د nazir nazir لخوا خپرې شوې لیکنې


چاڼ لنډۍ

مينه د زړه په وينه کيږي کاکل خو نه دى چې په زور يې واړومه د شين کيدو اميد مې نشته اشنا په دښته د ملتان کرلې يمه مرور مه ځه بېرته راشه که ملامته وم ناغه به درکومه په سالنډۍ دې چلم پرېښود زما دسپينې خولې دې نه منل سوالونه ټوټې، ټوټې زړه به راټول کړم بيا به په نوم د يارانې سړى رټمه ملامت ما مه کړې خاونده ملامت يار ښه دى چې ځمکه ګروينه پيزوان مې ستا په برېت کې بند شو تر دروازې پورې بندۍ درسره

26.11.2008 nazir

ستا خوږ نوم چې جانانه كله كله ترنم كړم

چې شپه شي كوم يو ښكلى، كومې لارې نه را وځيتصوير د يار وي، يار شي له هندارې نه راوځيستا خوږ نوم چې جانانه كله، كله ترنم كړمرقيب ورته د مار غوندې له بارې نه راوځيزما د لوټې، لوټې وطن ځوان شاعر دى داسېفقط لكه كوم ګل چې له شوديارې نه راوځيدا زړه به بيا د اوو خونو، اوو قلفو تر شا كړمكچېرې له لاسو ددې خونكارې نه راوځينذير اې نذيره د خپل ځان قاتل يې خپلهدا غږ به دې د سرو وينو له دارې نه راوځي

26.11.2008 nazir

غريبي د دوخونو سمبول

او غريبي د دوزخونو سمبول له يخو يخه او له ګرمو ګرمه

09.10.2008 nazir

مزدور

په څلورلارې كې ولاړوم هرسهارملګريه ګوندې څوك راشي چې مزدور يې وي په كارملګريه داسې هم نه ده چې سواد مې نشته كارمې نه زده هرڅه مې زده دي خونصيب مې دى ډېرخوارملګريه تنهادګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډكيږي تنهاهمدغه رانه وركه كړله لارملګريه څوكسان راشي څوكسان مزدوران پورته كړي خو ماته ووايي چې همدامې وو په كارملګريه په همدې تمه لس بجې شي دغرمې مهال شي زه لاهماغسې ولاړ ومه وزګارملګريه

02.08.2008 nazir

((تاز)) د مور نړيوالې ورځې ته

يادونه:((تاز يوه حشره ده چې د اولاد له زيږېدو سره سمه مري)) ***** ما تاز ليده چې ځان يې ونې پورې ورساوه د زړې ونې نرى ښاخ يې خپل مرګ ځاى وټاکه څو خپل ژوندون ترې زېږېدونکي نوي تاز ته ورکړي په تاز دردونه راغلل د مرګ دردونه د تازه تاز د زېږون دردونه او تازه تاز وزيږيد د زاړه تاز له وجود جوړ نوى تاز والوتلو او د زاړه تاز تش کالبد د ونې ښاخ نه باد را وغورځاوه ******* د مور غښتلى وجود کټ مټ د کوټې د ديواله په څير و

13.06.2008 nazir

نيمايي يونانيان هره ورځ يو ساعت ورځپاڼه لولي

يوولس ميلونه يونانيان دخپل هېواد له چاپدونکو ورځپاڼو څخه راضي دي اومعمولا هره ورځ له يوساعت څخه زيات وخت د ورځپاڼوپه لوستلو تيروي. دهغه نظر پوښتنې له مخې چې د يوه يوناني لوى شرکت لخوا ديونان په پلازمينه آتن اودنوموړي هېواد په دوهم لوى ښار تسالونيکي کې ترسره شوې په سلوکې شپېته اوسېدونکي ټوله اونۍ د يکشنبې چاپيدونکې ورځپاڼې لولي اوپه سلو کې څلور ويشتو اوسېدونکو يې ويلي، که وخت ولري نو يواځې د ورځپاڼې مهمي برخې لولي. د يادې شوې ډلې په سلو کي پنځوس وايي چې د ورځپانې له پېرلوسره سم د هغ

08.06.2008 nazir

له شپيګل اونيزې سره اشنا شئ

شپيګل اينې ته وايي او په ټوليزه توګه د انعکاس کونکي مانا ښيندي ( لويه او تر ټولو د ډېرو لوستونکو درلودونکې المانۍ اونيزه ده چې په هامبورګ کې خپريږي او هر ځل يو ميليون ګڼې چاپيږي) ددې اونيزې لمړۍ ګڼه د ١٩٤٧ ز کال د جنوري په څلورمه نېټه په هانو فر کې خپره شوه، د ١٩٤٦ نه تر ١٩٤٧ پور ې نوموړې مجله د Diese Woche په نامه چې مانا يې (دا اونۍ ) وه په المان کې د ښکيلاکګر انګريز دولت په ملاتړ خپريده، خو د انګريز له وتلو وروسته دا مجله د وتلي ژورناليست او ليکوال رودلف اګستين په واک کې شوه، په همدې

07.06.2008 nazir

اوس مې هېره ده

زمانه وه  چې د کلي شوخ ماشوم وم زمانه وه چې مې سر لس ځایه مات و زمانه وه چې د کلي د نفرت وم زمانه وه ترحم راباندې قات و »»»»»»»»»» زمانه وه رانه لوبې زېږېدلې

05.06.2008 nazir

خبري ګرافيک څه ته وايي؟

خبري ګرافيک(News Graphics) په حقيقت کې هغه تصوير ته ويل کيږي چې پېښه او يا هم د پېښې يوه برخه پکې انځور شوې وي او د خبر ځاى ونيسي. خبري ګرافيک د هغو کسانو لخوا رسميږي چې په خبر او خبري ژبه پوه او د يوې لويې رسنۍ کار کونکي وي (يادونه: کيداى شي چې د خبري ګرافيک رسمونکي په وړه رسنۍ کې کار وکړي يعنې دا شرط نه شي کيداى چې ضرور دې په لويه رسنۍ کې کارکونکي وي او داسې هم شونې ده چې درسنۍ کار کونکي نه وي خو د خبري ګرافيک له رسمونې ورسته هغه په کومه رسنۍ وپلوري . ژباړن ) خبري ګرافيک په دو

04.06.2008 nazir

د ورځپاڼي د لومړي مخ لپاره دتصوير ټاکل

بې له شکه نن ورځ لوستونکي نه غواړي د ورځپانې د لمړي مخ لپاره لس ثانيې وخت هم ورکړي، چې له بده مرغه اوس مهال دا لږ وخت هم مخ په کمښت روان دى او ددې وېره شته چې دا لس ثانيې به هم کمې شي. د ورځپاڼو په منځ کې د لوستونکو لخوا د ټاکنې په سيالۍ کې هغه ورځپاڼه برى ګټلى شي چې له لوستونکو سره کلکې تصويري اړيکې ولري او نه نوي سلنه دا برياليتوب د يوه ښه تصوير په مټ ګټل کېداى شي. که دا برياليتوب دومره ساده وي نوبيا ولې د ورځپاڼو لمړي مخ ته کمزوري ، خنثي او بې روحه تصويرونه ټاکل کيږي.

04.06.2008 nazir

ځانمرګي بريدونه

ستاپه نازک وجود لمرهم پېټى وو ګران ملګريه زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه ********************** تاته که ګل وطن کې ډارغاپي اومرګ غاپي ته هم داومنه چې زه هم په قرارنه يمه منمه دوه خروړي سپي درپسې غبرګ غاپي خوزه دې هم له غمه يوه شيبه اوزګارنه يمه ستادسرويره په مادومره شي غالبه اشنا راباندې هېرکړي ټول غمونه دخپل ځان ملګريه زماګلاب ملګريه اورکې بنديوان ملګريه ********************** له نااشنا نمبرچې کله راته زنګ راشي

21.05.2008 nazir

موږ نثر وايوو، نثر اورو خو ليكلى يې نشوو

نذير :استاده ! اوس خلك وايي چې پښتانه ځوانان بايد نثر ته مخه كړي او ليكوال شي نو څه بايد وكړي؟ شپون : داسې خبره ده چې مونږه نثر دنظم نه پخواشروع كړى وړكوتوب كې، مونږه نثر اورو. كور كې نثر وايوو. دغه چې ته وايې: ميلمه راغلى دى چاى ورته دم كړه. دغه په نثر وايې، نونثر داسې كوم نوى شى نه دى، شعر لادى ځكه چې قافيه بايد پيداكړي، وزن بايد پيداكړي، ترنم بايد پيداكړي، خوچې بيادرته ووايم دغه خبره وليكه ، دغه ليكلى نشې، حيران سړى پاتې شي چې خبرې كوې خو ليكلى يې نه شې، دابيا يوه خبره ده او زه چې بي

10.05.2008 nazir

چاڼ شوي بيتونه

د زړه مبايل مې په هجران کې زيګنال نه ورکوي زه چې د يار تر څنګه نه يم له ساحې نه وځم د زړګي بم مې ستا د سترګو په رېموټ تړلى يو سترګک ووهه زماد شهادت لپاره محمد عليم بسمل پښور د جوماتونو وطن بويه دنګې دنګې منارې يې ستا په شان کاروان زه به دونې په شان کوږ وم درسته ورځ درپسې ته چې ب

06.05.2008 nazir

پښتانه

له جګړو ځينې څنګ غواړي که هوسا شي زندګي د ملنګ غواړي که هوسا شي دې خبرې سره نه يم موافق چې دا وګړي بيا جنګ غواړي که هوسا شي ګردنۍ د مردکيو به پرې ور کړي او بدل به لونګ غواړي که هوسا شي د حالاتو جبر دې کر ته اړ کړي نه کوکنار او نه بنګ غواړي که هوسا شي

30.04.2008 nazir

غزل

په نظر دې د مئين مرۍ غوڅيږي ظلم نه دى چې د ګلو سرۍ غوڅيږي اوس د مينې او ښايست په معنى پوى شوم ډېره ګرانه ده چې نوک او ورۍ غوڅيږي ښکلې څنګ ته مې راځه چې رخه ورشي بس په دې چاړه د قاف پرۍ غوڅيږي زما هيله لا وړه وي ستره نه وي لکه لښته د مسواک نرۍ غوڅيږي

28.04.2008 nazir

قومندان

اوس د جنګ د لمړۍ کرښې رهبر نه يم   اوس د خپل دښمن د قبر مينجور يم  په جګړوباندې مين له جګړو موړ يم  د عيشو واکدار اوس هره شپه نهر يم #######  اوس مې کوتې د ټوپک په ماشې نه دي اوس مې لاس د لاروي په لور اوږده دي اوس د لوند لرګي د اور تاوونه نشته اوس د واټ په غاړه ناست يمه سوالګر يم ####### اوس مې ستر ګې د دښمن څارنه نه کړي اوس دسره صليب لکړو ته محتاج يم اوس نو شپه د مايوسيو راپسې ده

28.04.2008 nazir

د وفايار منګل څو شعرونو ته لنډه کتنه

مسلمان يم غلامي مې کړې نه ده ټېټې سترګې زندګي مې کړې نه ده دا د ( سراجي ) په غږ کې هغه ښکلې ترانه وه چې له راډيواورېدل کېده، په موټر کې به غږېده، ماشومانو په کوڅو او زده کونکو په ښونځوکې له ځان سره ويله. د طالبانو دې ترانې په زړونو کې ځاى نيولى او خوله په خوله ګرځېده. او ترانه په دې ختمېده چې : د وفا په لاره تلى وفايار يم په هېڅ وخت بې وفايي مې کړې نه ده دا ترانه طالبانو ته نه وه ليکل شوې په دې کې د طالب نوم نه وو راغلى دا غيرت او

28.04.2008 nazir

((شاعران خو شاګردان د ښکلى رب دي))

په اويايمه لسيزه کې د شاعرانو کڼ شمېر شعري تذکرې چاپ شوې لکه په څله کې ګلابونه، په للمه اوري بارانونه، ستابه خوښه شي که نه، دخوستيو ژڼيو ناري دي او تر دې وروسته نورې تذکرې هم له چاپه راووتې . دې شعري تذکرو په هيواد کې يو ادبي خوځښت را منځ ته کړ، نوي شاعران پيدا شول، هغه شاعران چې په تذکروکې يې شعرونه چاپ شوي وو وهڅول شول د هغه له ډلې کولاى شوو د ومان نيازي، اجمل اند، عبدالاحد محمديار،جلال خپلواک اونورو نومونه واخلو.چې هر يوه يې بيا خپل شعري کتابونه چاپ کړل او پښتو ادب ته يې د هغه وخت يو ښه

27.04.2008 nazir

برياليتوب دهغه چا په برخه دى چې بريالى ذهنيت ولري

برياليتوب، قدرت او هر هغه ښه شي ته رسېدل دنړۍ دټولو وګړو يوه هيله ده. موږ په يوه داسې وخت کې ژوند کوو چې دبرياليتوب لپاره ډېرې شونتياوې لرو خو له بده مرغه ډېر لږ کسان پيدا کېږي چې له دې شونتياوو څخه ښه ګته واخلي نور ډېرى کسان دبرياليتوب په هيله کې ژوند کوي ا وددې لپاره عملاهېڅ هڅه نه کوي . يو حقيقت ته چې برياليتوب ته درسېدلو په لاره کې مو ورته پام وي هغه دادى چې هېڅ کله او هېڅ څوک په تصادفي او چانسي ډول نه دي بريالي شوي او نه هم هغه شونتياوې چې دبرياليتوب لپاره يي لرو په تصادفي او چانسي ډول زم

27.04.2008 nazir

اوس د ښار د اوسېدونکی مرګ روا دى

بيا اسمان د انتقام ټنده تروه کړه بيا ورېځې د وحشت را خپرې شوي اوس به وشي د سرو وينو بارانونه ##### اوس مې کلى دى وحشت په سر اخيستى اوس د ښار واکمنو ډک کړل شاجورونه اوس د کلي اوسېدونکى ترورېست دى اوس د ښار د اوسېدونکي مرګ روا دى اوس به وبهيږي سرې وينې رودونه ##### اوس به ورځې د مر ګونو رارسېږي چې د وينو تويول به جرم نه وي نو ټول خلک دې وسلې خپلې ر اواخلي له قاتلونه دې واخلي انتقام خپل څوک چې چاته خنډ د مخې ګرځېدى شي

24.04.2008 nazir

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more