مقالې
پښتو ویبلاګونه او تبصرې
پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ریښتنې توګه د خپل پښتني فرهنګ په غوړیدو کې ترې کار واخیستل شي نو د عامه پوهاوي او ستر خدمت تر څنګ به یې خاوند ته د لوی خدای (ج) په مهربانۍ او د جاریه صدقې په حیث اخروي اجر هم حاصلیږي. نو راځی چې له دې کلتوري مورچلونو څخه د یوې سالمې سیالۍ په توګه کار واخلو او په داسې توګه یې د چلولو هوډ وکړو چې زموږ د ټولنې نوې راټوکیدلې غوزې د ښیرازه سمسورتیا او غوړیدو په لوري ګړندي او په ګټورو معلوماتو یې سمبال کړي.
هغه وروڼه او خویندې چې په ویبلاګونو کې د خپرو شوو مطالبو په هکله تبصرې یا کره کتنې کوي ښه به دا وي چې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي:
لومړی: هره خبره، هر قول او هره څرګندونه له ټولو د مخه باید د لوی خدای (ج) د رضا د حصول او د هیواد د سترو ملي ګټو په چوکاټ کې برابره کړي.
دویم: که لیکنه ښه وي او د کره کتونکي په نظر کلتوري ښکلاوې ولري نو مهرباني دې وکړي هغه ښکلاوې دې بیان کړي چې ده ته پرې لیکنه ښه ښکاره شوې ده. زه فکر کوم یوازې دا خبره به کافي نه وي چې ډیره ښه لیکنه ده او ډیره مې خوښه شوه، یا دا چې فلانی د ډیر وخت راهیسې پيژنم ښې لیکنې کوي. له دې خبرې څخه موخه دا ده چې که د ښې لیکنې ښکلاوې بیان شي نو زموږ هغو لیکوالانو ته به هم یو الهام وي چې د خپلو لیکنو د ښه کولو په تکل پسې راوتلي دي.
دریم: که لیکنه د لوستونکي، تبصره کوونکي او کره کتونکي په نظر د لیکوالۍ د آرونو په تول برابره نه وي نو اړوند اړخونه دې مهرباني وکړي له رغنده وړاندیزونو سره یو ځای هغه ټکي په ګوته کړي چې د ده له نظره د لیکوالۍ په تول برابر نه دي.
څلورم: لوستونکي، کره کتونکي او تبصره کوونکي دې د هر لیکوال په هکله که یې هغه خوښیږي او یا یې نه خوښیږي، که یې ملګری وي او یا یې ملګری نه وي نو د نظر د څرګندونو په وخت کې دې د اړوندې لیکنې په هکله یوازې او یوازې د لیکوالۍ آرونه په نظر کې و نیسي. په دې باره کې په حقیقي یا مستعارو نومونو د هر ډول شخصي عقدې، کینې، ښکنځلو، او یا داسې نورو ناوړه خبرو بیانول پرته له دې چې نظر ورکوونکی د ګناه لورته بوزي، شخصیت یې ټیټ وښي بل څه لاسته راوړنه نه لري. همدارنګه دا خبره په ډاګه کوي چې د ناوړه نظریاتو تبصره کوونکی د انسانیت د یوې داسې ضعیفې مرتبې خاوند دی چې حتی د قلم، ګوتو او لیکوالۍ حرمت په پام کې نه نیسي او څه یې چې په خپل بې لارې فکر کې ور جوړیږي نو د عامو لوستونکو مخې ته یې ږدي چې په حقیقت کې دغه کار یوه اخلاقي نیمګړتیا ده. په داسې مواردو کې باید پاملرنه وکړو چې د ځمکې او آسمانونو خاوند زموږ په هر عمل، قول او لیکنه ناظر او حاضر دی.
پنځم: د پښتو ویبلاګونو خاوندانو ته ښايی چې داسې لیکنې په خپلو ویبلاګونو کې د کره کتنې او تبصرو لپاره وړاندې کړي چې ده ته له ټولو ښه ښکاره شوې وي، هیله من پیغام ولري او د ملي ګټو په بنسټ ولاړې وي. همدارنګه په خپله لیکنه کره کتونکو ته د تبصرې کړکۍ د دې لپاره پرانیزي څو هغه په خپل هنر کې د پوخوالي خواته بوزي.
شپږم: تبصره کوونکو او کره کتونکو ته ښايي چې خپل نظریات په ډیرو ښکلو الفاظو او د لیکوال سره د خپلې لیکنې د مرستې په ډول څرګندې کړي. همدارنګه ښايي چې د خپلې لیکنې له محتوی څخه هغه زړه سوی او لارښوونه څرګنده شي چې د یوه لیکوال لپاره یې د خپلې تبصرې په ترڅ کې وړاندې کوي.
ستاسو نظر په دې اړه څه دی؟