مینا/ د حج یونلیک/ پنځمه برخه
لکه چې د دې یونلیک په مخکینۍ برخه کې مې لنډه یادونه وکړه دا چې زه په خپلو لیکلو او لوستلو لګیا شوم نو په الوتکه کې زما سره د نږدې ناستو ملګرو له احساس څخه داسې ښکاریده چې زما لیکل او لوستل یې خوښیږي، هر یوه به زما په لوري په یوه خواږه انداز سره را وکتل او بیا به یې په مینه مینه د خپل نظر خوږ پيغام د موسکا په ژبه ایمیل کړ. د ځینو ځینو خو طاقت و نه شو نو دوی هم اخته شول او کتابونه یې را وایستل او په وقفه يي لوستلو یې پيل وکړ خو لیکل له ما پرته په دې نږدې ملګرو کې بل چا نه کول.
زما خوا ته د الوتکې د سفر د ملګرو کتل ورو ورو په خبرو بدل شول او بیلابیلې پوښتنې راڅخه پيل شوې: څومره ښه لکه چې څه شی لیکې؟ ته له وخت څخه څنګه ښه ګټه اخلې؟ او هو دا څومره ښه چې ته د خپل سفر خاطرات لیکې؟ ګوره ستا نوم څه شی دی؟ چیرې کار کوې؟ لکه چې لیکوال یې؟ په همدې ډول یې لسګونه پوښتنې را څخه پيل کړې.
کله چې د الوتکې د چوکیو د مخې د دوو کتارونو ناست کسان په دې پوه شول چې زه د دې مبارک سفر خاطرات لیکم نو دوی هم داسې علاقه وښوده چې زما د یونلیک په کتابچه کې خپل خاطرات ثبت کړي.
د ښاغلي عطامحمد نور خاطره:
زه ډیر خوښ یم چې د زمانې د زحمتونو، خواریو او مصیبتونو په تیریدو سره د خپلو خلکو په خدمت کې قرار لرم. البته دا به د لوی خدای (ج) اراده وي په داسې حال کې چې مخکې هم د الله د کور په لیدلو مشرف شوی یم خو یو ځلې بیا هم د حج زمینه راته برابریږي.
دا چې د حج د ادا کولو په دې ګډ سفر کې د پنځو ولایتونو والیان او یو شمیر لوی شخصیتونه راسره ملګري دي زما لپاره ډیره جالبه خبره ده. زه غواړم چې د خدای د کور په څنګ کې د خپل مظلوم او عذاب لیدلي هیواد لپاره دعا وکړم چې خدای پاک یې د وژنو، ځانمرګو بریدونو، چاودنو، لوږې او ظلم څخه د همیش لپاره و ژغوري څو د نړۍ د ولسونو په څیر آبرومندانه ژوند وکړي.
د یادونې وړ ده چې له خپل ورور ګل آغا احمدي سره مې د دې سفر په لړ کې پيژندګلوي حاصله شوه. د هغه مطالعه، دوامداره او دقیقه لیکنه یې چې په الوتکه کې درلوده د نوموړي د پرکارۍ او غوره استعداد څرګندونه کوي. د هیواد د دې اکادمیک شخصیت په معرفي سره ډیر خوښ شوم.
عطامحمد نور/ د بلخ والي
دویمه لنډه لیکنه د داسې یوه افغان سوداګر وه چې د نوموړي د څرګندونو له مخې یو کور په دوبۍ او بل په کابل کې لري او د هغه نوم محمد آصف هاشم دی چې خاطره یې په لاندې ډول لیکل کیږي:
زما خاطره دا ده چې همیش د هیواد په رنځیدلي حالت باندې زه هم رنځیږم او نن خوښ یم چې په یوه داسې الوتکه کې سفر کوم چې د افغانستان ښه ښه شخصیتونه راسره ناست دي.
په احترام د خپل همسفر او ګران ورور ګل آغا احمدي خدمت ته وړاندې کیږي.
محمد آصف هاشم
دریمه خاطره د ښاغلي واصل نور مهمند ده چې په دې ځای کې وړاندې کیږي:
ناببره د الله (ج) په هاتفي پیغام په غیر مستقیمه توګه د هغه د بندګانو په وسیله خبر راغی چې د حج لپاره تیاری و نیسه. دا د خوښۍ ځای دی او ډیر مې و ژړل چې زه ګناهګار بنده خدای پاک خپل حضور ته وربللی یم او شکرانه مې ادا کړه.
الله (ج) دې زموږ دا سفر آسانه او مصؤن و ګرزوي
واصل نور مهمند
څلورمه خاطره د ښاغلي انجنیر عمر وه چې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کله چې ماته خبر را ورسید چې د پنځو ولایتونو د والیانو سره یو ځای به د حج د ادا کولو په موخه بیت الله شریف ته سفر کوی خدای شاهد دی چې ډیر خوښ شوم او دا زما د زړه هیله وه چې بیت الله شریف ته ولاړ شم او د حج مناسک ادا کړم. له نیکه مرغه چې الله پاک زما دعا قبوله کړه او دا دي اوس بیت الله شریف ته روان یو. بله آرزو مې دا ده چې لوی خدای (ج) په افغانستان کې سوله راولي او جګړه ختمه شي څو د دې هیواد ټول قومونه په سوله او امن کې ژوند وکړي. همدارنګه باید ووایم چې ښه دوستان زما د سفر ملګري دي چې په لیدلو سره یې ډیر خوښ یم او دعا کوم چې الله پاک دې زموږ هیواد ته سوله او امن راولي.
انجنیر عمر د کندز والي
پنځمه خاطره په الوتکه کې زما د ښي څنګ د ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي وه چې په دې ډول یې ولیکه:
د سه شنبه د ورځې د سهار ۱۰ بجې وې چې د سعودي سفیر ښاغلی عزم ملحان راته تیلفون وکړ چې د ویزې د لاسته راړلو هیڅ امکانات نشته. په دې خبره مایوسه شوم، سبا چې د چارشنبه ورځ وه د کابل د ابتدايي محکمو په دفترونو ګرزیدم څو د نوي کال لپاره ورته د دفتري لوازمو آمادګي ونیسم چې بیا هم سفیر صاحب تیلفون را وکړ او دا ځل یې د حج زیری راکړ.
په بیړه د آریانا الوتنې د وزیر اکبرخان دفتر ته ولاړم څو ټکټ واخلم هلته مې د دې مبارک سفر ملګری ښاغلی ګل آغا احمدي صاحب هم ولید. دا ځوان مې یو ځل د وردګو او میدان د فرهنګي ولایت په مرکز میدان ښار او د ولایت په کوټۍ کې د مڼې ګل د مشاعرې پر وخت لیدلی وو او دا ځل راسره د مبارک سفر ملګری شو. د تیلفوني اړیکې له لارې پوه شوم چې انجنیر صاحب قرار او معین صاحب واصل نور هم راسره ملګري دي.
د آریانا د دفتر څخه هوايي ډګر ته را ورسیدو لا مو یقین نه وو چې په آخیري الوتکه به زموږ سفر ممکن شي خو آخر بیا راته د سفر زیری راکړل شو.
دا زما نهم حج دی خو دا یو داسې سفر دی چې همیشه نوی او د احساس څخه ډک وي. کله چې سفیر صاحب راته وویل چې سږ کال پاتې شوې، نو په دې خفه نه شوم چې ولې پاتې شوم خو خفه په دې شوم چې کوه غټه ګناه راڅخه شوې ده چې الله خپل دربار ته ور و نه غوښتم.
انشاالله چې لږ وروسته به د حرمینو هیواد ته ښکته کیږو هغه مکه چې د ابراهیم علیه السلام ټاټوبی او د مصطفی د وحیې کور ګڼل کیږي او بیا به که خدای کول د هجرت کور مدینې منورې ته ځو. نو د دې خاورې په لیدو او ګرزیدو صرف د قاضي محمد امین صاحب دا شعر را یاد شي چې:
زړګیه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
رسول پرې ایښي قدمونه دومره خواره نه ده
قاضي محمد قاسم حلیمي