د جغتو مدني او کلتوري بهیر د هیواد د کلتوري یون د تکړه لیکوال، پیاوړي ژورنالیست او فرهنګپال ځوان ښاغلي نبي ساحل د ارواښاد پلار د مړینې له کبله چې د تیرې جمعې په ورځ په حق رسیدلی دی خپله غمرازي او د تسلیت مراتب څرکندوي. ارواښاد خزانه دار محمدخان د وردګو یو خیرخواه سپین ږیری وو چې تل یې د خیرښیګڼې په کارونو کې نه یوازې پخپله ونډه درلودلې بلکي د خپل اولاد په سالمه روزنه کې یې هم هیڅ ډول سپما نه ده کړې چې نبي ساحل د ارواښاد د کلتوري هڅو یوه غوره ډالۍ ګڼلی شو. لوی خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او حوصله په برخه کړي. د جغتو مدني او کلتوري بهیر په دې ستر غم کې ځان ورسره شریک ګڼي. انا لله و انا الیه راجعون. د جغتو مدني او کلتوري بهیر