د ahmadi ahmadi لخوا خپرې شوې لیکنې
مینا/ د حج یونلیک/ آتمه برخه
جدې ته رسیدل له دوه نیم ساعته مزل وروسته زموږ د سورلۍ الوتکه د سعودي عربستان د جدې ښار فضا ته ورسیده او موږ ته وویل شول چې تاسو به اوس د جدې د ملک عبدالعزیز په هوايي ډګر ورښکته شی نو د مهربانۍ له مخې خپل کمربندونه وتړی.کله چې زموږ د سورلۍ الوتکه د جدې د ښار د ملک عبدالعزیز په هوايي ډګر ورښکته شوه نو د افغانستان پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۵ دقیقې وې. یو ځل بیا د الوتکې د سټیور له خوا راته وویل شول چې تاسو ته د آریانا د هوايي الوتنې د الوتکې پيلوټ او عمله یو ځل بیا ښه راغلاست وا
مینا/ د حج یونلیک/ اوومه برخه
د جدې په لوري پروازپه دوبۍ کې زموږ د سپرلۍ الوتکه له یوه ساعت څخه زیاته و ځنډیده او د تیلو تر اخیستلو وروسته د جدې په لوري و خوځیده.هوا ته تر پورته کیدو د مخه یو ځلې بیا هم د الوتکې سټیور ضیاجان چې اوس نو ښه ورسره بلد شوي وو او په مینه ناک انداز به یې زموږ په لوري را وکتل او په خپلو نریو بریتو کې به موسکی شو اعلان وکړ چې له دوبۍ څخه تر جدې پورې به زموږ الوتکه دوه نیم ساعته وخت واخلي او له دې وروسته یې مسافرینو ته هغه ټولې لارښوونې تکرار کړې چې ما یې په مخکنیو برخو کې یادونه کړې
د ماشومانو لارښود
د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې زموږ د ټولنې د هڅاند لیکوال او د وردګو د کلتوري یون د یوه فعال غړي ښاغلي سید عبدالله ولي زي په وسیله لیکل شوی او د چاپ زیور یې موندلی دی. موږ د دې کتاب په اړه له خپلې تبصرې څخه د مخه د پښتو ژبي خوږ ژبي لیکوال ښاغلي ولي زي صاحب ته د دې لویې بریا له کبله مبارکي وایو. البته د دې خبرې یادونه هم اړینه بولو چې ګران ورور ولي زی صاحب یو روڼ راتلونکی په مخکې لري ځکه چې نوموړی تر دې مهال لا محصل دی چې د لیکنې په ډګر کې یې لویې لویې
مینا/ د حج یونلیک/ شپږمه برخه
د دوبۍ په هوايي ډګر کې ناستهموږ د همداسې رنګینو فکرونو او خیالونو په ډولۍ کې وو چې د الوتکې افغان سټیور اعلان وکړ چې زموږ الوتکه نور نو د عربي متحده اماراتو د دولت د دوبۍ آسمان ته را رسیدلې ده نو تاسو د مهربانۍ له مخې خپل کمربندونه بسته کړی او لږ ساعت وروسته به د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر ور ښکته شو.کله چې د الوتکې د عملې له لوري دا خبر خپور شو نو هغه کسان چې د حج دمناسکو د ادا کولو په نیت بیت الله شریف ته روان وو په دې فکر کې شول چې خپل احرامونه بسته کړي. باید وویل شي چې په دې الوتکه کې په د
مینا/ د حج یونلیک/ پنځمه برخه
د سفر ملګرو خاطرات لکه چې د دې یونلیک په مخکینۍ برخه کې مې لنډه یادونه وکړه دا چې زه په خپلو لیکلو او لوستلو لګیا شوم نو په الوتکه کې زما سره د نږدې ناستو ملګرو له احساس څخه داسې ښکاریده چې زما لیکل او لوستل یې خوښیږي، هر یوه به زما په لوري په یوه خواږه انداز سره را وکتل او بیا به یې په مینه مینه د خپل نظر خوږ پيغام د موسکا په ژبه ایمیل کړ. د ځینو ځینو خو طاقت و نه شو نو دوی هم اخته شول او کتابونه یې را وایستل او په وقفه يي لوستلو یې پيل وکړ خو لیکل له ما پرته په دې نږدې ملګرو کې بل چا نه کو
مینا/ د حج یونلیک/ څلورمه برخه
په الوتکه کېکله چې د آریانا هوايي شرکت Air Bus, A310-300 الوتکې ته پورته شوو او په خپلو خپلو ځایونو په خوښۍ سره کښناستو څو لحظې وروسته یو پولیس افسر راغی او له ما څخه یې د ټکټ پوښتنه وکړه ما خپل ټکټ ورته و ښود نو بیرته ښکته شو خو څو لحظې به لا نه وې تیرې شوې چې بیرته یې ټکټ راڅخه واخیست او له الوتکې ښکته شو. تقریبا لس دقیقې وروسته یې زما ټکټ بیرته راوړ او رایې کړ. زه په دې علت پوره پوه نه شوم چې ولې یې له ما څخه ټکټ واخیست، د څه لپاره یې ښکته یووړ او پولیسو په دې هکله څه اندیښنه درل
مینا/ د حج یونلیک/ دریمه برخه
د هیلو ورځکله چې له خوبه پورته شوم، لمونځ مې دا کړ او تر مختصر سباناري وروسته له کوره په دې نیت ووتم چې یو خو خپل پاسپورت په کابل کې د سعودي عربستان له سفارت څخه را واخلم او بل دا چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره یو احرام او څه نور ضروري وسایل له بازار څخه و پیرم. زه لا سفارت ته په لار کې وم چې یو ځل بیا ښاغلي حبیب راته تیلفون وکړ چې راشه او خپل پاسپورت ترلاسه کړه، د سعودي ویزه مو پرې وهلې او تاسو تګ ته آماده یاست. ما پوښتنه ترې وکړه: چې آیا د تګ په لاره کې خو به څه ستونزه نه وي او بل
مینا/ دویمه برخه
ځورونکی خبر او دردونکې اندیښنهد زیاتې خوښۍ او رنګینو خالونو په ملتیا له ټکټ اخیستلو وروسته بیرته د خپل دفتر په لور و خوځیدم او په دې ورځ دومره خوشحاله وم چې حتی د غرمې ډوډۍ راڅخه هیره شوې وه. زموږ د کور غړي او د دفتر ملګري ټول حیران وو چې دا څنګه حج ته تګ دی، خلک څومره تکلیف باسي او حتی یو کال یا شپږ میاشتې مخکې خلک خبروي، تیاری نیسي، خلک د دعاوو غوښتنه ترې کوي او ستا تګ؟ د دفتر ځینو ملګرو خو دا هم راته وویل چې ځه خدای پاک ور غوښتی یې او موږ به له خپلو دعاګانو او ډالیو څخه نه هیروې. یوه م
مینا/ لومړۍ برخه
د حج د دې یونلیک نوم مینا دی دا چې ما ولې مینا نوم پرې ایښی دی غوره ګڼم چې دغه راز زما سره په خپل زړه کې همداسې پټ ساتلی وي خو یوه خبره درته کوم هغه دا چې موږ د دې مبارک سفر هغه ټولې شپې په مینا کې کړې دي چې په مکه مکرمه کې اوسیدلو.هیله ده چې زما دغه سفرنامه تاسو ته د لوستلو پر مهال د ستړیا احساس درنه کړي ځکه زه یې له هغه ځایه پيل کوم کله چې ماته د دې مبارک سفر خبر را ورسید، هغه ځکه ورسره شریکوم چې زه یې په ژوند کې تر ټولو غوره زیری ګڼم او نور ګامونه یې نو ټکي په ټکي له تاسو سره شریکوم. ک
ویر
موږه کومه ګناه کړې چې د ننګ په ویر اخته یوپه بې رحمه یو بل وژنو ټول د جنګ په ویر اخته یود ښکلاوو په اسلام کې ځان شریک ګڼو عالمهد همت څلي مو لویږي د فرهنګ په ویر اخته یود اخلاقو کډې بار دي د سلوکو زیور مړ دیسمه غر مو په سلګو دي د کړنګ په ویر اخته یوډلې ډلې خلک لیږو بې پروا د مرګي خولې تهموږ د ویر، ژړا او وینو د سره رنګ په ویر اخته یوله ګلشن څخه ګلونه پریکوو په خپلو ګوتود مرسل، ګلاب، شبو، نرګس، لونګ په ویر اخته یود ښکلا د کاروانونو مخ ته لوی پاټک ولاړ
لوی خاوند
زه لښكر د عجائبو د خپل خيال په ټال كې وينمحكمتونه دحيرت او د كمال په ټال كې وينمپه څه شان يې درولى دى نظام د كائناتوصدقه له ذولجلال شم له عالي لوړو صفاتود آسمان چتر ولاړ دى بې له ستنو په هيبتاو په ځمكه يې ميخ كړي دي جګ غرونه دګوربتد فضا په پلوشو كې يې دى د ژوند بهير ساتلى او په تل د ښكلې ځمكې يې د پند بهير ساتلىغوړيدلى لمر راليږي سپينې وړانګې له ختيځلاس راتاو له لوړو څوكو كړي په مينه هر ګهيځد تورتم په تور ماښام كې ناڅاپي سپوږمى څرګند كړيچې رڼا يې
لټون
حلق مې وچ شوی دی د ورکو څاڅکو لار لټويوریځو ته ژاړم، منګول پورته د آسمان په لټونماته نصیب د ژوندون داسې شاړه برخه راکړهچې تور او سپین را څخه هیر دي د زمان په لټونزه یې د غم په سوداګرو یم ارزان پلورلیخلاصونه تاته مې سلام دی د ارمان په لټونزما دوسیه یې د مرګي قاضي ته بیا ور وړېژوندونه راشه زه دې غواړم د سبحان په لټوند امتحان لومې را تاو شوې له تنکیو زلفو امید په وچو شونډو ګام کیښود د ګران په لټونمرګ دې په مرګ وي په نړۍ کې یې یو زه لیدلیرڼا مې
د زمانې ښکلا
موږ د وړانګو د خوږو خوږو سندرو لاریون نه یوزمانې ښکلا پیدا کړه موږ لایق د ژوندون نه یوموږ رنګین ګلان ریبلي، تش، تالا، ترغه، ګلشن دیموږ روان په تورتمونو، موږ رڼا ته راستون نه یوته د هغو پرګنو یې چې په ویاړ سره دې پاليموږ ته خپلې اوښکې وایي ، وخ ، افسوس، داسې یون نه یوموږ سراب د نفرتونو دی په خپلو زړو کرلیموږ ړانده په رڼو سترګو، وای د مینې پاڅون نه یود فلک یې څه ګناه ده اعتراف په کار دی خلکوراځی و ژاړو په ګډه پرګنې د سمون نه یوکه په خپل ټټر کې بند کړو
د وردګو د کلتوري یون پیغام
د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی ټولو افغانانو، د دې متن ګرانو لوستونکو او د ګرد اسلامي امت وګړو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یو چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) د ټولو مومنانو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.راځی ټول په ی
د کوترو تبراک
د زیړو ګلو باغ ته په ټوپو ټوپو ورځمد زړه د باغچې ګل مې په منګولو کې راوړمشمله به د ښکلاوو سر تر پایه شي رنګینهځولۍ ځولۍ رنګونه په ځونډیو کې ټومبمد مینې په ثنا به د ښایست حرم کړم فتح خوږه خوږه خولګۍ به د سرو شونډو ورلیږمکمال مې را نیولی د بوډۍ د ټال له سیمېله پورې وورې غرونو به مې غیږه تاووم د هیلو ستر جانان ته مې زارۍ دي پرې لیکلېزرغونه دروازه په لوړ افق کې درومکاروان د ښکلاګانو راته داسې ژمنه کړېد وړانګو په منګولو کې به دا سمه او غر ږدمد ژوند ن
روژه ماتی
د آرمانونو په ګلونو روژه ماتی کړمه زه په رنګه رنګه سوچونو روژه ماتی کړمه چې د خندا نصیب مې کور ته راشيزه د زاریو په څاښتونو روژه ماتی کړمه چې د ټوپک ځای شي قلم ته میراثرب ته د عجز په نفلونو روژه ماتی کړمه چې د ډیوو په زړه کې لاره وکړمد تږو هیلو په خالونو روژه ماتی کړمه د ویاړ له تږو لېمو اوښکې څاڅي د ورکو وړانګو په آهونو روژه ماتی کړمه خدایه چې کله به ترې لاس کړم را تاوهمیش د سولې په یادونو روژه ماتی کړمه
د سوال منګولې
مرګیه! که زما بڼ د ژوند په شیرینو ښکلاوو مالامال او د خوځیدو بهیر یې په طبیعي توګه پر مخ روان وي نو تا ته څه تاوان رسیږي؟ که دلته ښکلاوې له خپلو ښایستونو سره څنګ په څنګ لوبیږي، که دلته د بلبل او بوار په ځالګیو باندې د موسکا وږمې میلمنې وي، که دلته د سهار په سپینه غیږه کې هر یو ګلاب د نوي ګهیځ سره په خپلو ګلابي جامو کې د لیدونکو زوړنه خوشحاله کوي نو تو خدای د داسې یوې منظرې نابودي دې لوریږي؟مرګیه! که زما د بڼ ګلونه خندان وي، تازه وي، سمسور وي، د خپلې ښکلا ننداره کوي، د عطرو د خورو
د ښایستونو زمانې
ستا د ړنګې بنګې ځوانۍ دنګه ونه، ستا د ګلابي رخسار شنه خالونه، ستا د سرو شونډو رنګینه موسکا او ستا د ګلورینې څیرې زرینې پلوشې د داسې ښکلولو وړ دي چې مین جانان ته د ابدي لذت سینګار له ځان سره لري.ستا د ښیرازه مینې اداګانې، ستا د ناز ململي کرشمې، ستا د پۍ مخي محبت نازکې ولولې او ستا د حسن د دیدار یاغي ښاپیریانې په ډیره آسانۍ سره د ښکلاوو د ښکارځنو په لومو کې بندیوانه او هغوی یې د خپل ځیګر په قفس کې د ننه کوي.ستا د ښایست د قلنګ په دوکانونو کې د شرینو ول
ژمنه
زه به د حسن د لیلا سره یو ځلې بیا په دې پورې ورې غونډیو باندې د ښکلاوو بې شمیره نیالګي و کرم.زه به د نیلي آسمان په نوراني غیږه کې د مهربانه وریځو کورته پخپله ننواتې ورشم او د تږو زاریو په بدرګه به یې د شیبو شیبو اورښت د اوریدو خواته را و بولم. د ښایستونو د باران هر څاڅکي ته به بیله بیله سلامي کوم څو زما د حسن د نیالګیو اوبه خور داسې ورڅخه مالامال شي چې د حسن د شرر وږمې یې تر مورګو راتویې شي.زه به د زړه وړونکو نیالګیو له هر مالیار سره په خپلو رنګینو باغچو ګرزم، د هرې څانګې به جدا جدا پ
تشه لپه
که ستا د ګلابي رخسار یوه مچو زما د تږو شونډو له سپرو سپیرو پوټکو سره یو ځای شي او هغه ته د سهار د غوړیدلي ګلاب رنګ ورکړي نو آیا کومه ټکه به را ولویږي؟ که ستا د حسن پلوشې زما د هیلو څرګ ته داسې رنګینه پګړۍ په سر کړي چې ډیر ژر ژر د دې تیاره غرونو او رغونو په هره هسکه او ژوره باندې د خپلو وړانګو لمڅي هوار کړي نو آیا په دې کې څه تاوان دی؟ که ستا د ښایستونو وړانګیز بوراق د خپلو نوراني برکاتو لړۍ زما د خیال د سوې او ویجاړې نړۍ تر چاردیوالونو را تاو کړي نو آیا ستا د خی