په اويايمه لسيزه کې د شاعرانو کڼ شمېر شعري تذکرې چاپ شوې لکه په څله کې ګلابونه، په للمه اوري بارانونه، ستابه خوښه شي که نه، دخوستيو ژڼيو ناري دي او تر دې وروسته نورې تذکرې هم له چاپه راووتې .

دې شعري تذکرو په هيواد کې يو ادبي خوځښت را منځ ته کړ، نوي شاعران پيدا شول، هغه شاعران چې په تذکروکې يې شعرونه چاپ شوي وو وهڅول شول د هغه له ډلې کولاى شوو د ومان نيازي، اجمل اند، عبدالاحد محمديار،جلال خپلواک اونورو نومونه واخلو.چې هر يوه يې بيا خپل شعري کتابونه چاپ کړل او پښتو ادب ته يې د هغه وخت يو ښه تصوير وباښه.اوس نو ويلى شوچې دا دهمدې تذکرو برکت وو.

خو ددې شاعرانوډېر بيا په اتيايمه لسيزه کې د ژورناليزم ښکار شول او ادبي پنځونې ترې پاتې شوې .

په دې وروستيو کلونو کې بيا کلنۍ مشاعرې او په يوشمېر ولايتونوکې ادبي ناستې ډېرې شوي چې دا هم ددې لامل ګرځېدلي چې نوي شاعران پېدا شي.

اوس اوس په داسې ولايتونو کې چې هلته مخکې تر دې کله هم ادبي غونډه نه وه شوې اوس هره اونۍ او پنځلس ورځې پس ادبي غونډې جوړېږي چې دا د خوښۍ خبره ده

چې خبره بلې خواته لاړه نه شي نوراځو دشاعرانو دې تذکرې ته چې د مدني ټولنې له خوا چاپېږي. په دې کې چې د څلورو ولايتونو راټول شوي شاعران دي له دې ډلې څخه ډېرى يې داسې دي چې يا ځوان شاعران دي او ياهم داسې کسان دي چې شعرونه او يا مقالې يې په مطبوعاتو کې نه دي چاپ شوي.

دا به ومنو چې په دې کتاب کې ټول داسې شعرونه نه دي چې ډېر به ښکلي وي. کېداى شي کمزوري شعرنونه هم پکې وي او علت يې ښکاره دي چې دا کسان يا نوي شاعران شوي او يا يې هم په ادبي غونډوکې ډېرګډون نه دى کړي دلته يوه خبره اړينه ده هغه دا چې شعري غونډې او ادبي ناستې ديوه شاعر لپاره ځانګړى ښونځى دى . بېرته خپلې خبرې ته راځو هغه دا چې دښه شعر او کمزوري شعر پېژندل ډېر ستونزمن دي ځکه چې شعر د لوستونکي له حالت سره تړلى دى لکه زه اوس مايوسه يم هغه شعرونه چې مايوسي پکې نه وي ماته خوند نه راکوي او يا بر عکس نن زه په يوه داسې حالت کې يم چې زما هيلې او امېدونه پوره شوي اوس که ماته څوک داسې شعر چې مايوسي پکې وي ووايي کېداى شي هيڅ خوند را نه کړي. دا مې تر دې پورې وکړه چې ددې کتاب شعرونه د بيلابېلو شاعران او دهمدې شاعرانو د بيلابېلو حالتونو محصول دى نو کېداى شي چې ډېروته خوند ورکړي ، او بل په دې کتاب کې ددې وخت يو تصوير دى چې دا هم په خپل ځاى ارزښتمن دى.