اوس د جنګ د لمړۍ کرښې رهبر نه يم 

 اوس د خپل دښمن د قبر مينجور يم

 په جګړوباندې مين له جګړو موړ يم

 د عيشو واکدار اوس هره شپه نهر يم

#######

 اوس مې کوتې د ټوپک په ماشې نه دي

اوس مې لاس د لاروي په لور اوږده دي

اوس د لوند لرګي د اور تاوونه نشته

اوس د واټ په غاړه ناست يمه سوالګر يم

#######

اوس مې ستر ګې د دښمن څارنه نه کړي

اوس دسره صليب لکړو ته محتاج يم

اوس نو شپه د مايوسيو راپسې ده

اوس د ورځې پاى، ناکامه ماذ ديګر يم

#######

اوس مې واک کې د ښار ښکلې غالۍ نشته

اوس د چا د لاس نښان او د ډالۍ نشته

اوس مې ښځې طلايي اميل پلورلى

اوس بې کوره او بې اوره در په در يم

#######

اوس مې زړه له ټولو خلکو ځنې تور دى

اوس د چا په زړه کې ټکى رحم نشته

اوس زما واړه بچيان له لوږې وژني

اوس زه خپلو ماشومانو ته خطريم

#######

اوس ددوى جيبونه ډک دي له پيسو نه

اوس زه يوې عادي روپۍ ته ماما وايم

لکه ماته به چې ويل مجبورو خلکو

اوس زه بل ته په دروغ او رښتيا سريم

#######

ډېر افسوس دى ! چې وروستى عقل ړومبى واى

زما به هم لکه د نورو خزانې وې

اوس به هر سپي او سړي ته محتاج نه وم

په اسمان به مې د ستورو خزانې وې