شعرونه
د ستورو فالبینه
د ښکلا د تودې غیږې نازنینې حریم ساته
په دې وړانګو را روانې د بیلتون تورې لښکرې
په مورچل د ښایستونو د شیرینې حریم ساته
د خطر کمین ته لاړه د ګلونو ټوله سیمه
د خپل بڼ د هرې څانګې ګل ورینې حریم ساته
دا باغچه ساتنه غواړي چې نړۍ ده د رنګونو
زه خو وایمه هلکه د رنګینې حریم ساته
پلوشه د حسن ګوره د ښایست په ټال خماره
په زانګو باندې به پام کړې د واورینې حریم ساته
په قسم دې بندومه خدای ته وګوره جانانه
په قدم قدم د ستورو د فالبینې حریم ساته