زه به د حسن د لیلا سره یو ځلې بیا په دې پورې ورې غونډیو باندې د ښکلاوو بې شمیره نیالګي و کرم.
زه به د نیلي آسمان په نوراني غیږه کې د مهربانه وریځو کورته پخپله ننواتې ورشم او د تږو زاریو په بدرګه به یې د شیبو شیبو اورښت د اوریدو خواته را و بولم. د ښایستونو د باران هر څاڅکي ته به بیله بیله سلامي کوم څو زما د حسن د نیالګیو اوبه خور داسې ورڅخه مالامال شي چې د حسن د شرر وږمې یې تر مورګو راتویې شي.
زه به د زړه وړونکو نیالګیو له هر مالیار سره په خپلو رنګینو باغچو ګرزم، د هرې څانګې به جدا جدا پالنه کوم او له هر ګل سره به د خپل آرماني زړګي د راز بوخڅې پرانیزم او د مینې په هره پوله به د رڼو اوبو ویاله ور سموم.
زه به د خپلې خیالي باغچې په لوري د مښکو له وږمو سره څنګ پر څنګ ګامونه ږدم او د خپل رنګین محل د بوراګانو سره به د هغو ګلونو له ګلپاڼو غیږه تاووم چې زما د حسن د نیالګیو څانګې پرې ښکلې شوې وي.
زه به د خپلې ښایستوکې باغچې د خړو خړو بلبلانو سره د نیالګیو په هره څانګه پرواز کوم، د خوښیو د ناوې  له ورا سره به یو ځای کیږم او د هرې سندرې پيل به د مینې د کتاب په لنډیو سره کوم.
زه به د خپل ګلزار د آبادۍ له بهیر سره داسې یو ځای شم لکه عاشق زړونه چې د نوراني پلوشو په پالنګ کې د وصال فرصت مومي او د خپلو هیلو د پلي کیدو به لوړ افق کې د چکر وهلو لپاره ځانونه سمبال کوي.
هو! ما په داسې یوه ژمنه لاسلیک کړی دی.