موږ د هسكو هسكو غرونو له غزاله سره درومو
موږ د سره غاټول د وړانګو له زګناله سره درومو
موږ د مښكو ځمكه ګرو كړه كروندې ته بيا د مينې
موږ د ګڼو كشماليو له وصاله سره درومو
موږ ببرى په خندا راوست د ښكلاوو په كنډو كې
موږ د خپل ريدي د عطرو له هلاله سره درومو
د ښايست له زلفو تاو ده د مرسل د نسيم سيوره
د سنبل د قاصدانو له احواله سره درومو
د نرګس وږمو مو كړې رويباري ده د خيالونو
موږ د هر ګلدان د هيلو له كلاله سره درومو
موږ به جوړې ګلدستې كړو بيا د څرك په پستو ګوتو
احمدي موږ له حكمت، پوهې، كماله سره درومو
۱۲ لړم ۱۳۸۶ هجري لمریز ۳ نومبر ۲۰۰۷ میلادي