شپيګل اينې ته وايي او په ټوليزه توګه د انعکاس کونکي مانا ښيندي ( لويه او تر ټولو د ډېرو لوستونکو درلودونکې المانۍ اونيزه ده چې په هامبورګ کې خپريږي او هر ځل يو ميليون ګڼې چاپيږي)

ددې اونيزې لمړۍ ګڼه د ١٩٤٧ ز کال د جنوري په څلورمه نېټه په هانو فر کې خپره شوه، د ١٩٤٦ نه تر ١٩٤٧ پور ې نوموړې مجله د Diese Woche په نامه چې مانا يې (دا اونۍ ) وه په المان کې د ښکيلاکګر انګريز دولت په ملاتړ خپريده، خو د انګريز له وتلو وروسته دا مجله د وتلي ژورناليست او ليکوال رودلف اګستين په واک کې شوه، په همدې وخت کې يې نوم په شپيګل واوښت، اګستين د ٢٠٠٢ ز کال په نومبر کې ومړ چې تر همدې مهاله يې ددې اونيزې مديريت په غاړه درلود

د معلوماتو له مخې شپيګل اونيزه له ١٩٥٠ ز کال را په دېخوا د اګستين او جان جار ملکيت وګرځېده. جان جارپه ١٩٦٢ کې خپله بر خه په ريچارد ګرونر وپلورله. په کال ١٩٦٩ کې اګستين د ګرونر ونډه په ٤٢ ميلونه ډالره وپېرله او په يواځې ځان ددې اونيزې څښتن شو.

په کال ١٩٧١ ز ، کې د ګرونر او جان جار شرکت يو ځل بيا ددې مجلې ٢٥ سلنه ونډه وپېرله.

په کال ١٩٧٤ ز کې اګستين، کار کونکو ته ددې لاره هواره کړه چې په مجله کې ونډه ولري، هر هغه چا چې په مجله کې يې درې کاله کار کړى و، نو کولاى يې شواى چې په مجله کې پانګه واچوي.

په کال ١٩٥٢ز، کې شپيګل هامبورګ ته ولېږدېده اوهلته يې تود هر کلى وشو، مسولينو يې مجله له هر پلوه پياوړې او په زړه پورې کړه ، د مطلبونو په خپراوي کې يې ډېر پام کاوه، د خبرونو کره والي ته يې ارزښت ورکاوه او هڅه يې کوله چې ګټور معلومات خپاره کړي ، له دې مهاله وروسته به يې له موضوع سره تړلي تصويرونه هم چاپول.

شپيګل د سبک له پلوه ،د امر يکا ټايمز او نيوز ويک ته ورته والى لري، خو د مطالبو او مقالو د ژوروالي له پلوه د امريکې اتلانتيک مونتلي (Atlantic Monthly) او په انګليس کې خپريدونکې اکونو ميست ته پاتې کيږي.

په خبر او راپور کې د پېـښې رېښه او د ستونزې حقيقت د شپيګل ځانګړنې دي. ددې اونيزې ژورناليستان د نړۍ له برياليو ژورناليستانو څخه شمېرل کيږي او له شونو لارو هڅه کوي چې د خبر او راپور حقيقت ته ځان ورسوي او همدا ځانګېړنه ددې لامل ګرځېدلې ده چې ياده شوې اونيزه په المان او ټوله اروپا کې اغيزمنه ثابته کړي.

په المان کې د پخواني لمړي وزير هلموت کهل مالي اختلاس، د المان د مسيحي ديمکرات ګوند د ټاکنو درغلي، د پردې تر شا د هغو قراردادونو بربنډول چې د وسلې جوړونې په برخه کې شوي، دا ټول هغه خبرونه وو چې يواځې او يواځې شپيګل اونيزې خپاره کړل.

له سياسي موقفونو څخه د بدې کټې اخيستنې دموضوعاتو بربنډول ان له ١٩٥٠ کال سره سر خوري ، هغه وخت چې د فدرال پارلمان اړ شو د هغو تورونو د سپيناوي په موخه چې د شپيګل لخوا خپاره شوي وو يو ټيم وګوماري، په دې کال کې شپيګل ادعا وکړه چې د پارلمان ځينې غړي د بډې اخيستو په مقابل کې هڅه کوي چې د غربي المان دولت ته پياوړتيا ورکړي او بن يې پلازمينه وټاکي.

د شپيګل همدا ډول کړنې ددې لامل شوې چې نوموړې مجلې ته د ( ديموکراسۍ بريدګره وسله) وويل شي. دشپيګل دا ډول کړنو ډېرى وخت د کارکونکو لپاره ډول، ډول ستونزې هم پنځولې دي، په کال ١٩٦٢ز کې شپيګل د المان د وسلوال پوځ په اړه د مالي اختلاس راپور خپور کړ چې له کبله يې د دې مجلې مسو ل مدير او څلور نور کارکونکي ددولتي پټو اسنادو د افشا کولو په خاطر ١٠٤ ورځې زندانيان شول، خو شپيګل بيا هم هر وخت خپلې کړنلارې ته دوام ورکړ او داده نن ورځ د نړۍ په وتليو اونيزو کې شمېرل کيږي.

شپيګل له دوو اړخو د پام وړ ده، يو دا چې په لوړ تيراژ خپريږي، ډېر او کره خبرونه لري، د پېښو په اړه شننه او څېړنه يې په زړه پورې وي، او بل دا چې د پېښو په اړه انتقادي، او په پام سره چلند کوي.

که څه هم په المانۍ ژبه خبرې کونکي هېوادونه لږ دي خو بيا هم شپيګل په نړۍ کې د لوړ تيراژ چاپيدونکي اونيزه ده چې د نړۍ په اړه د ښو، کره خبرونو او ګټورو معلوماتو په درلودلو سره په المان ،او نوره نړۍ کې لوستونکي لري.

په شپيګل باندې تل دا نيوکې وي چې يواځې په المانۍ ژبه خپريږي، ځينې کار پوهان په دې باور دي چې اګستين او اوتو کوهلر چې په شپيګل کې واکمن او پياوړي ليکلوالان وو له نازيانو او په تيره بيا د اس، اس له مامورينو سره يې نږدې اړيکې درلودې، خو ددې نيوکو سره سره بيا هم شپيګل د کره او پوره خبرونو په خپرولو سره په نړيوله کچه مينه وال لري .

شپيګل چې ډېرى وخت له ٣٠٠ سو څخه په ډېرو پاڼو کې خپريږي، لاند ې موضوعات خپروي

١- خبرونه، ٢- د المان پېښې چې سياسي، ټولنيز، اقتصادي، خبرونه هم ورسره ملګري وي، ٣- اقتصاد او سودا ګري، ٤- رسنۍ چې پکې تلويزيون ، انټرنېټ او سيمنا شتون لري، ٥- د ټولنيزو پېښو په اړه څېړنه او شننه لري، ٦- بهرني خبرونه، ٧- سپورټ، ٨- کلتو ر او فرهنګ، ٩- علم او پر مختګ، ١٠ او د اونۍ خبر جوړونکې څېره.

شپيګل له يادو شويو عنوانو سر بيره ډېرى وخت داسې ځانګړي راپورنه هم خپروي چې په هغه کې يوه موضوع په بشپړه توګه روښانه شوې وي.

په شپيګل کې يواځې د ليکوالانو شمېر له سلو اوړي. دا اونيزه د نړۍ په شلو پلازمينو کې څانګې لري چې بهرني خبرونه له همدې دفترونو اخلي.

له ١٩٨٨ ز کال څخه راپه دېخوا شپيګل يو تلويزيوني چينل هم لر ي، همدارنګه په ١٩٩٤ ز کال کې انلاين شپيګل هم په کار پيل وکړ ، په ٢٠٠٤ ز کال د اکتوبر په ٢١ نېټه يې انګريزي بڼه هم د (شپيګل انټرنشنل) په نوم خپره شوه.

يادونه: په دې ورستيو کې شپيګل له ولسمشر حامد کرزي سره يوه مرکه کړې چې مهم ټکي يې د لاندې لينک په کېکاږلو سره لوستلى شئ

http://www.benawa.com/kandahar.php?id=18677