د حسن په رنجو کړي یوه ناوې سترګې تورې
ښکلاوې یې د زلفو په شالونو خپورې خپورې
د سرو ګلو غنچې یې وي منګولو کې نیولې
رخسار باندې یې وړانګې په مستۍ وي نورې نورې
لیمې یې د ښایست په غزلونو  باندې فرش وي
نڅاوې یې رنګینې وي د هار په دانو پورې
لبیک لبیک په لوري د مین جانان ورلیږي
پرواز کړي د موسکاوو له صندوقه پورې ورې
خاونده موږه غواړو بیا د لوړ چنار په څانګو
کوترې، شا بلبلې، توتکۍ او شامتورې
۳ لړم ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۷ میلادي/ کابل