پسرلی وايي
زه رابولمه آسمان ته د خیالي زاڼو کتار
له سندرو یم جوړ شوی سندربولي مې خوښیږي
له بلبل سره لوبیږمه د مینې په سینګار
توتکۍ به کړم بیدارې د ښکلا په نرمو لیچو
ستاسو کور به مالامال کړمه د مښکو په نګار
بورا چیرې یې پټ شوی بریتوره دلته راشه
په سرو ګلو پیښه وکړه د غوټیو په سهار
تر پسته ژبه مو جار شم ای د هسک ګوربت زرکانو
لپه لپه مینه شیندی د ښکلاوو په ګلزار
یوم دې واخله ای بڼواله کروندې ته بیا د هیلو
ته عاشق یې په ګلونو څانګې تاته انتظار
احمدي چمبه دې راکړه زه به ټوله خولګۍ درکړم
بیا د خپل جانان په زلفو شنه شالونه کړه هوار