شعرونه
مستانه
خدایه دا په ویر لړلې د غم توره افسانه
نرۍ غاړې د مرسلو پریکوي د تورتم ګوتې
په نرګسو لو ګډ شوی د شبو په ګلخانه
په رنګین محل وهلې ویر خونې، خونې چمبې دي
دلته هره ښکلا وژني په وړه، وړه بانه
د ناتار په درنو کاڼو دا سپيره جونګړه ولي
وايي ستا وینه روا ده زه یې چښمه جانانه
ته د ژوند لپاره نه یې موږ د مړینې سوداګر یو
موږ د تورې شپې په خیټه کې روان یو دیوانه
له غوايي ده را ولاړه ښکرور غوبل ته ګوره
په سرو وینو پسې ګرزي دا د ویرې نښانه
په دې خړو پړو مېنو به د وړانګو ولونه راشي
تل به نه وي د غوایانو د غوبلو زولانه
د ښکلاوو جادوګر به د ګلونو ژبه وایي
دا محل دی د خوښیو، دا د ښکلو خیلخانه
د رنګونو لیلا راشه د دې وران کلي پر څنډو
شین آسمان به غومبر جوړ کړي د کوترو مستانه