له دې کلي ځمه خلکو چې بلا پرې حواله ده
د بیلتون د تورو پیڅکو ابتلا پرې حواله ده
د تورتم په توغندیو د ښکلا جوهر ټپي دی
ګوډ او مات، ړانده په سترګو یوه غوغا پرې حواله ده
د نوتاکو، سپینو وړانګو لاره ډکه له اغزیو
پښې یې تکې سرې په وینو  یوه ژړا پرې حواله ده
د شیطان طلسم ده داسې یوه عجیبه نخره کړې
د ویرونو، افتونو، یوه بلوا پرې حواله ده
د ښکلا په بدن شوې د نادودو سپيرې ډزې
د ژوندون کاروان خاموش دی یوه چوپیتا پرې حواله ده
د مستۍ خندا راوړمه د دې خړو کورو بام ته
چې اتڼ وایي موسکا ته دا څه ورا پرې حواله ده