د نورالباري مل لخوا خپرې شوې لیکنې
د ارواښاد راز محمد راز پر مړينه د غمشريکۍ پېغام // ټکور ادبي ټولنه
مرگ نعمت گڼمه راز دى- په غوسه کې يې پټ ناز دى مرگ د ژوند آخره نه ده – مرگ د نوي ژوند آغاز دى واصل حسنيار د پښ
دوه بيتونه
نن مې پښتنې اوښکې بې ستره شوې نن په ډک محفل کې يار را ياد شو زړه خو مې يار وړى و له ځان سره اې په تش کوگل کې يار را ياد شو مل
کرسمس
لیکنه: مولانا محمد تقی عثماني ژباړه: نورالباري مل د حضرت عيسی عليه السلام کليزه د کرسمس په نامه هر کال د دسمبر پر ۲۵ لمانځل کېږي. که د تاريخ پاڼې وپلټئ نو درته جوته به شي چې اسمان ته د حضرت عيسی عليه السلام تر پورته کېدو وروسته، تر نيژدې دريو سوو کلونو پورې د ده د کليزې د لمانځنلو هيڅ تصور نه و. د ده د صحابيانو له ډلې يوه هم دغه ورځ نه ده لمانځلې. څه موده وروسته يو څو خلگو دا بدعت پيل کړ او دا خبره يې راپورته کړه چې موږ د حضرت عيس
ژبپوهنه، لاسوهنه
نورالباري مل
نوى شرابي
خدای پاک دې يې تر ګناه را تېر شي، کله نا کله د ناشناس په سندرو غم غلطوم. زه چې کله نا کله له يوه ښاره بل ته ځم نو اکثره وخت په سپرليو کې ډېرې د ټيټ ذوق سندرې او موسيقي غږول کېږي، له واکه مې ووځي پر استاز غږ وکړم چې استاده گناه خو هسې هم کوې نو چې کوې يې، نو بيا خو ناشناس اوره; چې په ارزي. کله کله استاز او سوارلي زما خبره په خندا بدرگه او په ((هو ولا)) تاييد کړي، خو کله نا کله بيا داسې هم راغبرگه شي چې: پر تا دې هم بل څوک ودرېږي... زه دا وگړي نه گرموم ځکه هغه د سعاد
بې هېواده - نورالباري مل
زه لا په اسمان (عالم ارواح) کې وم چې د گڼو نورو هېوادوالو تر څنگ زموږ کډه هم له هېواده بې ځايه او په سويلي پښتونخوا چمن کې مېشته شوه. په چمن کې وزېږېدم، د ماشومتوب شپې او شېبې مې په چمن کې تېرې کړې د نهو لسو کلنو شوم، ښوونځی مې پيل کړ. زموږ کره به کله نا کله له وطنه مېلمانه راتلل ما هغوی نه پېژندل چې څوک دي، خو په کور کې به دا گزېدله چې پلانی کاکا دی له وطنه راغلی دی. ما وطن نه پېژاند چې دا لا څه شي ته وايي.
غزل /نورالباري مل
زړه لــه غـمه چـــوي ژړا نـه راځي دغسي حالـــــت دي پر چـا نه راځـي سـتا د زړه هیواد به آخـر فـتحه کړي اوښکې پښـتنې دي پر شا نه راځي خپل پرهار د پوهـې په تا
نظم = مين او شاعر=== نورالباري مل
مين او شاعر ۱ زما اوس هم په ياد دي چي زده کوونکی د لسم ټولګي وم زما په ياد دی د پښتو ښوونکی چي د کتاب له مخې ده د مين او د شاعر تر منځ توپير کولو زما اوس هم په ياد دي هغه ويله چي (( شاعر د قام لپاره ژاړي)) د خپل ولس د ويښولو په نيت په شپو شپو ويښ وي تر سهاره پوري زما د ښوونکي دا خبره اوس هم نه هېرېږي چي وېل (( مين فقط د ځان لپاره ژاړي
راگ څه دی؟
راګ څه دی؟what is raga? ژباړه:نورالباري مل د یو څو ځانګړ يو غږيزو څپو موزون تړښت(ترکيب) چې له اورېدو يې وګړی خوند واخلی راګ یا راګا بلل کیږي. راګ یو هندۍ تله ده چې په ډول ډول ځانګړيو سُرانو باندي پورته او کښته ځي (کیږي).خو راګ تل یوه ټاکلې لړۍ
د ځوانيمرگ ارواښاد عبدالهادي همدرد يوه غزل:
څه د اوبو په څېر بې رنگه او بې خونده دی ژوند
سويلي پښتونخواچمن - د ټکور ادبي ټولنې کره کتنه او مشاعره وکړه.
سويلي پښتونخواچمن - د ټکور ادبي ټولنې کره کتنه او مشاعره وکړه. نورالباري مل - چمن - تېره ورځ ( ۳جولای ۲۰۱۲) د ټکور ادبې ټولنې مياشتيزه غونډه وشوه دغه غونډه د حيات الله لاروي پر غزل باندې د کره کتنې په مو
غزل: استاد صديق پسرلی
د مايوسۍ کره دې ورنشي د چا جنازه چې ژوند يې اخلي يوه سا د بلې سا جنازه ابدي کور ته مې يارانو په سندرو ور وړئ لکه څپو چې وي اخيستې د دريا جنازه د ښاپيريو هديره وي ممکن بل ستوري کې چيرته به يوسم د سپيڅلې تمنا جنازه ؟ راځئ غمونو اوږې ورکړو د ثواب لپاره چې د شپيلۍ له کوڅې وزي د نوا جنازه څوک به پيدا کړئ چې مې تن په اوښکو ولمبوي زما په لوګ کلي کې چ
لنډۍ
پورې ليلا ګوره چې لمونځ كړي قبول يې مه كړې تور اوربل په خاورو ږدينه مخ په مړوند کله پټېږي ظالمه ياره ! سلامي ولاړه يمه سترګې دي مړې راواړولې لګه ګلاب چې د دوه نيمو ورځو وينه
د استاد محمد صديق پسرلي يو په زړه پورې غزل
قفس ته كــــه مــــې واچــــوې بېباكه به درووزم نــــاله به شـــم د خپل زړګي له چاكه به درووزم د ســــترګو سياه مستې كه دې نور لږ لېونى كړم له هـــــوشه به روپوش شم له ادراكه به درووزم هغــــه وعده دې هېره شوه كه څنګه چې ويل دې خــــوله بــــه د حيا شمـــه او پاكــــه به درووزم كه ستا دعشق په لاره كې مې خاورې شول هډونه انګــــور به شـــــم باده به شـم له تاكه به درووزم ريدى به شمــــه داغ په زړه او سور كفن په غاړه كــــه
د عطا محمد بېباني يو په زړه پورې طنزيه غزل
سور او سپين رنګه پشمک دی زما شعر خوندور لکه جوشک دی زما شعر اوږدواله او برواله يی مساوی دی چارکونجه لکه تلتک دی زما شعر دمغلو ککرۍ په ورپکې لغړی خطرناک لکه کوږک دی زما شعر دبلبل دخوښی ګل ورپکې کی نسته سپېره ډاګ لکه بولدک دی زما شعر که هر څونه دالهام دام ورته کښېږدې وه بې نه نسې کرک دی زما شعر
د استاد محمد صديق پسرلي له « پسته اوره»
شباب ته خوښ وم شباب هم تېر شو ها غولوونکی سراب هم تېر شو که پوچ حباب وو هوس که هر څه د وخت په سين کي حباب هم تېر شو احمق هر خنډ
بيټ نيکه ...... عبدالغفور لېوال
بیټ نیکه ۱ شاعر : عبدالغفور لېوال ټک ، ټک ، ټک ستومانه غږ دبیټ نیکه دماتې شوې امسا،
د استاد پسرلي څلوريزې
چي شپه ويده شي په خپل څادر کي اندېښنې پاڅي زما په سر کي د وطن ياد مي په زړه کي اوړي لکه موجونه په سمندر کي څوک به په خوښه له کوره تښتي خو چي مجبور شي له زوره تښتي چي په سووکي هم مځکه سره شي د اور بچی وي، له اوره تښتي بده بلا شوې بني ادمه
د محبت کاتبه! // عنايت الله خاکيار
یادونه : چیري چي فل سټاپ(.) وي دهغه مانا داچي هغه لیکه ختمه سوه. اې ! دتقدیر پر سپینه پاڼه باندي دمحبت کاتبه! زه ستا قلم ته وایم. چي تاته ووایي چي ستا،په بنګړو مین بنده لتانه دخپلي میني دقسمت په اړوند نه دی راضي ستا دشکرونو پر ځای لکه دخپلي غرنۍ اوجنګ ځپلي سیمي دسولي یو زر ژړغوني ګیلې په ستړي زړه کي ګرزي وجه یې داده چي رنځور دمحبت قسمت یې دژوندانه غولي ته
د جلال الرحمان شرر سره غم شريکي
د اصلاح خصوصي عالي ليسې د مدير ښاغلي جلال الرحمان شرر د ځوان ورور صهيب سجاد د مړيني د خبر په اورېدو خورا زيات خواشيني يو. د لوی خدای له درباره ارواښاد صهيب ته جنت الفرودس او پاته کورنۍ،دوستانو، خواخوږو،او ملګرو ته جميل صبر غواړو. د ټکور ادبي ټولني ټول غړي د نه هېرېدونکي غم په دې شېبو ځانونه د ښاغلي شرر، د هغه د کورنۍ او دوستانو سره ګډ ګڼي. او د مرحوم ته د مغفرت دعاوي کوي. په درنښت نور