د ښکلا صنم را اخلو د نښترو له بازاره
سپینې لیچې به کړو ډکې د ګورګورو له بازاره
د ښایست زیور به یوسو د مستیو غاړکۍ ته
بیا به ستوري را پخلا کړو د لاجبرو له بازاره
موږ د هیلو په کوڅیو رنګارنګ ګلونه ټومبو
موږ د وړانګو لیلا غواړو د مرمرو له بازاره
د لفظونو په ورشو یې چې د مښکو رمې څري
څو خوږې غزلې بولو د سندرو له بازاره
د رنګونو ښاپیرۍ شوه د افق غونډۍ ته پورته
د بوډۍ ټال یې روان کړ د منترو له بازاره
موږ د سولې په منګولو ننواتې وړو مورچل ته
موږ په اوښکو عرض لیکلی د ځیګرو له بازاره
د ماشې په ستړو ګوتو نور د مینې قلم کیږدی
د سلګو پیغام مو واخیست د ملګرو له بازاره
۲۷ وږی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۷ میلادي/ کابل