د هرې ورځې په تیریدو سره زړه د خپګان یوې ژورې مرحلې ته ور درومي، که هر څومره یې خوښ ساتم خو بیا هم د چاپیریال د غمجن حالت په لیدلو سره د خپګان څپې پرې غالبې شي.
دا چې زه ولې سږ کال خپه یم، ولې مې د غم دردمنې څپې ځوروي او  ولې هر اړخیزې خوشحالۍ  ته اجازه نه ورکول کیږي چې زما د زړه د خوښیو بڼ ته راستنه شي نو شاید چې ځانګړي دلایل به ولري. سره لدې چې د خدای (ج) د مهربانه دربار څخه باید مومن انسان هیڅوخت نهیلی نه وي او تل د سپیڅلي ذات بې پایانه مهربانیو ته امیدوار وي خو زه د خپل زړه د خپګان عوامل لاندې څیزونه ګڼم:
لومړی: د ۱۳۸۷ کال پسرلی له داسې یوې سپیرې بڼې سره زما هیواد ته راغلی دی ته به وایې چې همدا اوس د خزان د خطرونو ټولې شپیلۍ چالانې او هره ګړۍ د ګلزار د تالا کیدو د خطر زنګونه وهي. سره له دې چې د پسرلي څخه د مخه ژمی سخته یخني او په ځینو سیمو کې د واورو د اوریدو بهیر بد نه وو خو په عمومي توګه دومره واوره و نه شوه چې د دې ګلزار د بڼوالو تږو هیلو ته یې مثبت ځواب او د هراړخیزې ښیرازۍ تاند زیری له ځان سره راوړی وي.
له بلې خوا د تیر ژمي لومړۍ او وروستۍ میاشتې داسې  وچې تیرې شوې چې د واورو د اوریدو کوم څرک تر سترګو کیده. په همدې توګه له واورو وروسته د باران بهیر هم لکه چې د دې خاورې څخه چورلټ مرورو دی او زموږ په ګلزار باندې د خپل رحمت څاڅکو ته د مناسب اورښت اجازه نه ورکوي. دا دي د پسرلي لومړۍ میاشت چې اوس نیمايي کیدو ته نږدې ده وچه تیریږي او زموږ د تږو هیلو هیڅ خیال ورسره نشته.
دویم: خدای خو دې وکړي چې دغه اټکل ناسم و خیږي خو له نښو نښانو داسې بریښي چې سږ کال به بیرته هغه وچکالي دوام کوي چې تقریبا یوه لسیزه یې په سیمه حمله کړې، زموږ له هیواده یې ښکلا او زموږ له خلکو یې ژوند اخیستی دی. د پسرلي په دې میاشت کې هغه ښکلاوې بیخي ورکې دي چې باید له ځان سره یې راوړې وی، د هیواد په غرونو او رغونو کې د نوو بوټو د زرغونیدو درک نشته او باران د خپلې خاصې پاملرنې له لیست څخه لکه چې ویستلي یو. خو له دې سره سره باید ووایو چې د مهربانه خدای (ج) نظام، رحم او پاچاهي داسې عجیب او غریب بدلونونه راوستلای شي چې د خپلې ارادې له مخې په یوه لحظه کې یوه سیمه د آبادۍ په ښکلاوو سمبالوي نو موږ هیله من یو چې ستر پروردګار به مو هرو مرو د خپل رحمت په پردو کې رانغاړي او زموږ په وچو حلقونو کې به د رحمت څاڅکي را اوروي.
دریم: په ډیره خواشینۍ، ژړا، غم، فریاد او سلګو سره باید ووایو چې زموږ د ښکلاوو په کور کې د وینې توییدل لا بند شوي نه دي. بیا هم وینه توییږي، بیا هم جګړه روانه ده، بیا هم انسان وژل کیږي، بیا هم رنګارنګ ظلمونه کیږي او د دې خاورې له ګوټ ګوټ څخه د باروتو بوی پورته کیږي. لا هم د توپونو غړمبهار دی، لا هم د انسانانو د بدن ټوټې د مظلومیت چیغې وهي او د مرګونو آوازونه خپریږي.
زه نه پوهیږم چې یو شمیر خلک ولې جګړې ته خوښ دي، ولې یې د خلکو په مړینه او د ودانو کورونو په ړنګیدو زړه ښه کیږي؟ ولې د وینو توییدل په رنګارنګ ناروا انګیزو ځان ته روا کوي او د نورو په نابودۍ کې خپله ګټه ویني؟ ولې په خپلو خلکو رحم نه کوي او ولې هر څه د ټوپک په میل کې ویني؟ جګړه  یوه ناولې پدیده ده چې زموږ له خلکو یې آرام ژوند، هوسا مستقبل، هر اړخیز پرمختګ، سوکالي او آرامي اخیستې او د جهل د تورو تمبو شاته مو خدای مه کړه بیايي.
څلورم: په ډیره خواشینۍ سره باید ووایو چې لا هم زموږ هیواد د کوکنارو، نشه یي توکو او مخدره موادو د بدنام لیست په سر کې قرار لري چې دغه ناولې پدیدې زموږ نړیوال اعتبار ته په ټوله نړۍ سخته صدمه رسولې، زموږ ځمکې یې بې برکته کړې، په موږ یې د آسمان د رحمت دروازې تړلې، زموږ په لسهاوو زره انسانان یې د ژوند او انسانیت له کړۍ ویستلي او موږ یې په نړۍ کې د قاچاقبرو په نوم معرفي کړي یو. کله به موږ د دې جوګه شو چې دغه شومه پدیده، شرم، عار او پيغور له ځان څخه لرې کړو؟
پنځم: موږ ناولو جګړو، بیلتون پالیو، جنګسالارۍ، بدمرغیو او بدرنګو ناولو پدیدو دومره کمزوري کړي یو چې که هرڅومره لاس او پښې وهو نو د بدمرغیو په دې لوی سراب کې د نجات ساحل ته لا ډیر واټن په مخکې لرو چې یوازې په هراړخیزه پوهه، زده کړه، سواد، قانونیت، یووالي، اخلاص، ورورګلوۍ ، له لازمو فرصتونو څخه په استفادې، د هیواد بیا رغونه او له غلطو لارو څخه په سمه لاره د سفر هوکړه موږ له روانو بدمرغیو څخه ژغورلی او ځواکمن کولی شي.
زموږ خلکو دخپل خدای حضورته د سوال منګولې نیولې چې یا الله موږ چیرې یو او د نړۍ وګړي د ژوند په کومه مرحله کې د بریالیتوب پړاونه وهي؟ یا الله په هغو خلکو ستا آسمان هم مهربانه دی چې خپلو خلکو ته کار کوي، یووالی لري او د خپل ژوند د ارزښتونو په ښه کولو پسې یې مټې رانِغښتې دي. یا الله موږ ولې دومره بدبخت یو چې آسمان هم را څخه مروور او په موږ باندې یې د خپل رحمت څاڅکي درولي دي؟
دغه ډول خیالاتو، افکارو او د ژوند بهیر واقعا د زړه په وړاندې نسبت خوښۍ ته د خپګان تله درنه کړې او د دې کال څیره یې سپیره، تته او غمجنه راته ګرزولې ده خدای دې وکړي چې داسې نه وي. يا الله د خپلې بې پایانه مهربانۍ په بنسټ مو د دې نوي کال څیره ودانه، روښانه، آباده، سمسوره او ښیرازه و ګرزوې. آمین 
د  ۱۳۸۷ ه ل د وري ۱۲ د ۲۰۰۸ م د مارچ ۳۱ نیټه