24.02.2008
- ahmadi
د پښتو ژبې ویبلاګونه د معاصرې زمانې د کلتوري هلو ځلو په لړ کې د خدمت او کار کولو هغه فرهنګي وسیلې ګڼلی شو چې په ډیر آسانه، ګړندۍ او اغیزمنه توګه د لیکوال له ذهن څخه د هغه د ګوتو او فکر په هڅه تولید شوي توکي اخلي او د ټولې انساني نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مینه والو مخې ته په مینه مینه ږدي.پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ریښتنې توګه د خپل پښتني فرهنګ په غوړی...
26.03.2008
- ahmadi
په دې کلي کې مې زړه دی له بلا دې په امان ويد فلک له تورې، سپینې ابتلا دې په امان ويپه لېمو ورته رانیسم د ښکلا رنګینې پیڅکېد بدرنګو جادوګرو له جفا دې په امان ويد موسکا خوږې غزلې چې د ژوند په تسبو وایيله خفګان، له ځوریدلو، له غوغا دې په امان ويد ښایست له وربل څاڅي د شیرینو مښکو اوښکېد اغزنو بړبوکیو له بلوا دې په امان ويد سمسورو بهارونو په جام نوش مستې نشې کړيد تورتم د توپانونو له ژړا دې په امان ويپه رنګونو مالامال وي د ځیګر نړۍ تر...