د ahmadi ahmadi لخوا خپرې شوې لیکنې


غواړو زده کړې په پښتو

غواړو زده کړې په پښتوپوهنتون او په لیسوپه قانون منلی حق دینه یې اخلو په پیسوموږ قربان له خپلې ژبېښکلوو یې په لېموموږ سمون غواړو هیواد تهموږ وحدت د پرګنوعدالت دې عملي شيتورتم نه منو د شپوموږ د سولې کرشمو کېوړاندې درومو په څپوهیوادوالو میلمانه شیټول د پوهې پر چینو۲۷ وږی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۷ میلادي

05.02.2008 ahmadi

موږ

موږ د هسكو هسكو غرونو له غزاله سره دروموموږ د سره غاټول د وړانګو له زګناله سره دروموموږ د مښكو ځمكه ګرو كړه كروندې ته بيا د مينېموږ د ګڼو كشماليو له وصاله سره دروموموږ ببرى په خندا راوست د ښكلاوو په كنډو كېموږ د خپل ريدي د عطرو له هلاله سره درومود ښايست له زلفو تاو ده د مرسل د نسيم سيورهد سنبل د قاصدانو له احواله سره درومود نرګس وږمو مو كړې رويباري ده د خيالونوموږ د هر ګلدان د هيلو له كلاله سره دروموموږ به جوړې ګلدستې كړو بيا د څرك په پستو ګوتواحم

20.01.2008 ahmadi

د ستورو فالبینه

چې مین شولې جانانه نو د مینې حریم ساتهد ښکلا د تودې غیږې نازنینې حریم ساتهپه دې وړانګو را روانې د بیلتون تورې لښکرېپه مورچل د ښایستونو د شیرینې حریم ساتهد خطر کمین ته لاړه د ګلونو ټوله سیمهد خپل بڼ د هرې څانګې ګل ورینې حریم ساتهدا باغچه ساتنه غواړي چې نړۍ ده د رنګونوزه خو وایمه هلکه د رنګینې حریم ساتهپلوشه د حسن ګوره د ښایست په ټال خمارهپه زانګو باندې به پام کړې د واورینې حریم ساته په قسم دې بندومه خدای ته وګوره جانانهپه قدم قدم د ستورو د فالبینې حریم

16.01.2008 ahmadi

د نجلی حق

دا د مار نوي زیږیدلي بچي ته ورته کوږ او وږ هیکل دا د خماري وړانګو ځلیدونکی کتاردا د سلګونو غورغیو وودل شوی امیلدا د زیړ مازدیګر د لمر همغاړیدا د مینې د احساس پارونکیدا د سینې د پټو خزانو پاچادا د رنګارنګ کلیماتو لاکتدا د سپینې، نازکې غاړې هاردا په  وریښمینو زلفو مین کلچه وهلی مارګیدا د سرو او سپینو میده ځنځیرتا په ناحق پاټک کې یرغمل کړینه ښایي له تا سره ځوانه هلکه دا خو د نجلۍ حق دی

15.01.2008 ahmadi

حواله

له دې کلي ځمه خلکو چې بلا پرې حواله دهد بیلتون د تورو پیڅکو ابتلا پرې حواله دهد تورتم په توغندیو د ښکلا جوهر ټپي دیګوډ او مات، ړانده په سترګو یوه غوغا پرې حواله دهد نوتاکو، سپینو وړانګو لاره ډکه له اغزیوپښې یې تکې سرې په وینو  یوه ژړا پرې حواله دهد شیطان طلسم ده داسې یوه عجیبه نخره کړېد ویرونو، افتونو، یوه بلوا پرې حواله ده د ښکلا په بدن شوې د نادودو سپيرې ډزېد ژوندون کاروان خاموش دی یوه چوپیتا پرې حواله ده د مستۍ خندا راوړمه د دې خړو کورو بام ته

15.01.2008 ahmadi

نبي ساحل ته د خواخوږۍ پیغام

د جغتو مدني او کلتوري بهیر د هیواد د کلتوري یون د تکړه لیکوال، پیاوړي ژورنالیست او فرهنګپال ځوان ښاغلي نبي ساحل د ارواښاد پلار د مړینې له کبله چې د تیرې جمعې په ورځ په حق رسیدلی دی خپله غمرازي او د تسلیت مراتب څرکندوي. ارواښاد خزانه دار محمدخان د وردګو یو خیرخواه سپین ږیری وو چې تل یې د خیرښیګڼې په کارونو کې نه یوازې پخپله ونډه درلودلې بلکي د خپل اولاد په سالمه روزنه کې یې هم هیڅ ډول سپما نه ده کړې چې نبي ساحل د ارواښاد د کلتوري هڅو یوه غوره ډالۍ ګڼلی شو. لوی خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس

13.01.2008 ahmadi

سپین څاښتونه

ستا له هرې زارۍ قند اخلم جانانهله فریاد، سلګو دې پند اخلم جانانهته د مینې په پیچومو برابر شوې زه له خپلې موسکا خوند اخلم جانانهته چې څومره د بیلتون څپو ته ژاړېزه خنداوې په څو چند اخلم جانانهما د مینې افسانې دي ټولې لوستېزخمي زړونو ته پیوند اخلم جانانهد غزل په تورو لیکم سپین څاښتونهیو تاویز  بل درته  بند اخلم جانانه۲۰ لیندۍ ۱۳۸۶ هجري لمریز ۱۱ دیسمبر ۲۰۰۷ میلادي

07.01.2008 ahmadi

د سولې ترانه

موږ په خپل هیواد کې  امن، پوهه، نیکمرغي غواړوسوله ورورګلوي غواړو    سوله ورورګلوي غواړوموږ یو افغانان وروڼهموږ یو مومنان وروڼهموږ یو بل ته ګران وروڼهموږ یو بل ته ګران وروڼهموږ له جنګ، بیلتون څخه بیزار یو سوکالي غواړوسوله ورورګلوي غواړو    سوله ورورګلوي غواړومینه به پخلا کړو موږسوله به پیشوا کړو موږخپل کور به زیبا کړو موږخپل کور به زیبا کړو موږغوره لار د سولې په دې خاوره خوشحالي غواړوسوله ورورګلوي غواړو&nbsp

06.01.2008 ahmadi

واوره

څنګه به په سپینو بخملي جامو کې د ښکلا ننداره نه کوي ځکه چې د آسمان د رحمت په رڼو اوبو وللې او د نازک ململ په پوښ کې خپلې نرمې منګولې د غرونو او رغونو د تږې لیلا له سینې څخه را تاووي او پاس په پاس پرې سپینې څپیړې ږدي.ولې به د لیدونکو زړونه ورته نینه نینه نه کیږي ځکه چې ټوله فضا یې د انسانانو لپاره  په یوه داسې مینه ناک نندارتون بدله کړې ده چې هر یو غواړي د هغه د وریښمینو څاڅکو له فضا سره یادګاري تصویرونه واخلي او د ښایست د ژوند هغه خواږه یادونه یو ځل بیا تازه کړي چې دوه مین زړو

05.01.2008 ahmadi

د سولې مشاعره

له ټولو ګرانو شاعرانو او ادیبانو څخه هیله کوم چې د سولې په دې مشاعره کې ګډون وکړي او د لاندې غزل په طرح خپل غزلونه او نظمونه دلته خوندي کړي.په افغانستان کې د سر تاسري سولې په هیله غزلله خندا وي په ملا ماته شین خالۍمینه مینه، شرنګاشرنګ وي په مستۍله غومبر یې د خوښۍ وږمې را اوريګلابي پالنګ ته هسکه ښاپیرۍ د ښایست په سرو ګلونو کې لوبیږيد رنګونو په محل کې ګلالۍ  د شیرین الهام خواږه زړونو ته ویشيد وصال د کاروان مشره پردیسۍ ښکلې، سپینه، مینه ناکه، غو

03.01.2008 ahmadi

د مرحوم دوست شینواري په شعر طرحي مشاعره

(ساه نیولی دې راغلی یم درشل ته)(ما په خپله ځان سپارلی دی اجل ته)د کمان غیشی دې څوک ملامت نه کاچې وار شوی دی د هیلو تاج محل تهخاطرې مې د ژوندون کتاب کې لولهما سپارلې دي د خپل حیات ناول تهقضاوت به بیا هغه مهال کړې ګله چې زه درغلم د دوو سترګو مورچل تهیا به پرانیزې لېمې راته د مینېیا به ورکړې ما د ورک جهان  ګوګل تهد ښایست او بدرنګۍ صفت کړه دواړهکه رنګین وم نو ښکلا مې کړه وربل تهکه بدرنګ وم د نسیان په خوله مې ورکړهنوم مې یوسه د عدم د کن

03.01.2008 ahmadi

کله چې ته وې

کله چې ته وې نو زما د ښکلاوو په نړۍ داسې ځوانیمرګې ښاپیرۍ راتللې چې د پرو ګلابي جامې به یې په تن او هره ګړۍ به یې د خوږو شونډو شربت د مینې په څمڅه کې راچښل او ښایستوکو به د خپل خواږه دیدار پر مهال د نوو رنګونو بې شمیره پیمانې د وصال مخې ته کتار کړې. ښکلې کله چې ته وې نو خدای شته چې د ژوند بڼه مې داسې رنګینه وه چې یوازې د ګلالیو ګلالیو زرغونو تاندو د پاللو مرغومي به مې د لیمو مخې ته تاویدل او حیران به شوم چې یا خدایه زه نو اوس د دې ښایستونو کوم لوري ته د خپل فکر، ذهن او خیال ستومانه نی

03.01.2008 ahmadi

شامتورې

د حسن په رنجو کړي یوه ناوې سترګې تورېښکلاوې یې د زلفو په شالونو خپورې خپورېد سرو ګلو غنچې یې وي منګولو کې نیولېرخسار باندې یې وړانګې په مستۍ وي نورې نورېلیمې یې د ښایست په غزلونو  باندې فرش وينڅاوې یې رنګینې وي د هار په دانو پورېلبیک لبیک په لوري د مین جانان ورلیږيپرواز کړي د موسکاوو له صندوقه پورې ورې خاونده موږه غواړو بیا د لوړ چنار په څانګوکوترې، شا بلبلې، توتکۍ او شامتورې۳ لړم ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۷ میلادي/ کابل

30.12.2007 ahmadi

د زیري شرط

زه به هغه ته د خپلې خولې نذر ورکړم، د خپلو سرو شونډو په زکات به یې مالامال کړم، د خپلې مینې د وړانګیز خیرات په ستره ونډه کې به یې شامل کړم، د خپلې سینې د رنګین هار د مرغلرو په تار کې به یې وپییم، کلک به یې په زړه پورې و نیسم، ترې لوګی به شم او د ښکلاوو په رنګینو زیرمو به یې میلمه کړم. داسې به ترې صدقه شم لکه پتنګ چې د خپلې ریښتنې مینې له طبیعیت سره سم د ډیوو وړانګو ته خپل ځان دومره نږدې کوي چې د هغه له حرارت څخه بیل خوند اخلي، د خپل نازک بدن د غړو په سوزیدو کې چورت هم نه وهي بلکي کله

30.12.2007 ahmadi

د سلګیو نڅا

ستا په هر یوه رګ کې د ښکلا د مخ جادو ښکاريته شولې ملنګ، غریبه،  ځوانه،  زه پاچا شومه ما درته ویلي وو له مینې لرې لرې ځهستا فکر ته درغلم رنګه رنګه دنیا شومهتل به دې  ټینګار د سرو ګلونو د اورښت کاوهته چې خماري شوې زه رنګونو کې عنقا شومه مینه له انکاره سره بیل کیف او خوند لري لاړې نیمه خوا شوې زه نغمه، نغمه موسکا شومهزه د خپل بري په الوتکه کې پرواز کومزه د آسمان ستوری، زه سپوږمۍ او زه رڼا شومهتا ته مبارک شه ملنګي مې د شعرونو کړهخواره

30.12.2007 ahmadi

د ښکلاوو کمین

بیا به داسې راته وایې چې اول دې ولې نه وېمینه دا رنګه کانې کا مسلسل دې ولې نه وې په ځیګر پوخ شومه یاره د توبې دروازه چیرېخپل منطق دې ولې نه وې مطول دې ولې نه وېرشوتونه مې منلي که له دې زندانه خلاص شومدا د شونډو نذر واخله مکمل دې ولې نه وېدا د حسن مدرسه ده په آزمون کې شومه پاتېزه دستورو آدرس غواړم په غزل دې ولې نه وېراته لار د افق ښیه سرخي اخلمه رخسار تهخدای ته وګوره مطربه په څو ځل دې ولې نه وېزه کمین ته د ښکلاوو یم په پټه  راوتلیګوره څنګه ب

13.12.2007 ahmadi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more