جدې ته رسیدل
له دوه نیم ساعته مزل وروسته زموږ د سورلۍ الوتکه د سعودي عربستان د جدې ښار فضا ته ورسیده او موږ ته وویل شول چې تاسو به اوس د جدې د ملک عبدالعزیز په هوايي ډګر ورښکته شی نو د مهربانۍ له مخې خپل کمربندونه وتړی.
کله چې زموږ د سورلۍ  الوتکه د جدې د ښار د ملک عبدالعزیز  په هوايي ډګر ورښکته شوه نو د افغانستان پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۵ دقیقې وې. یو ځل بیا د الوتکې د سټیور له خوا راته وویل شول چې تاسو ته د آریانا د هوايي الوتنې د الوتکې پيلوټ او عمله یو ځل بیا ښه راغلاست وايي او خوښ دي چې تاسو په خیر او سلامتۍ سره جدې ته راورسیدی. په جده کې اوس مهال د حرارت درجه مثبت ۲۹ ده. مهرباني وکړی تر هغه له الوتکې څخه د کوزیدو هڅه مه کوی څو چې د الوتکې عملې تاسو ته اجازه نه وي درکړې. کوښښ وکړی چې خپل سامانونه په الوتکه کې درڅخه پاتې نه شي.
زموږ د سورلۍ الوتکه په نوموړي هوايی ډګر کې هغه ځای ته ورسیده چې سورلۍ باید ځینې ټیټې شي. لومړی هغه کسان کوز شول چې سعودي عربستان اقامې یې درلودې او زیاتره د کار او غریبۍ لپاره راغلي وو. موږ ته وویل شول چې څوک د حج لپاره راغلي دي نو د مهربانۍ له مخې هیله ترې کیږي چې په الوتکه کې د مسوولو مقاماتو تر راتللو پورې تم شي.
په دې ځای کې کافي وخت تیر شو چې د سعودي یو پولیس الوتکې ته راهسک شو او لومړی یې د افغانستان هغه پنځه کسه والیان کوز کړل او مسوولو کوربنو ورسره بوتلل چې ما یې مخکې یادونه کړې وه.
بیا زموږ د دواړو ډلو حجاجو د کوزیدو وخت را ورسید او موږ یې کوز کړو یو ښکلی بس ولاړ وو او هغه ته ور وختو او زموږ له ډلې څخه هغه کسان بیل کړل چې سیاسي پاسپورتونه یې درلودل. زموږ څلورو کسانو په ډله کې یوازې زما پاسپورت عادي وو او زما د درې واړو ملګرو پاسپورتونه سیاسي وو نو هغوی یې هم بیرته له نوموړي بس څخه کوز کړل. خو د افغان حجاجو دغه بیلوالی بیا وروسته خپله د سعودي مامورینو او زموږ کوربنو ته لوی سرخوږی او سرګرداني پیدا کړه چې وروسته به یې یادونه وشي.
زموږ د سورلۍ بس یې  د حج د ترمینل یا مدینه الحجاج ۱۴ دروازې ته و دراوه او هلته ځینې ښکته شوو. د ترمینل په داخل کې زموږ کوربانه راته انتظار ولاړ وو. پوښتنې یې پيل کړې چې نور ملګري مو څه شول نو له نیکه مرغه چې زه په عربي ژبه ورسره پوهیدم او دوی ته مې وویل چې د سیاسي پاسپورتونو درولودونکي له موږ څخه د هوايی ډګر په یوه برخه کې پولیسو بیل کړل او موږ نه پوهیږو چې هغوی یې په کومه خوا بوتلل.
د رابطه العالم الاسلامي کوربه په دې ځای کې یو ډنګر سړی وو چې عمر به یې شاید له ۵۰ کلونو څخه اوښتی وو، د پوستکي رنګ یې توربخن، سپينې اوږدې عربي جامې یې په تن، د مخ کاسه یې راوتلې، نرۍ پوزه او د سر ویښتان یې کم وو خپل ځان یې ما ته را معرفي کړ، ستړي مه شي یې راسره وکړل او ویې ویل چې نوم مې سامي  او ستاسو کوربه یم.
په دې ځای کې د دریواړو افغاني حاجیانو د ډلو کوربانه ډیر زیات خفه شول چې تاسو یې ولې بیل کړي یاست خو ژر ژر یې له موږ سره همکاري پيل کړه او په بیړه یې موږ ته په پاسپورتونو کې د سعودي د خاورې دخولي ویزه ووهله. 
سامي له ماسره د بکسونو هغه ځای ته ولاړ چې د دوبۍ د پروازونو بکسونه باید ورته راشي خو په نوموړي ځای کې له نږدې یوه ساعت انتظار وروسته هم د بکسونو حال معلوم نه شو او نه هم زموږ د نورو ملګرو  څه درک لګیده.
په دې وخت کې سامي راته وویل چې ته راځه چې زموږ دفتر ته ولاړ شو او زه فکر کوم چې ستاسو نور ملګري  به د هوايي ډګر په شمالي برخه کې ښکته شوي وي او ګمان دا دی چې بکسونه به مو هم هلته تللي وي. نو مخکې لاړو او موږ د دې لپاره چې د سعودي د حکومت میلمانه ګڼل کیدو نو د خاک پولۍ له مالیې څخه یې معاف کړو او ټول کارونه سامي راته خلاص کړل. په دې ځای کې د سامي یو بل ملګری خالد راپیدا شو چې اوږدې سپنې عربي جامې په تن وې شل کلن ځوان ښکاریده، سپینه خولې یې په سر او د بدن ونه یې ټیټه وه. کله چې سامي زه ورته معرفي کړم نو داسې په مینه یې ستړي مه شي راسره وکړل ته به وایي چې پوخ ملګری یې یم  او دا څو کاله یې نه یم لیدلی.
زما د پاسپورت د اړوندو چارو تر خلاصون وروسته ټول په ګډه په یوه داسې موټرګي کې سپاره شوو چې د هوايي ډګر په منځکې له یوې خوا څخه بلې خوا ته چلیږي. دوی دواړه د موټرګي په مخ کې او زه یې شاته کښیناستم. نوموړي دفتر ته تر رسیدو پورې همدا یوه اندیښنه د ټولو سره وه چې زموږ نور ملګري څه شول او زموږ بکسونه به کوم ځای ته راځي؟
کله چې دفتر ته ورسیدو نو هلته د دفتر مسوول یو بل مسوول شخص وو چې قهرجن معلومیده او داسې خبرې یې کولې لکه چې ښه پوخ زکام نیولی وي او په خبره باندې یې څوک ښه نه پوهیدل نو ما هم و نه غوښتل چې د نوموړي سره تر ستړي مه شي پرته خپلې خبرې اوږدې کړم. د نوموړي دفتر مسوول هم په دې خبره ډیر خواشینی معلومیده چې زموږ ملګري ولې سره ګډوډ شوي دي. په دفتر کې یې ژر ماته یو ګیلاس ګرم چای د څه بسکویتو سره یو ځای تقدیم کړل.
د چای تر خوړلو وروسته د نوموړي هوايي ډګر شمالي خوا ته په یوه GMC موټر کې ولاړو چې نیم ساعت وروسته هلته ورسیدو خو هلته مو نه د ملګرو او نه هم د بکسونو کوم درک وو نو بیرته د رابطه العالم اسلامي دفتر ته راغلو او کتل مو چې زموږ ملګري هم را پيدا شوي دي. زما سره بیا هم د هوايي ډګر د ترمینل ۱۴ صالون  ته د خپل بکس د پیدا کولو په موخه د همدې دفتر یو مامور یو ځای ولاړو، خپل بکس مې پيدا او بیرته دفتر ته راغلو چې له را رسیدو وروسته مو همدلته دوه ساعته په خوندوره سرګردانۍ کې تیر شول.