برياليتوب، قدرت او هر هغه ښه شي ته رسېدل دنړۍ دټولو وګړو يوه هيله ده. موږ په يوه داسې وخت کې ژوند کوو چې دبرياليتوب لپاره ډېرې شونتياوې لرو خو له بده مرغه ډېر لږ کسان پيدا کېږي چې له دې شونتياوو څخه ښه ګته واخلي نور ډېرى کسان دبرياليتوب په هيله کې ژوند کوي ا وددې لپاره عملاهېڅ هڅه نه کوي . يو حقيقت ته چې برياليتوب ته درسېدلو په لاره کې مو ورته پام وي هغه دادى چې هېڅ کله او هېڅ څوک په تصادفي او چانسي ډول نه دي بريالي شوي او نه هم هغه شونتياوې چې دبرياليتوب لپاره يي لرو په تصادفي او چانسي ډول زموږ له لاسه وتلې دي . دا خبره ددې څرګندويي کوي چې برياليتوب ته رسېدل هم ځانګړي پړاوونه لري او له دې څخه هغه څوک خبرېږي او هغه څوک دا پړاوونه وهلى شي چې دبرياليتوب په هڅه کې وي . ستاسې خپل فکر ستاسي لپاره هرڅه دى دلږې څېړنې اولوستنې وروسته دې پايلې ته رسېږو چې دنړۍ ډېرى بريالي کسان هغه څوک دي چې ديوه کار په کېدو کې ډېره هڅه کوي او په نمايي کې يې نه پرېږدي . که موږ دنړۍ دبرياليو کسانو ژوندوګوو نو لومړى عادي کسان دي خودراتلونکي لپاره ښه او کاميابېدونکى فکر کوي، نوپه دې بنسټ که تاسې هم غواړئ چې پخپل ژوند کې بريالي واوسئ نو بايد دراتلونکي لپاره مثبت فکر وکړئ او راتلونکي ته ډېر هيله من واوسئ، څو وتوانېږئ په ډېر شوق اودښو او وړو پلانونو په درلودولو سره خپل برياليتوب ته ورسېږئ . ټولو له صفره پيل کړى دى . په دې وخت کې کېداى شي تاسې ټولو داسې فکر کړى وي سره له دې چې مثبت ذهنيت لرئ خو دسرچينو دکموالي او دوړ اسانيتاووو دنه درلودلو له امله نه شئ کولاى خپلې موخې ته ورسېږئ ، خو له ياده مه باسئ چې ټول بريالي کسان دکار په پيل کې تاسې ته ورته وو، خو له دې سر ه سره دډېرو هڅو ، ښو افکارو او وړ لارو چارو په درلودلوسره وتوانيدل چې خپلې موخې ته ورسېږي . اصولاهغه کسان چې دخپلې موخې دلاسته راوړنې لپاره پرېکنده عمل کوي ستونزو او محدوديتونو ته نه ګوري . برياليو کسانو يواځې له يوې سرچنې يانې ذهن څخه ګټه اخيستې ده دې کسانوله هغه ځايه څخه چې په دې پوه شوي دي چې دانسان مغز دهغه له فکرونوسره همغږي کولاى شي نو تل يې ښه فکرونه دخپل ذهن ددوستۍلپاره غوره کړيدي . که تاسې ديوه بريالي کس په توګه فکر وکړئ نوذهن مو ستاسې ټول دنننى ځواک له هغه حالت سره هغمږى کوي چې مينه يې لرئ هغه ته ورسېږئ . خو که ستاسې فکرونه ستاسې په وړاندې ودرېږي نوسره له دې چې ښې سرچينې به هم لرئ ډېر ژر هر څه له لاسه ورکوئ . له بده مرغه ډېرى کسان فکر کوي چې محدوديت ديوه کاردتر سره کېدومعيار دى په داسې حال کې چې اصلي معيار دانسان فکر دى هېڅ کله مه واياست چې((ناوخته دى )) کله چې برياليتوب ته په رسېدولوخبرې کېږي او يو کس له بل څخه وغواړي چې دخپلې موخې لپاره هڅه وکړه د((ناوخته د ى)) له ځواب سره مخ کېږي ((ناوخته دى )) ځواب دهغوکسانو ځواب دى چې پخپل ذهن واک نه لري هغه څوک چې په خپل ذهن واک ولري هېڅ وخت دسرچينو کمښت ، زړبودي او... فکر نه کوي بلکه په دې فکرکوي چې له کومو وړ لارو څخه ځان خپلې موخې ته ورسوي . هغه څوک چې په خپل ذهن واک ونه لري که شپه اوورځ هم خپلې موخې ته درسېدلو لپاره هڅه وکړي بيا هم نه شي توانېدلاى چې بريالى شي ، هغه څوک چې غواړي بريالى شي بايد پرله پسې هڅه او پخپل برياليتوب ايمان ولري. د دې تر څنګ که تاسې وپوهېږئ چې څه غواړئ او دڅه لپاره هڅه کوئ نو په هر حالت کې هغه ته رسېدلاى شئ مه هېروئ چې هېڅ شى هم له زحمت څخه پرته نه شئ تر لاسه کولاى ، برياليتوب ته درسېدلو لپاره دهغه بيه ورکړئ ، که څه هم دغه بيه له هغه څه ډېره وي چې تاسې يې غوائ لاسته يي راوړئ . برياليتوب ته رسېدل بايد له همدانن څخه پيل کړئ او په ژوند کې دهرې وړې شېبې قدرت او دلږو شونتياو ارزښت په ډېر څه وشمېرئ ، هغه څوک چې برياليتوب ته درسېدو لپاره دجادويي شېبو انتظار کوي هېڅکله به بريالى نه شي . مه هېروئ چې فرصتونه په بدلو جامو (بندښت او ماتې ) کې انسان ته ښکاري . نو په ياد ولرئ هر کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږئ نوپه خلاصو سترګو شاوخوا وګورئ او هغه برياليتوب چې تاسې ته ډېر نږدې پټ وي پيدا کړئ . يو ايټاليوي متل دى چې وايي: ((څوک چې دوخت انتظار کوي نو هغه له لاسه ورکوي .)) همدا رنګه پښتانه هم وايي : (( چې په تمه دسپرو شي ،هغه پاتې په مېرو شي . ) ) يو څه ته درسېدلو لپاره دهغه انتظار مه کوئ دهغه لور ته ور روان شئ . برياليتوب ته درسېدولو لپاره خپلې هڅ چټکې کړئ ،دامهمه نه ده چې ستاسې عمر څومره دى داناسمه خبره چې ،((ناوخته دى ))هېڅ وخت مه کاروئ، نو تاسې ته به ډاګيزه شي ، هغه څوک چې کلک هوډولري نو برياليتوب ته درسېدولو لپاره يې ډېرې لارې شته ، يواځې اويواځې هڅه او وړ پلان هغه څه دي چې تاسې ورته ډېره اړتيا لرئ. تل دا فکر له ځانه سره ولرئ چې برياليتوب دهغه چا په برخه دى چې بريالى ذهنيت ولري او هغه کسان به تل ماتې خوري چې په بې پروايي سره ذهني ناکامي پرېږدي چې په دوى کې وده وکړي . دپياوړي او بريالي ذهنيت دودې لپاره يوه ښه او غوره لاره داده چې تل هڅه وکړئ چې ذهنيت مو همداسې بريالى پاتې شي او ځان په هر کار کې دپرمختګ په حال کې ووينئ همدا وخت دى چې برياليتوب ستاسې په برخه شوى دى او حيرانېږئ چې په دې لږه موده کې چېرته واست ا و چېرته رسېدلي ياست . هېڅ وخت داحساساتو تر اغېز لاندې مه راځئ . يوه ورځ يو زده کوونکى خپل ښوونکي ته ورځي او ورته وايي چې دخپلو حواسو ذهني تمرکز نه لرم اونه شم کولاى چې په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړم ، ښوونکى په ځواب کې ورته وايي چې : ((هر څه تېرېږي هېڅ وخت دې ته پام مه کوه او خپلو هڅو ته دوام ورکړه .)) لکه څنګه چې مخکې ورته نغوته وشوه برياليتوب ته رسېدل دچانس اوتالې له ا مله نه دي بلکې پرله پسې هڅو ته ا ړتيا لري ، په حقيقت کې هغه وخت ته اوس رسېدلي يو چې دهغه دساتنې لپاره بايد هڅه وکړو او کنه ډېر ژر به ټول ګټلي څه له لاسه ورکړو ، ديوه نابغه خبره ده چې ويلي يي دي : ((نبوغ په سلو کې ٩٩زيار اويو بله هغه فطري وړتياده. )) .