يوولس ميلونه يونانيان دخپل هېواد له چاپدونکو ورځپاڼو څخه راضي دي اومعمولا هره ورځ له يوساعت څخه زيات وخت د ورځپاڼوپه لوستلو تيروي.

دهغه نظر پوښتنې له مخې چې د يوه يوناني لوى شرکت لخوا ديونان په پلازمينه آتن اودنوموړي هېواد په دوهم لوى ښار تسالونيکي کې ترسره شوې په سلوکې شپېته اوسېدونکي ټوله اونۍ د يکشنبې چاپيدونکې ورځپاڼې لولي اوپه سلو کې څلور ويشتو اوسېدونکو يې ويلي، که وخت ولري نو يواځې د ورځپاڼې مهمي برخې لولي.

د يادې شوې ډلې په سلو کي پنځوس وايي چې د ورځپانې له پېرلوسره سم د هغه په لوستلو پيل کوي او په سلوکي نهه ديرش وايي چي دورځي په اوږدو کي يې په ارامي سره لولي او يولس په سلو کي يي وايي چي کيداي شي ورځپاڼه دورځې په اږدو کې ونه شي لوستلى.

له دې نظر پوښتنې څخه ښکاري چې ددې هېواد د ورځپاڼې مينه وال په سلوکې ٤٤ سلنه دورځپاڼې لوستلو ته ١٢٠دقيقې، په سلوکي ٣٦ يې شپيته ثانيې او په سلوکې ٢٩ يې بيا ان له ساعتونو هم ډېر وخت ورته ځانګړى کوي .

د روان کال د څېړنو له مخې ښکاري چې په يونان کې هم د ډليزو رسنيو په وړاندې اندونه سره توپير لري، له يولس ميلونو وګړو څخه يې پنځوس سلنه د بيلا بيلو تلويزيوني چينلونو څخه خوښ دي، په سلو کې اوه دېرش يې نسبي رضايت لري، خو ديارلس په سلو کې يې له تلويزيوني چينلونو څخه هېڅ نه دي رضا.

ددې نظر پوښتنې له مخې څلوراتيا سلنه يې راډيو اوري، يوولس سلنه، څه ناڅه راډيو خوښوي، خو په سلو کې يې دڅلورو بيخې له راډيو بد راځي، له دې ښکاري چې د يونان ډېرى خلک ورځپاڼه خوښوي، ځکه چې شوې څيړنه دا روښانه کوي چې په سلوکې ٦٢خلک د نورو رسنيوپه پرتله دورځپاڼې لوستو ته زړه ښه کوي، په سلوکې ٢٦ يې په منځنۍ کچه خوښ دي او په سلو کې ١٢ سلنه يې بيا له ورځپاڼو نا راضه ښکاري خو بل پلو په سلوکي ٥٣يونانيان مجلې ډېرې خوښوي، په سلوکې ٢٢يې څه نا څه او په سلوکې پنځه لس يې ترې هېڅ رضايت نه لري

٢٧ سلنه يونانيان خوښوي چې په مجلو کې جدي او مسلکي موضوعات خپاره شي، ٣٧ سلنه يې وايي چې څه ناڅه نور موضوعات دې هم ولري، خو پاتې ٤١ سلنه خلک يې بيا بيخي بل خيلې نظر لري.

په سلوکي پنځوس يونانيان له ورځپاڼو څخه ډېر خوند اخلي، په سلوکي ٢٤ وايي چې ورځپاڼې بدې نه دي، خو په سلوکي ٢٢يې ورځپاڼې ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

خو څېړنې د ورځپاڼو د ويشنې او له ورځپاڼو سره د نورو خدمتونو د وړاندې کولو لکه د وړيا ډي وي ډي ګانو(DVD) په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي.

دېرش سلنه خلک له ورځپاڼو سره د وړيا(DVD) ويشل د ورځپاڼو په پلورلو کې هڅونکى کار بولې، ٣٢ سلنه بيا ورځپاڼې د همدې فلمونو په خاطر پېري، خو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا داسې هم کيږي ورځپاڼه واخلئ خو وې نه لولئ؟ ٤٤ سلنه خلکو يې منفي ځواب ورکړ چې ورځپاڼه نه لولي.

يوشمير کسان هغه ورځ ورځپاڼې اخلي چې تر څنګ يې ډي وي ډي هم وېشل کيږي، دا کسان بيا هېڅ لوستنه نه کوي ، له هرلسوتنو څخه درې تنه يي (يعني په سلوکي ديرش )وايي چې هرډول ډي وي ډي دوى ته ښه ده.

د لويو مطبوعاتي دفترونو لخوا له ورځپاڼو سره د نورو وړيا توکو وېشل يو فرهنګي سيالي ده چې د لوستونکو په ډېرښت کې لوى رول لري او دا بيا خپله د لوستونکو د پوهې دکچې په لوړاوي کې ګټور کار دى په ټوليزه توګه: په يونان کې شوې شمېرې ښيي چې په سلو کې شپېته تنه د خپلو مطبوعاتو څخه خوښ دي چې په دې ټولپوښتنوکې تلويزيونونه اومجلي دورځپاڼوپه پرتله يو ګام ورروسته پاتي دي .

ددې څېړنې له مخې دورځپاڼو پيرل د ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٥ کاله پورې په سلوکې درې زياتوالى راغلى، په يونان کې يوشمير خلک ورځپاڼې دتفريح لپاره اخلي، له هرو لسو تنوڅخه شپږ تنه لوستونکي دورځپاڼې هنري، موسيقي او علمي معلومات د رخصتيو په ورځو کې لولي، د څيړنې له مخې هغه کسان چې له ٤٥ څخه تر اوياوو پور ې عمر لر ي د نورو ډليزو رسنيو په پرتله ډېر خوښوي چې ورځپاڼې ولولي

د شپږو يونانيانو له ډلې يوتن يې په اوني کي ورځپاڼه نه لولي،له هرو لسوتنوڅخه څلور تنه يي درخصتيوپه ورځوکي لوست کوي او په سلوکې ٦٧يونانيان په رخصتيو کې يوساعت دپيرل شويوورځپاڼو په لوستلو بوخت کيږي، په سلوکې ٣٦ تنه په ورځ کې دوه ساعته اوپه سلوکې ٤٤ يې له دوه ساعتو څخه زيات وخت د ورځپاڼې لوستلو ته ځانګړى کوي.

په يونان کي عادي ورځې يوه ورځپاڼه په پنځه اعشاريه يوه يورواو درخصتيوپه ورځو کې يوه ورځپاڼه په دوه يورو پلورل کيږي

داسې ښکاري چې په يونان کې د ورځپاڼو وړ کچه، متنوع رنګونه او له دې ټولو نه مهم په نوي ډول د ورځپاڼو چاپول د ورځپاڼو په پلورلو کې ډېر لوى رول لري.