مسلمان يم غلامي مې کړې نه ده

ټېټې سترګې زندګي مې کړې نه ده

دا د ( سراجي ) په غږ کې هغه ښکلې ترانه وه چې له راډيواورېدل کېده، په موټر کې به غږېده، ماشومانو په کوڅو او زده کونکو په ښونځوکې له ځان سره ويله.

د طالبانو دې ترانې په زړونو کې ځاى نيولى او خوله په خوله ګرځېده. او ترانه په دې ختمېده چې :

د وفا په لاره تلى وفايار يم

په هېڅ وخت بې وفايي مې کړې نه ده

دا ترانه طالبانو ته نه وه ليکل شوې په دې کې د طالب نوم نه وو راغلى دا غيرت او خپلواکۍ ته ليکل شوې وه ځکه يې هغو خلکوته هم خوند ورکاوه چې د طالبانو ترانې پرې ښې نه لګېدې.

د ترانې په وروستي بيت کې د وفايار نوم وو، هيچا هم دې ته پام نه کاوه چې دابه څوک وي چېرې به اوسېږې ژوند به يې څنګه وي له څه ستونزو سره به

مخ وي که نه ؟ څه به يې ځوروي او له څه به خوند اخلي، څه غوښتنې به لري په دې هيڅوک نه پوهېدل ځکه دده نوره شاعري يې نه لوستې وه او نه يې اورېدلې وه

دا کتاب چې اوس ستاسو په لاس کې دى د وفايار صيب د ژوند هنداره ده ټولې هيلې او امېدونه يې پکې نغښتي دي.

وفايار صيب زما استاد پاتې شوى ما هغه وخت چې د نورو شاعرانو سره مې نه پېژندل ده به زه هڅولم ما خپل لمړني شعرونه لمړى ده ته ويل، ده به زما شعر راته کاته او کله به يې هم دومره ګوتې پکې ووهلې چې ما به خپل شعر نه پېژانده او ده به ډېر ښکلى راته جوړ کړى وو.ده زه په شعر کې تر هرچا ډېر هڅولى يم ده ماته يې خپلې کتابچې راکړي او هغو ځايونوته چې نوي چاپ شوي کتابونه به ورته رسېدل ماته يې راښودل. وفايار صاحب ډېر شعر ليکه خو ښه شعر دى وايي

ستا د وريځو په محراب کې شينکى خال مې تر نظر شو

ما ويل ګني امام دى اقتدا مې پسې وکړه

که په پورنتي بيت کې د (وريځو مهراب) راواخلو او دا انځور وګورو نويوه ښه انځور دى خو تر يوه حده کارېدلى او سولېدلى دى، همدارنګه خال هم چې د امام سره تشبه شوى تکرار دى،که يو شاعر همدا خال او وريځې بيا، بيا راواخلي دا کمزوري ده او د شاعر کمال په دې کې وي چې تکرار تشبه او انځور په نوي انداز راوړي. راځوپورتني بيت ته، په دې کې هم خال او ورېځې راغلي خو بياهم خوند کوي، که موږ لږ غور پرې وکړو نوپه دې بيت کې يو نويوالى شته هغه دا چې تر اوسه که موږ خال ورېځې او دې ته ورته نور لوستي وي هر ځل د ښايست د سمبول په حيث کارېدلي مانا دا چې يو څوک مين شوي او وروسته د هغه هرڅه ښه ورته ښکاري او په هر څه کې ښايست لټوي، خو داسې به مو نه وي لوستي چې خال، مهراب، وريځې د مينتوب لامل ګرځېدلي وي، ځکه دلته په خال پسې اقتدا د مينتوب مانا ورکوي.

موږ په شعر کې له ورته تشبه او ورته تر کيب او انځور څخه کار اخيستلى شو، خو په دې شرط چې په نوي انداز يې راوړو .

سترګې، مخ، شونډې ،وريځې هغه څه دي چې له پيل نه تر اوسه که مبالغه نه وي هر شاعر کارولي ځينو کټ، مټ را اخيستي او ځينو ډېر په نوي انداز راوړي.

که موږ ووايو چې استاد پسرلي ((شمع )) او کاروان صاحب ((چنار)) دومره ډېر کارولى چې اوس به څوک فکر کوي چې د چنار او شمع به بل هېڅ اړخ نه وي پاتې ، خو داسې نه ده، ډېر داسې شاعران به که خداى کول پيداشي چې همدا شمع او چنار په داسې ډول راوړي چې نور ورته ګوته په غاښ شي.

زه خپلې خبرې نورې نه اوږدوم او د وفايار صاحب شعرونه او لوستونکي سره پرېږدم هيله لرم چې ټول لوستونکي يې په مينه، مينه ولولي او خوند ترې واخلي .

وفايار صاحب ته دلا اوږده او له خوښۍ څخه د ډک ژوند په هيله

په درنښت