زړه کې نیلابي حسن په څو دی؟د امید په سرو غوټیو د تورتم خنجر خښ 

15.07.2008 ahmadi

له کنداره چیرې تللې

بوره، وراره،  مروره له دې ښاره چیرې تللېبیا د ژوند په دکان نشته له بازاره چیرې تللېد دې بخت یاري یې پریښوه چې وو نوی زیږیدلید ځیګر ملنګ له سیمې او دیداره  چیرې تللېهر یو ګل کچکول په لاس کې هر بلبل ورپسې ژاړيله دې تش، سپيره، ټپي، ټپي  ګلزاره چیرې تللېپه خندا کې یې څرک نشته له ژړاوو مروورهد دې تږو اسویلیو له کناره چیرې تللېله ګورګرو نه خفه ده په نښتر یې نظر نه شيد مڼې په خوا کې ورکه له اناره چیرې تللې د خمار وږمې  دي تشې د نارنج له خ

10.07.2008 ahmadi

آتمه مڼې ګل کتاب چاپ شو

د ویاړ ځای دی چې نن ورځ د هیواد د ملي پښتو ژبې ودې او د افغان اصیل  کلتور غوړیدو ته په مختلفو بڼو کار کیږي. که له یوې د افغانستان کلتوري ډګر هره میاشت د لسګونو تخلیقي آثارو ادبي څیړنو او ډول ډول کلتوري هڅو ګواه دی چې زموږ په ټولنه کې د خپریدو چانس مومي  نو له بلې خوا د هیواد کلتوري ټولنو، ادبي مجلسونو، ولسي مشاعرو، فرهنګي میلو او پوهنیزو محلفونو بهیر هم  د ورځې په تیریدو خپلې روښانه څپې د ملت د ویاړونو په سیند ورګډوي او د اهمیت ګراف یې د لوړیدو په لوري روان دی.په افغانستان

19.06.2008 ahmadi

د یوې خبرې ځواب

ګرانه سوله له داسې یوه بختور جوهر څخه عبارت دی چې د یوې ټولنې ټولو هستوګنو وګړو  ته له خپلو ایماني او وجداني واجباتو  سره یو ځای لویه بریا، ژوند، مینه، ورورګلوي، دوستي، پرمختګ او هر اړخیزه ښکلا په برخه کوي. دا چې زموږ ځوانان د خپلو هڅو، زده کړو او لوبو په وسیله په  نړیوالو سیالیو کې د اتلولۍ مډالونه خپلوي، تاریخي ویاړونه په لاس راوړي او هیچا ته یې هیڅ ډول ضرر نه وي ور رسولي بلکي د ویاړونو د ګټلو افتخار ورته منسوب وي آیا دا کوم بد کار دی چې و ستایل شي؟ګرانه تا چې خپل ځان ته په

05.06.2008 ahmadi

افغانستان، کرکټ او ملي اتلولي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دې و توانیده چې د انګلستان په جرسي ټاپو کې د روان ۱۳۸۷ کال د غبرګولي په ۱۱ چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د مې له ۳۱ نیټې سره برابره ده د نړۍ د څلورو ټاپو وزمو د  ۱۲ هیوادونو د کرکټ په سیالیو کې نړیواله اتلولي د افغانستان لپاره ځانګړې او خپل ګران هیواد ته د اتلولۍ د کپ په راوړلو بریالۍ شي.د تاریخي ویاړونو، خوښیو او شکرونو ځای دی چې زموږ هیواد له یوې اوږدې غمیزې وروسته په بیړه بیړه  د دې جوګه کیږي چې د خپلو زیارکښو بچیانو پر مټو په نړیوالو ډګرونو کې د ویاړو

05.06.2008 ahmadi

د امید رمې

د ګلزار سپیرې منګولې راشه ډکې کړه له ګلود رنګونو پیمانو ته غنچې راوړه د مرسلوزه د اوښکو په تسبو باندې ثنا د ښکلا وایمراته فرش تږې لېمې کړه په رنګه رنګه سنبلود سندرو له بوخڅې نه د خوښیو خیرات غواړمد موسکا په جام یې ویشم زه د مینې پر ښاغلوتوتکۍ ورته رابولم د بورا سهم به ورکړموړانګې لپه لپه ږدمه د نړۍ  په ټولو ښکلوکه نغمې د حسن راوړې نو د خیال محل به ستا ويکروندې به شي کورونه د وړو وړو بلبلوهر غاټول به خندنی شي هر ببری د مینې نښهد امید رمې به څري&nbs

04.05.2008 ahmadi

مستانه

له زرغون چمن مو اخلي د سرو ګلو نذرانهخدایه دا په ویر لړلې  د غم توره افسانهنرۍ غاړې  د مرسلو پریکوي د تورتم ګوتېپه نرګسو لو ګډ شوی د شبو په ګلخانهپه رنګین محل وهلې ویر خونې، خونې چمبې ديدلته هره ښکلا وژني په وړه، وړه بانهد ناتار په درنو کاڼو دا سپيره جونګړه وليوايي ستا وینه روا ده زه یې چښمه جانانهته د ژوند لپاره نه یې موږ د مړینې سوداګر یوموږ د تورې شپې په خیټه کې روان یو دیوانهله غوايي ده را ولاړه  ښکرور غوبل ته ګورهپه سرو وینو پس

28.04.2008 ahmadi

ځل و بل

راشه ښکلا ښکل مې کړهحسن د وربل مې کړهووهه رخسار باندېخال مې کړه چارګل مې کړهکرښې د نغمو نغموشعر مې کړه غزل مې کړهتويي کړه په سرو سترګوڅاڅکي  د ناول مې کړهځای د لېمو زړه کې را اوښکو سره حل مې کړهرنګ به د لبانو شمشونډو سره مل مې کړهخلاصې کړه د زړه بوخڅېمینه مې کړه خپل مې کړهرنګارنګ خوږې وږمې داسې ځل وبل مې کړه

19.04.2008 ahmadi

د نړۍ لیست

موږ د کوم جرم له لاسه د خپل ننګ په ویر اخته یوپه بې رحمه یو بل وژنو ټول د جنګ په ویر اخته یواولاده د یوه بابا یو په واحد ایمان شریک یود همت څلي مو وران کړه د فرهنګ په ویر اخته یود اخلاقو کډې بار دي د سلوکو زیور مړ دیسمه غر د ویر په خوله کې د کړنګ په ویر اخته یوډلې ډلې خلک لیږو بې پروا د مرګي خولې تهموږ د ویر، ژړا او وینو د سره رنګ په ویر اخته یوله ګلشن څخه ګلونه پریکوو په خپلو ګوتود مرسل، ګلاب، شبو، نرګس، لونګ په ویر اخته یود ښایست د کاروانونو لارې خپله مو

19.04.2008 ahmadi

د پسرلي درسونه

د کال هر یو موسم خپلې خپلې ځانګړنې لري، خاصې ښکلاوې لري، ځانګړی طبیعیت ورسره مل وي، د انسانانو د ژوند په هره برخه باندې ځانګړې اغیزې لري، د بیلو بیلو وړانګو او درسونو سره یو ځای د انسانانو د نړۍ میلمه کیږي. پسرلی هم د یو لړ خاصو درسونو، وړانګو، ځانګړنو، طبیعیت، ښکلاوو او سمسورتیاوو درلودونکی دی چې په راتګ سره یې د طبیعیت په بدن کې حیرانوونکي بدلونونه لیدل کیږي، د نړۍ  انسانان یې راتللو ته خوښیږي، د سمسورتیا سمبول یې بولې، د زرغونو لیلاوو د اتڼ نغمه یې ګڼي او د خپل ژوند په چارو کې یې د مث

08.04.2008 ahmadi

پسرلی وايي

د ژوندون نغمه شوه مسته د ښایست په  شرنګهار زه رابولمه آسمان ته د خیالي زاڼو کتارله سندرو یم جوړ شوی سندربولي مې خوښیږيله بلبل سره لوبیږمه د مینې په سینګارتوتکۍ به کړم بیدارې د ښکلا په نرمو لیچوستاسو کور به مالامال کړمه د مښکو په نګاربورا چیرې یې پټ شوی بریتوره دلته راشهپه سرو ګلو پیښه وکړه د غوټیو په سهارتر پسته ژبه مو جار شم ای د هسک ګوربت زرکانولپه لپه مینه شیندی  د ښکلاوو په ګلزاریوم دې واخله ای بڼواله کروندې ته بیا د هیلوته عاشق یې پ

08.04.2008 ahmadi

د کال څیره

د هرې ورځې په تیریدو سره زړه د خپګان یوې ژورې مرحلې ته ور درومي، که هر څومره یې خوښ ساتم خو بیا هم د چاپیریال د غمجن حالت په لیدلو سره د خپګان څپې پرې غالبې شي.دا چې زه ولې سږ کال خپه یم، ولې مې د غم دردمنې څپې ځوروي او  ولې هر اړخیزې خوشحالۍ  ته اجازه نه ورکول کیږي چې زما د زړه د خوښیو بڼ ته راستنه شي نو شاید چې ځانګړي دلایل به ولري. سره لدې چې د خدای (ج) د مهربانه دربار څخه باید مومن انسان هیڅوخت نهیلی نه وي او تل د سپیڅلي ذات بې پایانه مهربانیو ته امیدوار وي خو زه د خپل زړه د خپ

01.04.2008 ahmadi

غزل

په دې کلي کې مې زړه دی له بلا دې په امان ويد فلک له تورې، سپینې ابتلا دې په امان ويپه لېمو ورته رانیسم د ښکلا رنګینې  پیڅکېد بدرنګو جادوګرو له جفا  دې په امان ويد موسکا خوږې غزلې چې د ژوند په تسبو  وایيله خفګان، له ځوریدلو، له غوغا دې په امان ويد ښایست له وربل څاڅي د شیرینو مښکو اوښکېد اغزنو بړبوکیو له بلوا دې په امان ويد سمسورو بهارونو په جام نوش مستې نشې کړيد تورتم د توپانونو له ژړا دې په امان ويپه رنګونو مالامال وي د ځیګر  نړۍ تر

26.03.2008 ahmadi

د ښامار غوټۍ

دا د شرم، دا د عیب، دا د عار غوټۍدا ناولې، ناجایزې ، د ناتار غوټۍد ښایست باغچه اورونو لاندې کړېد سکروټو، د خوګلن او د سره نار غوټۍچې د ټول جهان پیغور ورسره مل دیدلته مستې دي د زهرو او د مار غوټۍها ټپي پیکر یې ټول راته چیچلییاغي شوې دي د نسل د کشتار غوټۍتوره شپه ده د ښکلا په تصویرونود افغان په کور را ماتې د ښامار غوټۍموږ د اوښکو په منګول کې عظمت غواړوخدایه ورکې کړې د بنګو او کوکنار غوټۍ۶ کب ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۵ فبروري ۲۰۰۸ میلادي

25.02.2008 ahmadi

پښتو ویبلاګونه او تبصرې

د پښتو ژبې ویبلاګونه د معاصرې زمانې د کلتوري هلو ځلو په لړ کې د خدمت او کار کولو هغه فرهنګي وسیلې ګڼلی شو چې په ډیر آسانه، ګړندۍ او اغیزمنه توګه د  لیکوال له ذهن څخه د هغه د ګوتو او فکر په هڅه تولید شوي توکي اخلي او د ټولې انساني نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې  د مینه والو  مخې ته په مینه مینه ږدي.پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ریښتنې توګه د خپل پښتني فرهنګ په غوړی

24.02.2008 ahmadi

د افغان د زړه آواز

یوه خبره چې بیا بیا تکراریږي او د تاریخ په دې مهم پړاو کې د هر افغان د زړه آواز او د هیلو غوټۍ ده هغه په ګران افغانستان کې سوله، وروګلوي، هر اړخیز سمون، روغه جوړه او ریښتنې بیا رغونه ګڼل کیږي.سوله هغه آرمان دی چې د هر افغان د هیلو ځونډي پرې تړلي او راتلو ته یې د زړه له تل څخه هیله من دي چې بیا یې خپل هیواد او جونګړې ته په ریښتنې مانا راولي. همدارنګه افغانان  غواړي چې د خپل  ژوند هراړخیز ارزښتونه د سولې تر رنګین، ښکلي او زرین چتر لاندې د نیکمرغۍ

24.02.2008 ahmadi

په انسانانو باندې د مورنۍ ژبې حقوق

مورنۍ ژبه د انسانانو له هغه لوړ بها ارزښت څخه عبارت ده چې هغه ته دناموس، خاورې، هیواد، خپلواکۍ، ملي حاکمیت او داسې نورو ارزښتونو په څیر کتل کیږي. انسانان تل هڅه کوي چې خپله مورنۍ ژبه ژوندی وساتې، د سمسورتیا او ښیرازۍ په لاره کې یې هلې ځلې وکړي، لازمه وده ورکړي او د پراختیا په لاره کې یې له ټولو ممکنو لارو چارو څخه کار واخلي. همدارنګه مورنۍ ژبه او د هغه هراړخیزه پراختیا د انسانانو د ژوند په هراړخیزو خوښیو کې نیغه ونډه او اغیزه لري. د مورنۍ ژبې په غوړیدو سره یې ویونکي خوښیږي، په پراختیا سره یې

07.02.2008 ahmadi

د اوښکو عرض

د ښکلا صنم را اخلو د نښترو له بازارهسپینې لیچې به کړو ډکې د ګورګورو له بازارهد ښایست زیور به یوسو د مستیو غاړکۍ تهبیا به ستوري را پخلا کړو د لاجبرو له بازارهموږ د هیلو په کوڅیو رنګارنګ ګلونه ټومبوموږ د وړانګو لیلا غواړو د مرمرو له بازارهد لفظونو په ورشو یې چې د مښکو رمې څريڅو خوږې غزلې بولو د سندرو له بازارهد رنګونو ښاپیرۍ شوه د افق غونډۍ ته پورتهد بوډۍ ټال یې روان کړ د منترو له بازارهموږ د سولې په منګولو ننواتې وړو مورچل تهموږ په اوښکو عرض لیکلی د ځیګ

05.02.2008 ahmadi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more