راشه ښکلا ښکل مې کړه
حسن د وربل مې کړه
ووهه رخسار باندې
خال مې کړه چارګل مې کړه
کرښې د نغمو نغمو
شعر مې کړه غزل مې کړه
تويي کړه په سرو سترګو
څاڅکي  د ناول مې کړه
ځای د لېمو زړه کې را
اوښکو سره حل مې کړه
رنګ به د لبانو شم
شونډو سره مل مې کړه
خلاصې کړه د زړه بوخڅې
مینه مې کړه خپل مې کړه
رنګارنګ خوږې وږمې
داسې ځل وبل مې کړه