په دې کلي کې مې زړه دی له بلا دې په امان وي
د فلک له تورې، سپینې ابتلا دې په امان وي
په لېمو ورته رانیسم د ښکلا رنګینې  پیڅکې
د بدرنګو جادوګرو له جفا  دې په امان وي
د موسکا خوږې غزلې چې د ژوند په تسبو  وایي
له خفګان، له ځوریدلو، له غوغا دې په امان وي
د ښایست له وربل څاڅي د شیرینو مښکو اوښکې
د اغزنو بړبوکیو له بلوا دې په امان وي
د سمسورو بهارونو په جام نوش مستې نشې کړي
د تورتم د توپانونو له ژړا دې په امان وي
په رنګونو مالامال وي د ځیګر  نړۍ تر پایه
د خزان له سپيرو لیچو نیمه خوا  دې په امان وي


۷ وری ۱۳۸۷ هجري لمریز ۲۶ مارچ ۲۰۰۸ میلادي