دا د مار نوي زیږیدلي بچي ته ورته
کوږ او وږ هیکل
دا د خماري وړانګو ځلیدونکی کتار
دا د سلګونو غورغیو
وودل شوی امیل
دا د زیړ مازدیګر د لمر همغاړی
دا د مینې د احساس پارونکی
دا د سینې د پټو خزانو پاچا
دا د رنګارنګ کلیماتو لاکت
دا د سپینې، نازکې غاړې هار
دا په وریښمینو زلفو مین
کلچه وهلی مارګی
دا د سرو او سپینو میده ځنځیر
تا په ناحق پاټک کې یرغمل کړی
نه ښایي له تا سره ځوانه هلکه
دا خو د نجلۍ حق دی
15.01.2008
- ahmadi
له دې کلي ځمه خلکو چې بلا پرې حواله دهد بیلتون د تورو پیڅکو ابتلا پرې حواله دهد تورتم په توغندیو د ښکلا جوهر ټپي دیګوډ او مات، ړانده په سترګو یوه غوغا پرې حواله دهد نوتاکو، سپینو وړانګو لاره ډکه له اغزیوپښې یې تکې سرې په وینو یوه ژړا پرې حواله دهد شیطان طلسم ده داسې یوه عجیبه نخره کړېد ویرونو، افتونو، یوه بلوا پرې حواله ده د ښکلا په بدن شوې د نادودو سپيرې ډزېد ژوندون کاروان خاموش دی یوه چوپیتا پرې حواله ده د مستۍ خندا راوړمه د دې خړو کورو بام ته...
16.01.2008
- ahmadi
چې مین شولې جانانه نو د مینې حریم ساتهد ښکلا د تودې غیږې نازنینې حریم ساتهپه دې وړانګو را روانې د بیلتون تورې لښکرېپه مورچل د ښایستونو د شیرینې حریم ساتهد خطر کمین ته لاړه د ګلونو ټوله سیمهد خپل بڼ د هرې څانګې ګل ورینې حریم ساتهدا باغچه ساتنه غواړي چې نړۍ ده د رنګونوزه خو وایمه هلکه د رنګینې حریم ساتهپلوشه د حسن ګوره د ښایست په ټال خمارهپه زانګو باندې به پام کړې د واورینې حریم ساته په قسم دې بندومه خدای ته وګوره جانانهپه قدم قدم د ستورو د فالبینې حریم...