(ساه نیولی دې راغلی یم درشل ته)
(ما په خپله ځان سپارلی دی اجل ته)
د کمان غیشی دې څوک ملامت نه کا
چې وار شوی دی د هیلو تاج محل ته
خاطرې مې د ژوندون کتاب کې لوله
ما سپارلې دي د خپل حیات ناول ته
قضاوت به بیا هغه مهال کړې ګله
چې زه درغلم د دوو سترګو مورچل ته
یا به پرانیزې لېمې راته د مینې
یا به ورکړې ما د ورک جهان ګوګل ته
د ښایست او بدرنګۍ صفت کړه دواړه
که رنګین وم نو ښکلا مې کړه وربل ته
که بدرنګ وم د نسیان په خوله مې ورکړه
نوم مې یوسه د عدم د کندو تل ته
په باغچه که د خواږه ګفتار ور پيښ شوې
د انصاف په دیدار وګوره غزل ته
۱۲ لیندۍ ۱۳۸۶ هجري لمریز ۳ دیسمبر ۲۰۰۷ میلادي/ کابل
03.01.2008
- ahmadi
کله چې ته وې نو زما د ښکلاوو په نړۍ داسې ځوانیمرګې ښاپیرۍ راتللې چې د پرو ګلابي جامې به یې په تن او هره ګړۍ به یې د خوږو شونډو شربت د مینې په څمڅه کې راچښل او ښایستوکو به د خپل خواږه دیدار پر مهال د نوو رنګونو بې شمیره پیمانې د وصال مخې ته کتار کړې.
ښکلې کله چې ته وې نو خدای شته چې د ژوند بڼه مې داسې رنګینه وه چې یوازې د ګلالیو ګلالیو زرغونو تاندو د پاللو مرغومي به مې د لیمو مخې ته تاویدل او حیران به شوم چې یا خدایه زه نو اوس د دې ښایستونو کوم لوري ته د خپل فکر، ذهن او خیال ستومانه نی...
03.01.2008
- ahmadi
له ټولو ګرانو شاعرانو او ادیبانو څخه هیله کوم چې د سولې په دې مشاعره کې ګډون وکړي او د لاندې غزل په طرح خپل غزلونه او نظمونه دلته خوندي کړي.په افغانستان کې د سر تاسري سولې په هیله غزلله خندا وي په ملا ماته شین خالۍمینه مینه، شرنګاشرنګ وي په مستۍله غومبر یې د خوښۍ وږمې را اوريګلابي پالنګ ته هسکه ښاپیرۍ د ښایست په سرو ګلونو کې لوبیږيد رنګونو په محل کې ګلالۍ د شیرین الهام خواږه زړونو ته ویشيد وصال د کاروان مشره پردیسۍ ښکلې، سپینه، مینه ناکه، غو...