د جدې په لوري پرواز
په دوبۍ کې زموږ د سپرلۍ الوتکه له یوه ساعت څخه زیاته و ځنډیده او د تیلو تر اخیستلو وروسته د جدې په لوري و خوځیده.
هوا ته تر پورته کیدو د مخه یو ځلې بیا هم د الوتکې سټیور ضیاجان چې اوس نو ښه ورسره بلد شوي وو او په مینه ناک انداز به یې زموږ په لوري را وکتل او په خپلو نریو بریتو کې به موسکی شو اعلان وکړ چې له دوبۍ څخه تر جدې پورې به زموږ الوتکه دوه نیم ساعته وخت واخلي او له دې وروسته یې مسافرینو ته هغه ټولې لارښوونې تکرار کړې چې ما یې په مخکنیو برخو کې یادونه کړې ده. خو له ځمکې څخه یې د الوتکې د پرواز د لوړوالي مسافه دا ځل ۲۶۰۰۰ فوټه اعلان کړه.
کله چې الوتکه فضا ته پورته شوه او خپل مناسب حد ته و رسیده نو بیا هم د بیګا د ډوډۍ په نوم ګرمه قابلي په مسافرینو باندې وویشل شوه او ماته خو یې له ډوډۍ وروسته دوې پیالې ګرم هم چای په پرله پسې توګه راکړ چې د فضا په لوړ کنارو او د رنګینو فکرونو سره یو ځای یې بیل کیف کاوه.
سره له دې چې ما د حج په کتاب کې هم څه نا څه اړین معلومات ولوستل خو له دې سره سره زما د څنګ ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي صاحب هم هغه احکام راته په بیړه بیړه تشریح کړل چې موږ یې باید د حج د مناسکو د ادا کولو په لړ کې مراعات کړو. نوموړي همدارنګه راته وویل چې موږ باید د متمتع حج نیت وکړو ځکه چې په دې ډول حج کې موږ ته زیات سهولتونه هم میسر کیږي. د خپلې ژمنې سره سم به د دې یونلیک په وروستۍ برخه کې د حج انواع تاسو ته واضح کوم چې په څو ډوله دی او هر ډول یې څه احکامو او صفاتو څخه برخمن دی. نوموړي همدارنګه ډاډ راکړ چې یاره موږ ټول سره یو ځای یو نو که خدای کول چې دحج ټول احکام به په ښه شکل ادا کړو او تاته به ګام په ګام هغه ضروري ګامونه درښیم چې باید پورته شي. بل دا چې هغه خلک چې موږ یې میلمان یو د حاجیانو لپاره په نورو سهولتونو سربیره د زده کړې لارې چارې آسانتیاوې هم رامخته کوي او وخت پر وخت ډیر غوره لیکچرون ورکوي. له ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي څخه مې ډیره مننه وکړه چې ما ته یې د حج احکام په لنډه توګه بیان کړل او تر ډیره حده یې زما سر راخلاص کړ ځکه چې ماته د حج د ادا کولو څخه په تصادفي توګه وویل شول او ما داسې ځانګړي معلومات په دې هکله نه درلودل.
ما چې کله د الوتکې سورلۍ ته وکتل نو زیاتره ملګري یا خو ویده وو او یا همداسې ځانونه غلي کړي وو ځکه چې نوره نو د افغانستان پر وخت شپه د پخیدو په لور روانه وه. په دې وخت کې مې لاندې نظم ولیکه چې ستاسو د لوستلو ویاړ لري:
د مینا حرم
په مینه مینه خوځه د الله حرم ته لاړه شه
ای سپینې الوتکې د فضا حرم ته لاړه شه
دا سترګې مو رایخې د کعبې په دیدارونو کړه
چابک قدم در واخله د سبا حرم ته لاړه شه
موږ ګڼې هیلې غوټه دې په زړونو کې راوړې
د مینې د خوږې خوږې ثنا حرم ته لاړه شه
یوه سوله په زاریو کې افغان ولس ته غواړم
د لوړو آرمانونو د سما حرم ته لاړه شه
منزل د رحمتونو ته خیالي قافله وښیه
د تږو تږو هیلو د دعا حرم ته لاړه شه
د شکر ډیوې پنډې دي د حسن په منګولو کې
سپیڅلیو حرمینو، د مینا حرم ته ولاړه شه
۱۴ لړم ۱۳۸۷ لمریز ۴ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ فضا، الوتکه له دوبۍ څخه جدې ته